خپل وطن کې د مړینې هیله یې پوره نه شوه

مي سكاف د انځور حقوق Getty Images
Image caption مي سکاف تل د سوري نظام پروړاندې درېدلې او له لاریونیانو سره یې لاس یو کړی و

سوریایۍ ممثله مي سکاف له هېواد بهر په نهه څلوېښت کلنۍ د فرانسې پاریس کې ومړه.‌

د هغې د مړینې خبر د جولای پر ۲۳مه خپور شو.‌ نوموړې په ۲۰۱۳ کال خپل هېواد پرېښود.

ځینې رپوټونه وايي چې مي سکاف د دماغي سکتې له کبله مړه شوې خو فرانسه کې رسمي سرچینو د هغې د مړینې د لامل په اړه لا څه نه دي ویلي.

د هغې ارمان دا و چې پخپل هېواد سوریه کې ومري او همالته خاورو ته وسپارله شي.

دې په تېره مې میاشت کې پرخپلې فیسبوکپاڼې له هېواده لیرې په بل وطن کې له مرګه وېره ښودلې وه: "نه غواړم له سوریې بهر ومرم".

د هغې یوه خور څلور میاشتې وړاندې او مور یې یوازې یوه نیمه میاشت مخکې دمشق کې مړه شوې وه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption مي سکاف په یوه سیاسي او ادبي چاپېریال کې لویه شوې

‌مي سکاف د سوري واکمن نظام پروړاندې له پیله تر اوسه د لاریونیانو او حکومت مخالفو اعتراضونو ملاتړې وه.‌

مي سکاف د دمشق پوهنتون کې ادبیات لوستي،‌ تمثیل کې یې وړتیا ځلېدلې او په ۱۹۹۱ کال هغه مهال چې د پوهنتون محصله وه، د ماهر کدو فلم جوړوونکي په یوه فلم کې یې د اتلې رول لوبولی دی.

مي سکاف د ۲۰۱۱ کال اوړي کې له ځینو نورو ممثلینو او هنرمندانو سره یوه لاریون ته د وتلو په درشل کې وه چې ونیوله شوه.‌

هغه د ترهګرۍ ضد محکمې ته وسپارله شوه او د دولت پرضد د اړدوړ جوړولو په ګډون ګڼ تورونه پرې ولګول شول.‌

بیا وروسته ډېره څارل کېده او هنري کارونو ته یې اجازه نه ورکول کېده، همدا وو چې له خپل زور سره اردن او بیا په ۲۰۱۳ فرانسې ته کډواله شوه.

د انځور حقوق Socialmedia
Image caption سینمايي لیکوال سعدالله ونوس د مي شخصیت جوړولو کې لوی رول لوبولی

د سوري نظام ضد مخکښو کسانو مي سکاف "انقلابي څېره" او "ازاده ممثله" بللې ده.

هغې په ژوند د وروستي ځل لپاره پر خپل فیسبوک د سوري ولسمشر بشارالاسد د واکمنۍ پرضد د خپل دریځ روښانولو په اړه دا لاندې پوست لیکلی و:‌ "له خپلې هیلې نه تېرېږم... هېڅ نه ترې تېرېږم... دا لویه سوریه ده،‌ نه د اسد سوریه."