میناتوري، د شاهي دربارونو ښکلا اوس هم ژوندۍ ده
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

میناتوري، د شاهي دربارونو ښکلا اوس هم ژوندۍ ده

هنروال یې وايي له پخوانۍ اشرافۍ بڼې یې اوس يو بېل ټولنيز رنګ هم ځان ته خپل کړی.

مینیاتوري چې د ختیځې نړۍ اصیله انځورګري ګڼل کېږي، د افغانستان هرات کې هم اوږده مخینه لري. پنځه پېړۍ وړاندې په هرات کې د کمال الدین بهزاد په نوښت د مینیاتور ځانګړی ښوونځی جوړ شو چې اوس د هرات د هنري ښوونځي په نامه یادېږي.

د هرات پېژندل شوی مینیاتوریست عبدالناصر صوابي وایي دا هنر پخوا اشرافي، يا يې د ټولنې لوړ پوړو سره تړاو درلود، خو اوس په کې ټولنیز مسایل هم غبرګېږي.

په هرات کې د انځورګرۍ په تړاو د بي بي سي د ځانګړې لړۍ دویم رپوټ کې محمد قاضي زاده له ښاغلي صوابي سره پر مینیاتورۍ خبرې کړې دي.