ولې د یوې بلې ژبې زدکړه اوس ډېره اړینه ده؟

ژب زدکړه د انځور حقوق Getty Images

د یوویشتمې پيړۍ د دوهمې لسیزې وروستیو ته نږدې کېږو. د پوهې او ټیکنالوجۍ چټکې ودې ته په کتو سره که د روانې پېړۍ د وروستیو وختونو استوګن زموږ نننی ژوند تصور کړي ښايي موږ به ورته د تېرو پېړو خلک ښکاره شو.

د هغو کلونو د استوګنو په څېر به موږ ته هم سخته وي چې د دې پېړۍ په پای کې د انسان ورځنی ژوند تصور کړو.

نوښت، همکاري، اړیکې او انتقادي فکر د یوویشتمې پېړۍ د خلکو د اړتیا وړ مهم مهارتونه دي. ژبه د دغو ټولو مهارتونو په لوبولو کې مهمه ونډه لري.

د نړۍ سوداګري او کلتور هم له پخوا ډېر له یو بل سره اوډلي دي.

انټرنټ او معلوماتي ټیکنالوجي د خلکو په فردي او ټولنیز ژوند کې مهم بدلون راوستلی دی، په دې اساس د نویو ژبو زدکړه د اوسنۍ نړۍ د انسانانو په مهم مهارت بدلېږي.

ولې د ژبې زدکړه له بل هر وخت نه اړینه ده؟

د نویو وسایلو پر مټ پرمختللې څېړنې موږ ته د ژبې په هکله نوي دریڅې پرانیځي. د کمپیوټري اصطلاحاتو ژبپوهنه، د ژبې ټولنپوهنه، د ژبې اروا پوهنه، د ژبې فلسفه، د دویمې ژبې زدکړه، حقوقي ژبپوهنه، د پېژندګلوي ژبپوهنه او ځېنې نورو په هکله د مختلفو پوهنتونونو مطالعې هغه بېلګې دي چې هره ورځ د ژبې په اړه کره او پوره معلومات را کوي.

دلته د یو انسان په فردي او ټولنیز ژوند کې د ژبې د زدکړې څو مهمو ګټو ته تم کېږو.

د انځور حقوق Getty Images

ژبې زده کولو سره د مغز کار ښه کېږي

د پوهنتونونو مختلفو څېړنو ښوولې چې د نوې ژبې زدکړه ډېرې ګټې لري. په دې لړ کې په ۲۰۱۲ کال کې د نورثوسټرن پوهنتون د هغو کسانو د مغزو سکن وارزول چې لږ ترلږه د ورځې دوه ژبې په فعاله توګه کاروي. دا څېړنه ښيي چې د دغو کسانو حافظه وده کوي، تمرکز یې ډېریږي او د زړښت په عمر کې د دوی د ذهني توان د کمېدو خطره کمېږي.

د نوې ژبې زدکړه پرېکړې بهتروي

کله چې په نوې ژبه یوه نوې پرېکړه کوو دا د دې لامل ګرځي چې په هغه ژبه کې منطقي فکر وکړو او احساساتي پرېکړه و نه کړو.

زرګري ژبه؛ هغه سریال چې اروپا ته د افغانانو د تګ مخنیوی غواړي

جګړه او ادب او هنر

د ۲۰۱۲ کال د شیکاګو د پوهنتون څېړنه ښيي، د نوې ژبې کارونه د پرېکړې په وخت کې د تعصب اندازه حداقل ته را کموي يا په بله وینا کله چې په بله ژبه کې شميرې ښکته او پورته کړو ډېر کم پېښېږي چې په احساساتي لومه او اړخ نیونه کې ښکېل شو یا ناسمه پرېکړه وکړو.

په دې اساس په بله ژبه پرېکړه کول د مورنۍ ژبې پرتله د احساسي پرېکړو کچه ټيتوي. له دې ور اخوا په بله ژبه مطالعه کول نوښت ډېروي چې دا خپله په ښه پرېکړه کې مهم رول لوبوي.

د نوې ژبې زدکړه د نویو ملګرتیاو فرصتونه رامنځته کوي

ډېری وخت له یو داسې کس سره مخ کېږو چې کلتور او ژبه یې متفاوته وي او زړه کې ارمان کوو چې کاش د هغه کس ژبه مو زده وای چې ور سره مو لا پخه اړیکه پاللې او د هغه له کلتور څخه مو ځان ډېر خبر کړی وای.

نورو ته د خپلې ژبې د ویونو او عبارتونو ورښوول د دې لامل ګرځي چې هغوی زموږ کلتور ښه درک کړي.

