صحرا دښته په یوه پېړۍ کې لس سلنه پراخه شوې

صحرا د نړۍ تر ټولو ستره دښته ده. خو اوس نوره هم په خورېدو ده. دا دښته په یوه پېړۍ کې لس سلنه پراخه شوې.

یوې نوې څېړنې موندلې چې صحرا د سویل په لور په خورېدو ده او سودان او چاد هېوادونو ته پراخېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سهارا د نړۍ تر ټولو ستره دښته ده.

دې دښتې نه یوازې زرغونې سیمې په شاړو دښتو بدلې کړي، بلکې اوس یې د کرکېلې سیمې هم له ګواښ سره مخ کړې دي.

د صحرا بشپړ پراخوالی ۹۲ کیلومتر مربع دی، خو په تېره یوه پېړۍ کې په دې کې د پاکستان هېواد په کچه زیاتوالی راغلی.

د چاپېریال مجلې د څېړنې له مخې ساینسپوهان په دې نظر دي چې دا د چاپېریال د بدلون له امله شوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption صحرا دښته کې موسم هم په ګرمېدو دی.

په یوه نوې څېړنه کې ساینسپوهانو له ۱۹۲۰ څخه راوروسته په افریقا کې کېدونکی کلنی باران ثبت کړی او دا یې څرګنده کړې چې د انسان په لاس په چاپېریال کې بدلون دغه سیمه له دې حالت سره مخ کړې.

دا ساینسپوهان باور لري چې دغه چاره به راتلونکي کې هم دوام وکړي.

د دغې څېړنې یوه پروفیسور ویلي چې څېړنې یوازې تر صحرا دښتې پورې محدودې نه دي بلکې ټوله نړۍ پکې راځي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د صحرا شاوخوا سیمې په دښتو بدلې شوې.

په نړۍ کې د وګړو د شمېر زیاتېدو سره د دښتو په شاوخوا کې د اوسېدونکو شمېر هم زیات شوی چې دا پخپله د دښتو د زیاتېدو لامل ګرځي.

یوه بله څېړنه بیا ښيي چې په افریقا کې د ګرمۍ موسم لا نور په ګرمېدو دی، خو د ژمي موسم بیا ورو ورو لنډ او مخ پر تودوخه دی، دا بدلون پخپله د وېرې حالت زېږوي.

اړونده مطالب