سلمان خان: 'بهارت' فلم کې د پریانکا پر ځای کترینا را سره ده

.

د عکس سرچینه، SALMAN KHAN@TWITTER

د عکس تشریح،

سلمان پر خپله ټوېټر پاڼه د کترینا کېف دا عکس خپور کړی دی

تر هغه وروسته چې پریانکا چوپړا له سندرغاړي "نیک جونز" سره د واده کولو په پار له سلمان خان سره په 'بهارت' فلم کې له رول ادا کولو ډډه وکړه، نو سلمان خان پر خپله ټوېټر پاڼه ولیکل، په یاد فلم کې به د "پریانکا چوپړا" پر ځای د ده پخوانۍ ملګرې "کترینا کېف" رول ولوبوي.

سلمان پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي: " یوه ښکلې او ټولنیزه نجلۍ چې نوم یې دی کترینا کېف... بهارت ته د راتلو یې هر کلی کوو"

د سلمان خان دغه ټوېټ ۶۰ زره کسانو خوښ کړی او تر ۱۰ زرو ډېر کسان پرې بحثونه کوي.

د سلمان خان وړاندیز ردول ډېر ستونزمن دي، نو ځکه خلکو فکر کاوه چې له "پریانکا چوپړا" سره به حتما داسې کوم دلیل وي چې له امله یې په 'بهارت' فلم کې له کار کولو انکار کړی دی.

په پیل کې چې سلمان خان د "پریانکا چوپړا" نوم د 'بهارت' فلم د اداکارې په توګه اعلان کړی و، خلکو پرې طنزیه نظرونه لیکلي دي.

هغوی لیکلي وو: " پریانکا چوپرا ... بهارت بېرته ستاسو د ستنېدو هر کلی کوي ... تاسو سره به نږدې وخت لیده کاته وشي، خو زموږ فلم په هندۍ ژبه دی."

د هغوی اشاره دې ته وه چې پریانکا په وروستیو کې د بالیووډ فلمونه پرتله په هالیووډ فلمونو کې رول لوبولو ته لومړيتوب ور کوي او ډېر ځله له هندوستانه بهر وي.

د سلمان په ټوېټ کې د فلم ډایرکټر "علي عباس ظفر" او هنري لارښود "اتل اګني هوتري" هم یاد (ټګ) شوي دي او تر څنګ (اختر ۲۰۱۹) هم ور سره لیکل شوی چې ممکن یاد فلم پر راتلونکي اختره نندارې ته وړاندې شي.

سلمان خان پر خپله ټوېټر پاڼه د فلم دوهمې ادارکارې "دیشا پتاني" ته هم هر کلی ویلی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

پرینکا چوپړا او سلمان خان

د پریانکا چوپړا په اړه دا هم ویل کېږي چې د هالیووډ له لوبغاړي "کریس پرېټ" سره په یوه نوي فلم کې کار کوي، خو تر اوسه پرینکا په دې اړه څه نه دي ویلي.

پریانکا چوپړا تر اوسه له سلمان خان سره په درېوو فلمونو (مجسې شادي کروګې، ګاډ توسې ګرېډ هو او سلام عشق) کې رول لوبولی دی.

کترینا کېف په ټوله کې له سلمان خان سره په ۹ فلمونو کې رول لوبولی او که په 'بهارت' فلم کې رول ولوبوي، نو دا به یې لسم فلم وي.