هېڅوک وخت نه لري چې د نړۍ ټولې ژبې زده کړي. که غواړو یو کس یا یو کلتور ډېر وپېژنو، له شک پرته د هغه کس یا کلتور ژبه د دوی د پېژندلو ښه وسیله ده.

د نوې ژبې زدکړه موږ ته د نړۍ د بېلابېلو خلکو او کلتورونو په اړه مثبت فکر راکوي او په دې ترتیب د نویو کلتوري ملګرتیاوو لپاره ډېر چانسونه پیدا کېږي.

د انځور حقوق Getty Images

د نوې ژبې زدکړه ډېر کاري فرصتونه رامنځته کوي

نړۍ چټکه وده کوي. ډېر شرکتونه د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو او نویو بازارنونو کې د کار د پراخولو یا پیلولو په فکر کې دي.

څو میلیتي ستر شرکتونه هره ورځ د ښه کاري ځواک په لټه کې دي. دا شرکتونه داسې کسان غواړي چې نړیوال لیدلوری ولري او لږترلږه په یو بله ژبه هم خبرې وکړای شي.

په وړو شرکتونو او سازمانونو کې هم د هغو کسان د پرمختګ چانس ډېر دی چې په بله ژبه بلد وي.

د نوې ژبې زدکړه د دې لامل ګرځي چې موږ په خپل اوسني کار کې هم ډېر پرمختګونه وکړو.

د نوې ژبې زدکړه د تحصیلي پرمختګ لامل ګرځي

ډېرې څېړنې ښيي چې د هغو زدکړیالانو د تحلیل مهارتونه پرمختګ کوي چې یوه نوې ژبه زده کوي.

پر دې سربېره نوې ژبه د اورېدو مهارتونو ته هم وده ورکوي او په پایله کې په ټولګي کې د ښې زدکړې لامل ګرځي.

له بل کلتور سره مخامختیا موږ ته د خپل کلتور په هکله ژور درک را کوي

په یوه نوې ژبه پوهېدل په دوو لارو موږ ته خپل کلتور را پېژني؛ یو د هغو کتابونو لوستل چې د هغې ژبې د کلتور په اړه لیکل شوي او بل د خپلې او نوې ژبې د کلتوري ارزښتونو شنل او پرتلل.

بېلابېلې ژبې له یو بل سره په اړیکه کې دي، یو بل ته ویونه پور ورکوي او د ژبې پر جوړښت هم اغیز کوي.

د نوې ژبې په زدکړې سره موږ د خپلې ژبې په هکله مهم ټکي او معلومات هم زده کوو.

د ایران لومړنيو ښوونځيو کې د انګریزي ژبې په زدکړه بندیز

ترکیې کې کلیوال خلک 'د مرغانو ژبه' وايي

د نوې ژبې زدکړه له موږ سره دا مرسته هم کوي چې د کلتوري توپیرونو په ګټه پوه او له قومي تعصب سره مبارزه وکړو.

د نوې ژبې زدکړه موږ ته د هنر، ابیاتو او فلسفې د نوې تجربې ورونه خلاصوي

نوې ژبه د انساني اړیکو په اړه زموږ درک ته وده ورکوي ځکه له مختلفو لارو او نوي کلتور په مرسته انسان او ارزښتونو ته یې کتلی شو. دا چانس هم لرو چې د بلې ژبې شعر، فلم، رومان، داستان او فلسفه وګورو او ولولو او خوند ترې واخلو.

د کډوالۍ او مسافرت لپاره هم د ژبې زدکړه لازمه اړتیا ده

کډوالي هغه ښکارنده ده چې له بل هر وخت نه په یویشتمه پېړۍ کې ډېر شوی.

له هېواده بهر مسافرتونه هم په ټولو هېوادونو کې مخ پر وده دي. که له یو ښار نه بل ښار یا له یو هېواد څخه بل هېواد ته لاړ شو، ډېر امکان شته چې له نوې ژبې او کلتور سره مخامخ شو.

دا هیله نشو لرلی چې د کډوالۍ پر مهال که یو کس د هغې ټولنې اړینه ژبه زده نه وي، نو خپلو موخو ته ورسېږو دا یو واقیعت دی چې د ژبې زدکړه د کډوالۍ او مسافرت لازمه اړتیا ده.

دا یوازې د نوې ژبې د زدکړې د څو ګټو بېلګې دي په دې شرایطو کې د یویشتمې پېړۍ د خلکو لپاره د ژبو زدکړه له بل هر څه مهم دي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د بلې ژبې زده کړه

اړونده مطالب

ورته مطالب