پاکستان له خوست څخه د وزیرستاني کډوالو ستنول غواړي، خو هغوی یې نه مني

.
Image caption د کډوالو استازي وايي، وزیرستان ته د ورتګ پروړاندې یې تر ټولو لوی خنډ د کورنیو او د ژوند د تېرولو پر توکو د پاکستاني حکومت لخوا بندیز دی

د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې، پاکستان پتېیلې چې د افغانستان په خوست کې د شمالي وزیرستان مېشت کډوال بېرته دغه هېواد ته ور ستانه شي، خو د کډوالو استازي وايي، د پاکستان حکومت دې دوی د کډوالو د نړیوالو قوانینو له مخې خپلو مېنو ته ور پریږدي.

په وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو له امله زرګونه کورنۍ د افغانستان جنوب ختیځ ولایت خوست ته کډه شوې دي.

پاکستاني چارواکو ځايي رسنیو ته ویلي، له افغان لوري سره تر خبرو اترو وروسته پتېیل شوې چې افغان ځواکونه به وزیرستان ته د تلونکو کډوالو لارہ کې خنډ نه جوړوي.

پاکستاني چارواکي ظاهراً وزیرستان ته د کډوالو د نه ستنېدو د پړې ګوته افغان لوري ته نیسي، خو افغان حکومت او وزیرستاني کډوال یاده ادعا ردوي.

* وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو لخوا د ملکي خلکو ځورونې شکایتونه

* 'وزیرستان کې چارواکو بهر ته د ځنغوزو پر لېږد بندیز لګولی'

* روسي پوځي پلاوي شمالي وزیرستان کې څه کول؟

د خوست د کډوالو چارو رییس هاشم حلیم بي بي سي ته وویل، د افغانستان حکومت د وزیرستاني کډوالو په ستنېدو کې هیڅ ستونزه نه لري:

" که کډوال خپلو مېنو ته ځي، نو تللی شي او که پاتي کېږي زموږ غېږې ورته خلاصې دي، خو د مهاجرینو د رییس په توګه مې غوښتنه دا ده، چې له دوی سره دې د کډوالو د نړیوالو قوانینو پراساس چلند وشي او کوم حقونه چې لري هغه باید ورکړل شي."

په خوست کې د وزیرستاني کډوالو مشران هم وايي، خپلو مېنو ته ځکه نه ستنېږي چې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ مرستو ته اړتیا لري، خو پاکستان حکومت یې مخه نیسي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د وزیرستاني کډوالو د استازو په خبره، هغه کورنۍ کې چې وزیرستان ته ستنې شوي، په دې نوم ځورول کېږي چې ولې افغانستان ته کډوال شوي وو

د شمالي وزیرستان د کډوالو شورا مشر ډاکتر حیات مسېد له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، وزیرستان ته د ورتګ پروړاندې یې تر ټولو لوی خنډ د کورنیو او د ژوند د تېرولو پر توکو د پاکستاني حکومت لخوا بندیز دی:

"د بیرته تګ پرمهال د پاکستان پوځ موږ ته د کور د اړینو وسایلو د وړلو اجازه نه راکوي، چې د پاکستاني پوځ دا پریکړه مونږ ته منلو نه ده."

د ښاغلي مسید په خبره، لسګونه کورنۍ د پاکستاني پوځي د سخت او بد چلند له امله بیرته خوست ته ستنې شوي او دوی په دې نوم سخت ځورول شوي، چې ولې افغانستان ته تللي دي.

د پاکستاني چارواکو په خبره، له خوست څخه به د کډوالو ستنولو په دویمه جوپه کې کابو ۴۵۰۰ کورنۍ وزیرستان ته ستنې شي چې پاتې شاوخوا ۵۰۰۰ کورنۍ به یې په درېیم پړاو کې وزیرستان ته ور ستنې شي.

د وزیرستاني کډوالو یو مشر محب الرحمن نن یکشنبه د فبرورۍ ۲۵مه بي بي سي ته وویل، تېره ورځ له ګلان پنډغالي څخه ۳ کورنۍ وزیرستان ته کوچېدلي، خو د هغه په خبره، یادې کورنۍ هم له ډیورنډ کرښې اخوا ګیر پاتې دي او شپه یې تر شنه اسمان لاندې کړې ده.

Image caption په خوست کې د وزیرستاني کډوالو د تېرې اونۍ د ناستې پرېکړه لیک

په خوست کې مېشتو د وزیرستاني کډوالو مشرانو تېره اونۍ په یوه خبري غونډه کې پر پاکستاني حکومت تور پور کړ چې په شمالي وزیرستان کې یې درې کاله وړاندې د ضرب عضب د عمالیاتو د پیل پر مهال زرګونه ماینونه کرلي چې ۶۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.

دوی د پاکستان له پوځ څخه غوښتنه وکړه چې سیمې یې له ماینونو پاکې او د دوی لپاره دې په وزیرستان کې ویجاړ وضعیت سم کړي.

د خوست د ګربزو په ګلان پنډغالي، سپیرې او تڼیو ولسوالیو سربیره مرکز کې شاوخوا۸۵۰۰ کډوال مېشت وو، خو وروستیو کې د پکتیکا له لمنې سیمې څخه خوست ته ۱۵۰۰ نورو کډوالو په راتګ سره دا شمېر زیات شو.

ورته مطالب