د افغانې سینما یوازینی بنسټ د سیاست په منګولو کې

.
Image caption د افغانستان ټوله سینمایي شتمني، مستند او تاریخي فلمونه همدلته خوندي شوي

افغان دولت غواړي د افغان فلم ارشیف ارګ ته یوسي او د دې ریاست ودانۍ په کابل کې د بریتانیا سفارت ته ورکړي.

د افغانستان ټوله سینمایي شتمني، مستند او تاریخي فلمونه همدلته خوندي شوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ مرستیال وزیر رسول باوري وایي چې افغان فلم به د یوې دولتي ادارې په څېر خوندي پاتې شي.

په دې وروستیو کې پر خواله رسنیو داسې ګنګوسې خپرې شوي چې ګواکي افغان ولسمشر محمد اشرف غني غواړي د افغان فلم ارشیف مواد خپلې لور ته ورکړي. ویل کیږي چې د ښاغلي غني لور اوس مهال د افغانستان په اړه د یوه مستند فلم په جوړولو بوخته ده.

* اسکار ته وړاندې شوی د "هیلو مېنه" فلم څومره افغانی دی؟

* د فلمونو نوې بڼې ته د افغان فلم جوړونکو مخه

* کابل کې د تیاتر اتم فیسټیوال

* پر افغان سینما د غوايي د اومې کودتا سیوری

Image caption د بریتانیا سفارت ته د افغان فلم ودانۍ سپارل د ځینو په ګومان ښایي د افغانستان انځوریز تاریخ ټکنی کړي

ځینې نور بیا ارګ ته د ارشیف د انتقال هرکلی کوي او وایي ارشیف به خوندي وي او د نا قانونه لاسرسي مخنیوی به وشي.

دوی وایي کورني او بهرني فلم جوړوونکو د ارشیف ارزښتمن توکي تر دې دمه کاپي کول او بازار ته یې ایستل، خو ابراهیم عارفي چې تر څه مودې وړاندې د افغان فلم مشر و دا تور په کلکه ردوي.

فرهنګي فعالان په ارګ کې د ارشیف د ساتنې په اړه اندېښمن دي. د هغوی وېره دا ده چې د ارشیف خونې تودوخه او رطوبت ښایي دا مهم اسناد له منځه یوسي.

له بل پلوه د بریتانیا سفارت ته د افغان فلم ودانۍ سپارل د ځینو په ګومان ښایي د افغانستان انځوریز تاریخ ټکنی کړي.

Image caption د افغان فلم په اړه هر دولت ځانګړی چلند غوره کړی

د برتانیا سفارت ته د افغان فلم ودانۍ سپارلو په اړه نوموړي سفارت بي بي سي ته په لیکلي پیغام کې وویل:

"د افغان حکومت سره په کابل کې د برتانیا سفارت پر راتلونکي خبرې روانې دي. د سفارت لپاره ځای به افغان دولت د خپل قانون سره سم ټاکي. د خبرو اترو په دې پړاو کې نه شو کولای نور مالومات وړاندې کړو."

په تېرو څلوېښتو کلنو کې د افغانستان سینما ډېر کړاوونه لیدلي.

د افغان فلم په اړه هر دولت ځانګړی چلند غوره کړی.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ارشیف له منځه تللو ژغورل شوی. په تېرو دوو لسیزو کې هم کومه ځانګړې پاملرنه ورته نه ده شوې.

یو ځل بیا افغانه سینما له نوې پرېکړې سره د ازمایښت تر رڼا لاندې راغلې.

د افغان سینما په اړه نورې لیکنې:

* کورنۍ سینما یوځل بیا په کابل کې

* ننداره کالم: شادګل بیا راځي

* لندن فلم فېسټيوال کې پر افغانستان د جوړ شوي فلم ننداره

* کېنز - د فلمونو فسټیوال

* ننداره: 'د پنځمې مېرمنې په هیله' فلم

ورته مطالب