بریالی ژبزدکوونکی کومې ځانګرنې لري؟

د انځور حقوق Getty Images

د ژبې زده کول ټولو ته یو ډول نه دي. ژبزدکوونکي یو له بله توپير لري.

هر څوک چې څنګه محیط کې لوی شوی همغسې د ژبې زده کولو سبک لري.

موږ هر یو جلا ځانګرې لرو چې زموږ پر زدکړه هم ډېر تاثیر لري.

په پای کې موږ ټول په یو ډول ژبه نشو زده کولی.

د ژبې په ځینو برخو کې ښایې ډير مهارتونه ولرو او په ځينو برخو کې بیا ښایي چې دومره مهارت ونه لرو.

* ولې د یوې بلې ژبې زدکړه اوس ډېره اړینه ده؟

* هوايي شرکت د شعر په ژبه د شکایت ځواب ورکړی

څیړونکو د ژبې د بریالۍ زدکړې لپاره د بېلابېلو ټکو یادونه کړې.

د ساینسي مشورو په کارولو سره موږ شو د ژبې په برخه کې خپل فعالیت ښه او چټکتیا لا ډېرولی شو.

ښه خبره دا ده چې دغه ځانګړنې ډير اسانه په تمرین لاس ته راځي.

دلته هغه درې ځانګرنې لولو چې د ژبزدکړې په برخه کې د بریا راز ګڼل کېږي.

د ابهام پر وړاندې زغم

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption د نوې ژبې زده کول له ناپيژندو کلتورنو او رواجونو زموږ ویره کموي

د ارتقا له مخې انسان له هغه څه سره په احتیاط چلن کوي، چې ور سره بلد نه وي.

کله چې د راحتۍ له خوږې ودانۍ بهر وځو نو د ارامۍ او نارامۍ درجه د ابهام سره مستقیمه اړیکه نیسي.

ښایي زموږ هر یو زړه ته ناپيژند ډار لار وکړي، خو د نوې ژبې زده کول له ناپيژندو کلتورنو او رواجونو زموږ ویره کموي.

بریالی ژبزدکونکی د ابهام، نامعلوم حالت او له ځان بې ځوابه پوښتنو ته صبر او حوصله کوي.

تل دا هڅه کوي هغه څه چې اوري او یا یې لولي په اصلي هدف یې ځان پوه کړي او ورو ورو له بېلابېلو لارو ابهام له منځه یوسي.

تل فکر او هڅه کوي چې خپلو اټکلونو ته یو شاهد ومومي.

په یوه متن یا ټولګي کې ناپيژندل شوي لغات، ډیره ستونزمنه پوښتنه چې په هدف یې نه پوهېږو، یا داسې ویډیو چې د ویونکي په لهجه پوهیدل یې راته ګران وي د ابهام یو څو بېلګې دي چې د ژبې د زده کولو پر مهال ښایې ورسره مخامخ شو.

* د درېیو کسانو ژبه

* پډ من: په خوږه ژبه ویل شوې سختې خبرې

څومره چې د ناپيژندو پر وړاندې زغم ډیر کړو، په ورته مهال ابهام له منځه یوړلو هڅه او لېوالتیا ډېره کړو، نو له دې هر یوه یو څه زده کوو.

پر ۲۰۱۳ کال د لوېدیځې اسټرالیا پوهنتون یوه څیړنه ښيې چې زغم د ابهام پر وړاندې دا مرسته کوي، چې راتلونکي کې په ټولینزو مسلو او د نورو ژبو د زدکړې په برخه کې لږ اندېښنه ولرو.

څومره مو چې د ژبې د زدکړې تجربه ډیره وي له نامعلومو شیانو سره په اسانۍ جوړ راتلی شو.

د ابهام پر وړاندې زغم تر ژبزدکړې نه لنډېږي.

په ۲۰۱۵ کال په مکسیکو کې د کالیما پوهنتون د حسابدارۍ اوستاد روبرتو اسپریتو اولموس د کمپلوتنسه مادرید پوهنتون له استاد میګل ساسترکاستیلو سره یو ځای ګډه څیړنه وکړه.

د دوی څېړنې وښوده هغه خلک چې د ابهام پر وړاندې زغم لري ډېر ښه کار رامنځته کوونکي دي او له پېښو سره په ډېره هیلمنتیا او نوښت چلن کوي او د هیڅ ډول خطر په کیسه کې نه دي.

پر دې هر څه سربېره څومره چې له نورو سره د اړیکو لیوالتیا ولرو هغومره مو د نويو مطالبو د زدکړو چانس ډېرېږي.

د ژبزدکړې د ښوونکي تر ټولو بریالۍ لار دا ده چې زدکوونکي ښوونیزو بحثونو او فعالیتونو کې ګډون ته وهڅوي.

د بېلګو لټون

د انځور حقوق Getty Images
Image caption څوک چې ژبې زده کوي ډېر نوښتګر وي.

قوانین او بېلګې تل ژبې ته یو شکل ورکوي.

پر ۲۰۱۶ کال د نورث وسترن پوهنتون څیړنې وښوده، چې د ژبنیو بېلګو زدکړه په ښکاره یا پټ ډول په مغز کې تر سره کیږي.

موږ د ژبې د زدکړې پر مهال ډیری قانونونه په ناخود اګا ډول زده کوو، خو ډيرې بېلګې هم شته چې په خود اګاه ډول یې باید زده کړو او هم یې له ځان سره تمرین کړو.

د ژبې زدکړه د نورو مهارتونو د زده کولو په شان باید وساتل شي او په دوامداره توګه باید تعقیب شي. د دې مهارتونو د زدکړې لپاره هیڅ ډول منځنۍ لار نشته.

د ژبې د زدکولو د بریالیتوب د اندازه کولو تر ټولو غوره لار دا ده چې ځان له ځان سره پرتله کړو.

بریالۍ زدکوونکی هغه دی چې کرار او دومدار مخ ته لاړ شي.

اړونده مطالب