د زوږ احساس
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د زوږ احساس

ښايي ډېر خلک له نڅا سره مینه ولري، خو که څوک موسيقۍ نه شي اورېدی څنګه به نڅېږي؟ د روسيې انډرې ډراګونوف ګونګی دی او په غوږو نه اوري، خو ډله یې د اروپا هېپ هاپ سياليو کې پر دوهم ځای راغله، دی چې په اشارو غږېږي، وايي هر څه يې، تر ډېره پر انټرنېټ د ويډيوګانو له کتلو، په خپله زده کړي دي. دلته یې کيسه ګورو.