د تاج محل دوه منارونه نړېدلي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption تاج محل په ۱۶۵۳ کال مغل امپراتور شاه جهان د خپلې مېرمنې ممتاز محل لپاره جوړ کړ.

د هند د اتراپردېش ایالت اګره ښار کې د تاریخي تاج محل ودانۍ په دوو بېلابېلو داخلي دروازو کې دوه منارونه د توپان له امله نړیدلي دي.

چارواکو بي بي سي ته ویلي چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د ۱۳۰ کیلومتره په ساعت کې زورور توپان له امله دغې ودانۍ ۳ متره جګ منارونه نړېدلي.

خو د تاج محل ګېرچاپېره منارونه بیا خوندي دي.

تاج محل په ۱۷مه پېړۍ کې جوړ شوی، د دغې ودانۍ لیدو ته د ورځې دولس زره سیلانیان ورځي او د نړۍ په ۷ مشهورو عجایبو کې هم شمېرل کېږي.

په رانړېدلو منارونو کې یو د شاهي دروازې و، دا هغه دروازه ده چې سیلانیان لوموړی ځل چې باغ ته ننوځي نو په تاج محل یې سترګې لګېږي.

دوهم منار بیا د سویلي دروازې و.

Image caption په رانړېدلو منارونو کې یو د شاهي دروازې و.

په ۲۰۱۵ کې د تاج محل د داخلي دروازې (شاهي دروازې) له پاسه تاریخي څراغ راوغورځېد او مات شو.

تاج محل په ۱۶۵۳ کال مغل امپراتور شاه جهان د خپلې مېرمنې ممتاز محل لپاره جوړ کړ. ممتاز د شاه جهان د څوارلسم ماشوم د زېږون پر وخت مړه شوې وه.

تاج محل له سپینو مرمرو جوړ دی او په ۱۹۳۸ کال یونیسکو د نړۍ د تاریخي میراثونو ډلې ته ورګډ کړ.

د هند حکومت په وروستیو کې د تاج مهل د شاوخوا سیمو څخه د دوړو پاکولو په موخه ځینې فابریکې بندې کړې او د دغه ودانۍ د چاپېریال رغولو لپاره یې هم یوه ډله ټاکلې.

Image caption دوهم منار بیا د سویلي دروازې و.