د ماشومانو لپاره د دویمې ژبې ۶ ګټې

د انځور حقوق Getty Images

نړۍ په بېلابېلو څنډو کې ډېری ماشومان د ژبو ټولګیو ته ځي. په ۲۱ مه پېړۍ کې کډوالۍ ماشومان دې ته اړ کړي چې دویمه یا درېیمه ژبه زدکړي، خو پوښتنه دا ده چې د نورو ژبو زده کول ماشومانو ته څه ګټه لري؟

دلته د ماشومانو لپاره د دویمې ژبې د زدکړې شپږ ګټې ولولئ.

لومړي: د بلې ژبې زدکړه د ماشومانو د ذهن وده پياوړې کوي

د ماشومانو لپاره د ډېرو ژبو د زدکړې د ګټو په هکله ډېرې څېړنې شوي. د ایټالیا د پر مختللو نړیوالو څېړنو د مرکز څېړونکو په ۲۰۰۹ کال کې د ماشومانو د ذهن د ودې په اړه پر دوو اوه میاشتینیو ماشومانو تر سره شوې څېړنه خپره کړې ده.

د څېړنې یو برخه وال ماشوم له پیدایښت وروسته له دوو ژبو سره مخامخ و او بل یې له یوې ژبې سره.

د څېړنې لاسته راوړنه ښیي چې د دو ژبو لرونکو ماشومانو ذهني فعالیت چټک دی.

* ترکیې کې کلیوال خلک 'د مرغانو ژبه' وايي

* ولې د یوې بلې ژبې زدکړه اوس ډېره اړینه ده؟

* د ښځو لپاره د طالبانو انګلیسي مجله

په یوه بله څېړنه کې چې په ۲۰۱۶ کال کې د امریکا د واشنګټن پوهنتون له لوري تر سره شوې، د دوو یوولس میاشتینیو ماشومانو انځورونه وښودل شول.

په دې انځورونو کې د هغو ماشومانو چې له څو ژبو سره یې مخه ده د مغزو فعالیت له هغو ډېر ښکاري چې له یوې ژبې سره سروکار لري.

په یوه بله پراخه څېړنه کې چې په ۲۰۱۲ کال کې د کاناډا د ټورنټو په یورک پوهنتون کې تر سره شوې، ښيي چې د دوه ژبو زدکړه په ماشومانو کې د مغز رنګارنګي رامنځته کوي.

د بېلګې په توګه د هغو ماشومانو چې له دو ژبو سره کار وي د هغو په پرتله چې یوې ژبې سره مخ وي، لږ د حوس ښکار کېږي چې دا خپله د زدکړې او ځیرکتیا مثال دی.

. د انځور حقوق Getty Images

دویم: د بلې ژبې زدکړه تحصیل کې د پرمختګ سبب ګرځي

څېړنې ښيي چې د بلې ژبې زدکړه د ښوونځیو په ازموینو کې د ماشومانو د بریالي کېدلو چانس ډېروي.

یوې مفصلې څېړنې چې په اولس زرو امریکایي زدکړیالانو ترسره شوه، وښودله، هغه زدکوونکي چې بله ژبه زده کوي، په پوهنتونونو کې په لوړو نومرو بریالي کېږي.

درېیم: د بلې ژبې زدکړه د مورنۍ ژبې مهارتونه ډېروي

پخوا به تل دا خبر کېده چې د بلې ژبې زدکړه د ماشومانو ذهن پاشي، خو اوس ډېرې څېړنې ښيي هغه ماشومان چې دوه ژبې زدکوي، د مورنۍ ژبې په ازموینو کې لا ښه وړتیا ښودلی شي.

څلورم: د بلې ژبې زدکړه د فکر په پراخولو کې مرسته کوي

هغه ماشومان چې په ډېرو ژبو خبرې کولی شي موضوعاتو ته له بېلابېلو اړخونو ګوري او د حل لارې ورته لټوي.

په ۲۰۰۹ کال کې د اروپايي کمېسیون د خپاره کړي رپوټ له مخې، په هغو ماشومانو کې چې څو ژبې زدکوي د نوښت، ذهني نرمښت، د مسلو حل او د اړیکو جوړولو مهارتونو ډېر وي.

د انځور حقوق Getty Images

پنځم: د بلې ژبې زدکړه ډېر کاري فرصتونه رامنځ ته کوي

د روغتیا ساتنې، سیاحت، سوداګرۍ او نړیوالو اړیکو کې ډېر کاري فرصتونه رامنځ ته شوي، دوی داسې کس ته اړتیا لري چې لږتر لږه په یوه بله ژپه هم وپوهېږي.

د ښاري سوداګرۍ څېړونکو د ماساچوسټ د ټیکنالوژۍ په موسسه کې په یوې جالبه څېړنه کې چې په ۲۰۰۲ کال کې خپره شوې، ښودلې؛ د امریکا د پوهنتونونو د هغو فارغ التحصیلانو معاشونه چې په ډېرو ژبو پوهېږي دوه سلنه له هغو ډېر دي چې یوازې په مورنۍ ژبه خبرې کوي.

* د څو ژبو ویلو ګټې

* بریالی ژبزدکوونکی کومې ځانګرنې لري؟

شپږم: د دويمې ژبې زدکړه د پیوستون حس پیاوړی کوي

په ۲۰۱۵ کال کې د شیکاګو پوهنتون څېړونکو په یو څېړنه کې ښکاره کړه، هغه ماشومان چې دویمه ژبه زدکوي، کولی شي موضوعاتو ته له بېل اړخه وګوري او ښه درک ولري.

په بله وینا د بلې ژبې زدکړه له ماشومان سره مرسته کوي چې خپل ځان ته بېل دریځ جوړ کړي، نور درک او اړیکه ورسره ټینګه کړي.

د یویشتمې پېړۍ اړتیاوو ته په کتو هغه وګړي چې په ډېرو ژبو پوهېږي، په راتلونکي کې یې د بریالیتوب چانس ډېر وي.

هغه ماشومان چې مور او پلار په ډېرو ژبو پوه کړي وي، ښايي اوس یې په قدر پوه نه شي چې مور او پلار څومره لویه ډالۍ ورکړې خو په راتلونکې کې به ډېر ترې خوشاله وي.

اړونده مطالب

ورته مطالب