پاکستانی مېړه: چینايي پوځیانو مې مېرمن بربنډه کړې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د چین روزنځیو کې ساتل شوو ښځو ته ویل کېږي چې له پاکستانیو مېړونو سره اړیکي پرې کړي.

د چین سینکیانګ ایالت کې چې اکثریت وګړي یې مسلمانان دي حکومت د سمون مرکزونه جوړ کړي.

چینايي حکومت وايي دا مرکزونه د توندلارۍ د مخنیوي لپاره دي، خو نړیوالې نیوکې پر کېږي.

د دغه ایالت له مسلمانو سره ځینې پاکستانیانو ودونه کړي او تېرو ورځو کې یې له اسلام اباد وغوښتل چې د دوی مېرمنې خوشې کړي.

څو داسې پاکستانیانو له بي بي سي سره خبرې کړې چې دې روزنځیو کې ساتل شوې مېرمنې بېرته ور سپارل شوې دي.

دوی داسې کیسې کوي چې د مرکزونو حالت او له خلکو سره د چلن پته ترې لګي.

* چين؛ د اویغوريانو پر ډله ییزه نيونه د ملګرو ملتونو اندېښنه

* چین کې د یو میلیون مسلمانانو د نیولو مسؤول څوک دی؟

که چین کې دې روزګار برابرېږي، غواړې جایداد ولرې، نو له چینایۍ سره به واده کوې، ځکه بهرني ته څوک ځمکه نه ور کوي.

هلته ډېرو پاکستانیانو په همدې وجه ودونه کړي او د خپلو مېرمنو په نومونو یې جایدادونه رانیولي، چې خپل کاروبار نور هم پراخ کړي، ځکه دوی باوري دي چې پاکستان او چین ملګري دي او دوی ته زیان نه رسېږي.

خو د مسلمانانو پرضد د چین د اوسني چلن له امله دا پاکستانیان هم بچ شوي نه دي.

دوی له بي بي سي سره خبرو کې خپل اصل نوم په دې نه وايي، چې بیا به خطر سره مخ شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption چین کې بهرني کاروباریان هغه وخت جایداد اخیستلی شي چې چینايي مېرمن ولري.

بدل نوم سره ظهیرالدین وايي، د پاکستان د پنجاب دی. پر ۲۰۰۰ کال سینکیانګ ته تللی او هلته د سبو یا سبزي او اغوستوکو یا پوشاک کار کوي.

یوه ورځ سینکیانګ کې له صوبیه سره مخ کېږي، وروسته واده سره کوي چې اوس دوه بچي هم لري.

ظهیرالدین اسلامي اغوستوکي لکه څادري، حجاب او ټیکري پلوري، یوه ورځ دوکان کې نه وي، چینايي پوځیان یې پر هټۍ چاپه اچوي او صوبیه له ځان سره بوځي.

صوبیه روزنځي کې له نهو میاشتو تېرولو وروسته خوشې کېږي.

ظهیرالدین وايي، مېرمن ته یې نهه میاشتې دغه روزنځي کې د اسلام ضد رزونه ورکول کېده، ان څو ځلې د نارینه چارواکو مخ کې بربنډه کړل شوې او ورته ویل شوي چې بربنډتوب څه د شرم خبره نه ده.

* د ختیځ ترکستان اسلامي حرکت

* چین سینکیانګ کې پر اوږدو ږیرو او حجاب بندیز لګولی

نوموړی زیاتوي: "په صوبیه هغه خواړه خوړل شوي چې اسلام کې بند دي او که یې نه خوړل نو وږې ساتل شوې ده".

د هغه په خبره، صوبیه ته ویل کېدل چې د دوی د خوښې خواړه وخوري او ور سره د چین کمونېسټ ګوند مننه وکړي:

"دغه روزنځي کې د نڅا او نریو جامو اغوستلو روزنه هم ور کړل شوې د نه منلو په وخت چارواکو تاوتریخوالی ور سره کړی دی".

دی وايي مېرمن یې ورته ویلي چې مرکز کې یې د چارواکو له غوښتنو سره سم ژوند پیل کړ، نو نرمي ور سره پیل شوه:

"بیا یې یوه ورځ د ښه چلن قسم ور کړ، پاسپورټ یې ترې ضبط کړ، او په دې شرط یې خوشې کړه چې له اسلامي اصولو، مسلمان خاوند او بچیو به لرې اوسي".

Image caption پاکستانیانو له اسلام اباد هم غوښتي چې د چین حکومت اړ کړي چې د دوی ښځې ور پرېږدي.

د ګلګت بلتستان اوسېدونکي عبدالکریم مېرمن هم چینايۍ ده، چې لا هم روزنځي کې ده.

دی وايي میاشت کې دوه ځلې ټلېفوني خبرې ور سره کوي، بله خبره نشي کولی یوازې دومره وايي په تمه اوسه.

"دا وايي چې روزل کېږي، ښه ډول روزنه اخلي او هڅه کوي چارواکي ډاډه کړي او ووځي".

خو عبدالکریم ناهیلی دی وايي، نورې سرچینې ورته وايي چې مېرمن به یې ژر خوشې نه شي.

"دې ته د اسلام ضد روزنه ور کول کېږي او ټول هغه کارونه ور سره کېږي چې اسلام کې منع دي".

د انځور حقوق Getty Images

ذوالفقار علي هم د ګلګت بلتستان او د چینایۍ خاوند دی.

دی وايي، یو نیم کال مخکې پولیس کور ته ورغلل او مېرمن یې ترې بوتله.

"چارواکو زما کور کې قران کریم او د ځینې داسې خلکو سره په اړیکو نیوکه کوله چې په اسلام عمل کوي. همدا وجه وه چې اوس هم زما مېرمن دې روزنځي کې نظر بند ده".

د هغه په وینا، دې روزنځي کې بل څه نشته بس دا ورته ویل کېږي چې مذهب د انسان ژوند ته اهمیت نه لري.

"د نیولو لومړیو کې مې ور سره خبرې نه شوی کولی، خو له څلورو میاشتو راهیسې هرو لسو ورځو کې په ټلیفون خبرې ور سره کووم. په ټلېفون ځان عادي ښيي خو عادي نه ده".

د نوموړې مېرمنې ته یې د پنځو دقیقو خبرو وخت ور کول کېږي چې درې مینټه د مېړه او دوه د مور سره خبرې کوي.

دی وايي څو ځل یې ورته وویل چې له لور سره هم خبرې وکړي، خو هغه یې نه کوي، وجه هم نه ښيي، خو وايي نه غواړي.

د انځور حقوق Getty Images

شاهزېب سومرو سیند کې د یوې کاروبارۍ کورنۍ غړی دی.

چین ته د سفر پر مهال له شهلا نومې مسلمانې سره مخ کېږي، دواړه ګډ کار پیلوي او بیا واده سره کوي.

خو یوه ورځ پولیس راځي او مېرمن یې بوځي.

سومرو وايي، د شهلا له یو کال ډېر وخت وشو چې نظر بند ده.

"میاشت کې درې څلور ځل ور سره خبرې کووم. دا وايي ژر به خلاصه شي، خو زه چې پوهېږم دا ډول مېرمنې له دوو کلونو وروسته پرېښودل کېږي او اوس له پاکستانیو مېړونو سره اړیکي هم نه ساتي".

دی وايي دا ډول درې مېرمنې پاکستان ته تللې، خو هلته هم له ستونزو سره مخ دي.