د عکسونو البوم: د پښتونخوا خيبر کې لرغوني بودايي اثار

د انځور حقوق Faran Rafi/BBC
Image caption د بودا مذهب له پېړیو پخواني اثار د پاکستان په شمال لوېديځ خيبر پښتونخواه کې شته. يوه برتانوي لرغونڅېړونکي سرجان مارشلي په ۱۹۲۹ کال کې دغه اثار موندلي ول
د انځور حقوق Faran Rafi/BBC
Image caption د څېړونکو په خبره، دغه اثار له ۲۳۰۰ کلونو راهیسې دغه سيمه کې دي. د بودا له اثارو د مهاتما د وخت ۵۰۰ اثار هم موندل شوي دي
د انځور حقوق Faran Rafi/BBC
Image caption دلته له موجوده مجسمو ‎يوازې د مهاتما دغه مجسمه ده چې پرخپل پخواني حالت پاتې ده
د انځور حقوق Faran Rafi/BBC
Image caption له دغو اثارو د مهاتما بده يوه مجسمه ده چې ۱۴متره اوږدوالی لري کابو پرخپل حالت پاتې ده او په دريمه پيړۍ کې جوړه شوې، څېړونکي وايي دا مجسمه د نړۍ تر ټولو پخوانۍ مجسمه ده
د انځور حقوق Faran Rafi/BBC
Image caption د خيبر پښتنونخوا پخوانيو اثارشنونکو په ۲۰۱۲ کال کې خپلې څېړنې پيل کړې او له هغه وروسته بيا د بودا مذهبو د دغې پخوانۍ سيمې په اړه وپوهېدل
د انځور حقوق Faran Rafi/BBC
Image caption دغه سيمه د خان پور ډيم خوا ته پرته ده، پاکستاني چارواکي غواړي دغه سيمه سيلانۍ کړي خو د لارې لرې والی او د سړکونو خرابوالي د سيلانيان د مخنيوي لامل ګرځي
د انځور حقوق Faran Rafi/BBC
Image caption د بودا دغه پخواني اثار د متحده ايالاتو له يونیسکو اداراې سره هم ثبت دي او دغه اثار يې په نړيواله کچه پېژندل شوي. د تاريخي اثارو د لټون پرمهال ډېر پخواني اثار خلکو له ځان سره کورونو ته وړي دي

اړونده مطالب