" زندان کې د سلمان خان لومړۍ ورځ څنگه تېره شوه؟"

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

سلمان خان جېل ته د لېږدولو پر مهال.

هندوستان ټايمز په زندان کې د سلمان خان لومړۍ ورځې ته کتنه کړې او وايي چې د سهارنۍ له خوړو او چاى څښلو يې ډډه کړې خو د غرمنۍ لپاره يې بيا دال او يو بل ډول خواړه چې د بېلابېلو سابو گډوله وه له پاستو سره خوړلي دي.

د ورځپاڼې په وينا د نوموړي فلمي همکاره پرېتي زنتا هم په جود پور کې زندان ته ورغلې وه او ٢٠ دقيقو لپاره يې له ښاغلي خان سره وکتل.

د سلمان خان دوه خويندې "الويرا" او "ارپيټا" هم زندان ته ورغلل او ٢٥ دقيقې يې خپل ورور سره تېرې کړې.

ورځپاڼه ليکي سلمان خان پس له غرمې د درې ساعتونو لپاره ويده شوى هم و.

د جود پور زندان مشر وکرم سنگه ورځپاڼې ته ويلي تېره شپه ښاغلي خان ته څلور کمپلې ورکړل شوې او پر ځمکه ويده شو.

د قاضي بدلېدل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

سلمان خان د بالیووډ د وتلو ستورو له ډلې دی.

د سلمان خان وکيل د جمعې په ورځ په محکمه کې د استيناف غوښتنه وکړه، خو د غوښتنې اورېدلو لپاره د قاضیانو پلاوی نیمګړی و.

ټاکلې نن بیا په ضمانت د نوموړي د خوشي کولو غوښتنه وي.

له بلې خوا محکمې هغه قاضي بدل کړی چې د سلمان خان د ضمانت قضیه یې اوروله.

د راجستان سترې محکمې وېبپاڼه کې ویل شوي چې د بدلون فرمان له مخې، د رویندر کومار جوشي په ځای به چندر شیکر شرما ګومارل شوی دی.

قانونپوهان وايي، له دې حکم وروسته دا په رویندر کومار جوشي پورې تړلې چې د شنبې په ورځ د سلمان خان د ضمانت قضیه واوري که نه.

سلمان خان ولې بندي شو؟

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

سلمان خان د تور غرڅه د ښکار له امله بندي شو.

د هند د راجستان ایالت یوې محکمې تېره پنجشنبه سلمان خان په پنځه کال بند محکوم کړ.

پر نوموړي تور دی چې په ناقانونه توګه یې د هغو غرڅو ښکار کړی چې نسل یې په ورکېدو دی او په ډېر کم شمېر کې موندل کېږي.

محکمې همدا رنګه سلمان خان لس زره هندۍ کلدارې جریمه کړی هم دی.

په قضیه کې پر سلمان خان سربېره د هندي سینما یو شمېر نور ستوري لکه سیف علي خان، تبو، سونالي بېندرې او نیلم هم تورن شوي وو، خو محکمې په خپله پرېکړه کې هغوی ته برائت ورکړ.

تور غرڅه

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

د تور غرڅه ښکر لوی او د غرڅې ښکر واړه وي.

سلمان خان د تور غرڅه ښکار د زندان تر تورو تمبو ورساوه.

دا هوسۍ په هند، پاکستان او نېپال کې موندل کېږي، دوی ځینې سیمو کې لږ او ځینو کې دومره ډېرې دي چې ان کروندې زیانمنوي.

د دوی ځانګړنه دا ده چې له وخت او حالاتو سره ځان بدلوي.

د نر غرڅه په هکله بله ځانګړنه دا ده چې په وسه یا مون سون موسم کې تک تور برېښي، خو یخني کې دا رنګ کمېږي او اپرېل کې بیا نصواري کېږي.

د انسان په زیاتېدلو، د نورو ژویو په ډېرېدلو او صنعت زیاتېدلو سره پر دوی بوج زیاتېږي.

دوی په هند کې ځانګړی نوم لري او د هغو ژویو په ډله کې دي چې په ښکار یې یو مخ بندیز لګېدلی دی.

سلمان خان د ۱۹۹۸ کال د سپټمبر پر ۲۶ د یوې هوسۍ او بیا ۲۸ د بلې هوسۍ په ښکار تورن شو.