د سري دېوي پر ناڅاپې مړينه نړیوال غبرګونونه

د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي، پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د بالیووډ د فلمي لوبغاړې سري دېوي پر ناڅاپي مړینه خواشینی شوی دی او د اغلې دېوي کورنۍ ته یې یې تسلیت وړاندې کړی دی.

د لندن ښاروال صادق خان وايي، هندوستان ته مې پخپل وروستي سفر کې له سري دېوې سره له لیدنې ډېر خوند واخیست.

د یادې بااستعدادې لوبغاړې او د مړینې د خبر په اورېدو خفه شوی یم.

د هندوستان طنزیه فلمي لوبغاړي جاني لېور هم پر خپله ټوېټر تېره میاشت یې چې د ممبيي پولیس ننداره (شو) کې له هغې سره ولیدل. د هغې پر خوله تل مسکا وه او موږ به چې سره مخامخېدو نو په مورنۍ ژبه تیلوګو مو خبرې کولې:

"هغه ستره فلمي لوبغاړې وه او یاد به یې تل ژوندی وي."

د بالیووډ نامتو لوبغاړې پریټي زینټا لیکلي، کله مې چې واورېدل چې زما همېشنۍ د خوښې اداکاره نوره له موږ سره نه شته، زړه مې مات او ټکان مې وخوړ.

د هریتیک روشن پلار او د بالیووډ فلمي لارښود راکيش روشن پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د سري دېوي پر مړېنه خواشیني دی او خدای دې د هغې په ناڅاپي مړینه د هغې کورنۍ ته صبر او زغم ور کړي.

وارون داوان لیکلي، سري دېوي په څلور کلنۍ کې هنر ته مخه کړې او میراث به یې د تل لپاره پاتې وي.

په خدا ګواه کې د امیتاب بچن ترڅنګ د افغانانو په توګه د فلم مخکښ رول لوبولی و، چې ځینې برخې یې افغانستان کې هم جوړې شوې وې.

هندي فلمي لوبغاړي هریتیک روشن ویلي، له سري دېوي سره یې ډېره زیاته مینه لرله. دی وايي لومړی فلم شوټ یې له سري دېوي سره و او د هغې په مخ کې دی یوڅه پښه نیولی و.

اړونده مطالب

ورته مطالب