بالیووډ کې د "تاریخ تېرو" هنرمنو پړاو بشپړ شوی؟

د انځور حقوق AFP

سري دیوي چې د بالیووډ مخکښه ستورې بلل کېده ناڅاپه مړه شوه. په مرګ پسې یې خلک مختلفو ګنګوسو ته هم هوا ور کوي.

ځینې تلوېزوني چینلونو د سري ديوي مرګ ته پراخ خبري پوښښ ور کول د ځان په ګټه طلايي چانس وباله، مګر نورو خورا سرسري خپور کړ، خو دا ډول تلوېزونونه وغندل شول.

له دې سره سره د بالیووډ پړکېدونکې او خوبونو نړۍ کې پر ترخه حقیقت هم خبرې کېږي، هغه دا چې د نوم، شهرت او دولت په دې ځلېدونکې نړۍ کې د عمر زوال یو څوک له څنګه فشار سره مخ کوي.

په داسې چاپېریال کې هنرمنې (هنرمندې) د ځان ځوان ساتلو لپاره عجیبې غریبې هڅې کوي، چې مختلفو عملیاتو او درملو ته یې ور ټېل وهي.

د سري دېوي هنر، خدا ګواه فلم او افغانستان

د ناندریز هندی فلم ننداره، د پولیسو او احتجاجیانو اخ و ډب

جنرال دوستم په هالیووډ کې، '۱۲ پیاوړي' فلم نندارې ته وړاندې شو

د سري دېوي د ناڅاپي مرګ سبب که هرڅه وي، خو له دې نظر هم سترګې نشي پټېدلی چې بالیووډ کې یو اتل له ۵۰ کلنۍ وروسته هم له یوې ۲۵ کلنې اتلې سره رومانس کوي، خو په اصل کې د عمر له مخې دا هنرمنه تاریخ تېره ده.

پریم رتن دھن پایو د انځور حقوق Prem Ratan Dhan Payo

د بېلګې په ډول سلمان خان ته وګورئ. ۵۱ کلن سلمان خان په "پریم رتن دن پایو" کې له خپل ځان نیمايي عمر هنرمنې سونم کپور سره د اتل رول درلود.

خو د سونم کپور په دې رول کې د مادهوري دکشټ یا سري دیوي په څېر اتلې ډېرې اغېزناکې ښکارېدلی شوې، ځکه چې د سونم او سلمان د عمر توپیر په پرده روښان لیدل کېده، خو بیا هم فلم کامیاب و.

دلته ګرمه یواځې د فلم جوړوونکي نه ده، بلکې د ټولنې فکر یا ذهنیت هم دی.

د سلمان خان یاد دې په خیر وي، د هغه فلم "بجرنګي بهايي جان" په چین کې خپرېدونکی دی، خو دا به لیدلی شي چې د ګټې له پلوه په چین کې د عامر خان د فلم "سیګرټ سوپر سټار" ریکاډ ماتوي که نه .

نیمه ښځه نیمه سپۍ؟

د انځور حقوق PHANTOM

انوشکا شرما او رنبیر کپور خپلو کې ښه ملګري بلل کېږي، په دې ورځو کې یې "ای دل هې مشکل" په څېر بریالی فلم هم خپور کړی دی.

دا اونۍ د انوشکا فلم "پري" هم خپرېږي.

په پري کې د انوشکا د بڼې جوړوونکی کلوور ووټن وايي، چې ده او انوشکا په ګډه رنبیر کپور د ساده ښکارولو هڅه کړې ده.

ووټن رنبیر ته ویلي، چې فلم کې انوشکا نیمه د ښځې او نیمه د سپۍ رول لري او رنبیر هم دا خبره ریښتیا بللې ده.

څه وخت وروسته چې انوشکا له رنبیر سره ویني، نو د خلکو په مخ کې پوښتنه ترې کوي چې فلم کې د سپۍ کوم رول ور کړل شوی، نو شوټنګ به یې څنګه کوي.

د دې خبرې په اورېدلو سره خلکو له خندا تشي نیولي و.

اړونده مطالب

ورته مطالب