پښتنې اوس تر پخوا ډېر کتابونه ژباړي

ژباړه
Image caption نن سبا ډېرې پښتنې ژباړه کوي، خو له یوې بلې خبرې نه دي

ایا په دې وروستیو کې مو کوم داسې کتاب لوستی چې یوې پښتنې ژباړلی وي؟

که همدا پوښتنه مې څو کاله وړاندې کړی وای، ښایي د ډېرو ځواب به "نه" و.

خو اوس ښکاري چې دا حالت بدلېدونکی دی. یو شمېر پښتنې اوس په دې ډګر کې ډېرې فعالې شوي او د خپل غږ ایستلو ته یې لار موندلې. دوی اوس خپله ژبه د کتابونو په ژباړلو پالي.

د هغو پښتنو ښځو شمېر چې ژباړې کوي ‌‌‌‌‌‌ډېر خو پراګنده دی. المان مېشته اناهیتا روهي یو له همدې ښځو ده. لس کاله کېږي بې دمې ژباړې کوي. ‌‌‌‌‌‌ډېر کتابونه ماشومانو ته ژباړي. دې راته وویل:

"زامن مې چې واړه وو، دلته به مې له کتابتونه د وړو کیسې ورته راوړلې. ‌‌‌‌‌‌یو وخت مې پام شو چې دا ‌‌‌‌‌‌ډول کتابونه پښتو کې بیخي نه شته. نو راځه ژباړه یې وکړه"

Image caption پښتنو ښځو تر ډېره د ماشومانو لپاره کتابونه ژباړلي

وږمه وردګ د پښتو ادبیاتو د ماسټرۍ محصله ده چې په دې وروستیو وختونو کې یې ژباړې هم پيل کړي. دې ته بیا نورو ورپام کړ چې ژباړه وکړي. راته یې ویل:

"نورو مې چې پښتو نثر ته کتلي و راته ویې ویل چې ښې ژباړې به وکړای شم"

خو ولې ژباړه مهمه ده؟ دا پښتنې څرنګ په خپلو ژباړو پښتو پالي؟

اناهیتا په دې باور ده چې ژباړه د کلتورونو د تبادلې ښه وسیله ده. هغه وايي، د یوې ټولنې افکار د هغوی کتابونو کې وي. او دا کتابونه که سره وژباړل شي فکرونه سره تبادله کېږي.

وږمې ته ژباړه د ټولنې په ذهنیت جوړونه کې مهمه ښکاري.

"زموږ ټولنه فکري رغونې ته اړتیا لري. نو ولې د یوې بلې ټولنې له روغو فکرونو استفاده ونه کړو او خپل پرې جوړ نه کړو؟"

خو کیسه دومره هم اسانه نه ده. د بلې هرې پښتنې غوندې دوی ته هم ټولنې ته راوتل بې جنجاله نه دي. د اناهیتا په وینا:

"لومړیو کې سخته وه. ما په خپله ژباړه پيل کړه. بې تجربې وم. لارښوونې ته مې اړتیا وه، خو اړیکې مې نه لرلې. هغه وخت به مې ارمان کاوه چې کاش نارینه وای. خو اوس چې د خواله رسنیو کې یم، دا ستونزه مې نه شته. لېکن د کتاب چاپول لوی جنجال وي. کله یې یو څوک ژمنه وکړي بیا یې پرېږدي"

Image caption د سوفي نړۍ ناول وږمې وردک او د هغې یو ټولګیوال په ګډه ژباړلی

وږمې یو د "پاولو کولیو" او بل یې د سوفې د نړۍ په نوم فلسفي ناول له یو ټولګیوال سره په ګ‌‌‌‌‌‌ډه ژباړلي. نوموړې کابل کې اوسي. ځکه نو کتابتون ته یا خپرندویه ټولنې ته تګ راتګ ورته له عذابه کم نه دی.

له اکسوس خپرندویه ټولنې سره څلور نجونې په ژباړې لګیا دي. یو څو نورې بیا مصور خپرندویه بنسټ سره ژباړې کوي. خو پاتې یې لکه له تاره وتلې تسبیح یو خوا او بل خوا پاشلې دي.

دې خواره واره حالت دوه ستونزې جوړې کړي. یوه دا چې دا پښتنې اړیکې نه لري، او بله دا چې بیخي د یوې او بلې له کاره بې خبرې دي.

مثلاً د صوفې نړۍ ناول چې نېم وږمې ژباړلی. خو اناهتیا هم پيل پرې کړی و تر نېمه یې رسولی و. ډېره وروسته پوه شوه چې هغه چاپ شوی. ښايي کوزه پښتونخوا کې هم نجونې په ژباړه لګیا وي، خو د همدې پاشلي حالت له امله به موږ نه یوو ترې خبر.

ژباړه د ښځو لپاره پوست کار دی. دوی اړې نه دي هره ورځ په ټاکلي وخت له کوره ووځي او بیا کار وکړي. بلکې له خپل کوره یې هم کولی شي.

Image caption ژباړې ته د پښتنو ښځو د هڅولو یوه ښه لار دا ده چې حق الزحمه ورکړل شي

اوس نو مهمه پوښتنه دا ده چې دا پښتنې څرنګ لا ډېرې هڅولی شو. اناهیتا وویل:

"ښځې لکه د مړه اور سپرغۍ داسې دي. مازې پوکي ته اړتیا لري. که د کور نارینه یې ملاتړي شي، دوی به داسې اورونه بل کړي چې د هرې پښتنې او پښتون لاسونه به ورته تاوده شي."

وږمه وایي، د حق الزحمې ورکول د ښځو په هڅولو کې بل مهم فکتور دی.

تر اوسه پښتو ته ښځو ‌‌‌‌‌‌ډېر د ماشومانو، او لږ او ‌‌‌‌‌‌ډېر داستاني اثار ژباړلي.

نو که پښتو ته د ژباړې په برخه کې د ښځو لاسنیوی وشي، دوی به په ټولنه کې هغو کتابونو ته د اړتیا کچه راټيټه کړي، چې ډېری کتاب لوستونکي یې احساسوي.

اړونده مطالب

ورته مطالب