چترالۍ نجونې: له چترال تر کوک سټوډیو څنګه ورسېدې؟

د پښتونخوا په چترال کې د کیلاش اوسېدونکې زدکوونکې (اریانه او امرینه) د مسیقۍ ډګر ته ځي.

چترال کې د کېلاش قبیلې څو زره کسان اوسي او اول ځل پکې دوه نجونې دغه هنر ته لاس اچوي.

اریانه وايي، نه پوهېږي اول ځل یې کله سندرې ویل پیل کړل، خو د ښوونځي کتابونه به یې هم چې کور کې مطالعه کول د زمزمې په ډول به یې ویل.

هغه وايي، سندرې او نڅا د کیلاش د کلتور او مذهب برخه ده.

"موږ واده او غم کې سندرې وایو".

د څو ژبو سندرې

هغه وايي، پر پښتو اردو او ګلګتي سربېره د پارسي سندرې یې هم خوښېږي.

"کله چې دریم ټولګي کې وم، استاد وویل چا ملي ترانه زده ده ما سملاسي ګوته پورته کړه".

"له هغه وخت مې سندرو سره مینه شوه".

دا وايي، شپږم ټولګي کې یې مور ته وویل،چې له نورو ماشومانو سره درس لپاره لاهور ته ځي هغه ور سره ومنله او لاهور ته لاړه.

هلته له نورو چترالیو نجونو سره یو ځای شپه غالي یا هاسټل کې اوسېږي.

خو لاهور کې یې تر دوو کلونو تېرولو بیا هم زړه نه لګېږې، بېرته د پلار په خوښه خپلې سیمې ته ستنېږي او هتله د پاکستان د ازادۍ په ورځ د ښوونځي د سندرو پروګرام کې ځلېږي.

د سندرو غوښتنه

راتلونکې رورۍ میاشت کې یې مور او خور د تره کره ځي په ر اتلو سره ورته وایي، چې د تره زوی ملګري یې راغلي و او د نجونو سندرې یې اورېدې.

اریانه سبا د امرینه کور ته ځي او هغې سره په ګډه د سندرو ویلو لپاره د تره کور ته ځي او هلته د خپلې ژبې پایک سندره ووايي.

دا وايي، هلته ور مالومه شوه چې دا د کوک سټوډیو وال دي.

"دوی زموږ سندره خوښه کړه او بیا یې په بله ورځ دره کې شوټنګ هم وکړ".

لوی خوب

کیلاشی

دا وايي دا ډول سندره ویې یې د ژوند لوی خوب و چې ریښتیا شو

"کله به مې چې ماشومتوب کې ملګرو ته ویل غواړم سندرغاړې شم خندل به یې ویل یې هر سندربول سندرغاړی کېږي نه ".

وايي، کله به چې له مور پلار سره په دې برخه کې غږېده کله به خاموش و او کله به یې ورته ویل چې درسونو ته ډېر پام کوه.

دا وايي لاهور کې یې زړه تنګ و، خو هلته یې هم دا خیال و چې که کومه سټوډیو پیدا کړي او سندرې ووايي.

"د کوک د بوټل بېخ باندې نمبر و، ډېر ځلې مې لوستلی یو ځل مې په هغه نمبر پیغام هم ولېږه، خو ځواب را نه غی".

وايي، یو وخت یې سندرې هم لیکلې بیا ویلې، ترانې یې هم لیکلې او ښوونځي کې یې تعتونه هم ویل، خو چا ونه هڅوله.

آریانہ

کله چې نهم ټولګي کې وه، د کوک سټوډیو کې یې سندره وویله، هیله یې لرله چې خپره شي.

د جولای یوه ورځ یې دا انتظار پوره کېږي او ویني چې سندره یې څومره خوښېږي او تبصرې پر کېږي.

"د اولې سندرې ترلاسه شوې شل زره روپۍ مې هم پلار ته ور کړي".

دا وايي، لویه سندرغاړې جوړېدل غواړي چې هم خپلو خلکو ته خدمت وکړي.

هم خپل کلتور خلکو ته وښيي او سیلانیان ور مات کړي.

خو په دې خواشینې کېږي چې ځینې خلک یې دوزخي بولي.

شرمیندوکې امرینه

"امرینه یم، بمبوریت کې خلک، د ښوونځي ملګري ټول مې بختوره بولي چې د سندرو چانس مو ترلاسه کړ".

دا زیاتوي چې سندرې یې له ماشومتوب خوښې وې، خو دا فکر یې نه و چې دې برخه کې مشهوره شي.

" له چترال پرته د پاکستان نورې سیمې مې لیدنې نه وي. خو له ټي وي هرڅه لیدل".

وايي، مور یې له کوک نوم سره بلده نه وه:

"کله مې چې مور ته وویل کوک سټوډیو مې سندره ریکارډوي، هغه هیڅ له دې نوم سره بلده نه وه".

هغه وايي، لومړیو کې شرمېدله، خو اریانه به ورته ویل مه وېرېږه، خو هغه وخت یې دا وېره ورکه شوه چې سندره یې ډېره مشهوره شوه.

وايي، کله چې اریانه ورته وايي سندره یې خپرېږي، نو له خوښۍ منډې وهي او غورځي.