"چې اورنګزېب سیند ته ایت ولیکه اوبه کمې شوې"

اورنگزیب د انځور حقوق Oxford

امریکايي تاریخپوهه دان اډري ټرشکي وايي، له ټولو مغول پاچایانو په تېره اورنګزېب عالمګیر سره د زړه راښکون له امله نړۍ کې د نوموړي په هکله ورانپوهاوی یا غلط فهمي شته.

تاریخپوه جادو نات که دغه واکمن ته له خپل نظر کتلي، جواهر لال نهرو ورته له خپلو سترګو ځیر شوی یا شاهد نعیم هم دوی ته د کتلو بېل انداز لري او ټولو د دوی پر مذهبي اړخ له اړتیا ډېر ټینګار کړی دی.

د "اورنګزېب دي مېن اېنډ دي مت" کتاب لیکواله بي بي سي ته وايي، که د لحاظ منلو اوسنی معیار وکتل شي نو داسې ښکاري چې پخوا ټول پاچایان د چا کیسه کې هم نه و.

د هغې په خبره، د اورنګزېب په هکله ډېر ناسم پوهاوی یا غلط فهمي شته او هوا ور کولو سره د اوس مهال مسلمانانو ته زیان رسول کېږي.

د لیکوالې په خبره، هند کې اوس لحاظ نه ساتل اوج کې دي او یوه بېلګه یې د حیدر اباد دکن کې د هغې لېکچر منسوخېدل بولي.

اډري وايي، چې د دې اپوټه د اورنګزېب پاچا پرمهال برهمن او جین لیکوالو د ده ستاینه کړې او هغوی چې کله پارسي ژبه کې د هندوانو د سپېڅلي کتاب رماین او مهابارت وړاندې کړی، نو اورنګزېب ته یې منسوب کړی دی.

آڈری ٹرشکی د انځور حقوق Mirza AB Baig

هغه وايي، که اورنګزېب د هولي پرضد و، نو د محرم او اختر په مقابل کې یې هم سختي ښودلې ده.

"که یوه دوه مندرونه یې وران کړي، نو څو ته یې بخششي هم ور کړې".

نوموړي زیاتوي: "تاریخوالو له خپلو سترګو اورنګزېب ته د کتلو هڅه کړې ده".

لیکواله وايي، اورنګزېب ځان د یوه ښه مسلمان په ډول وړاندې کړی، یا یې تل د ښه مسلمان جوړېدلو هڅه کړې، خو د هغه اسلام د اوسني سخت دریځ اسلام په څېر نه و:

"هغه تر ډېره صوفي او تر یوې اندازې توهم پال و".

بي بي سي له هغې په دې برخه کې بېلګه وغوښته، نو ویې ویل چې ټول مغول پاچایانو ستورپوهانو ته اهمیت ور کاوه او د اورنګزېب په دربار کې هم هندو او مسلمان ستورپوهانو وو او له دوی یې مشورې اخیستې.

اورنگزیب د انځور حقوق PENGUIN INDIA

هغه د اورنګزېب د یوه سرتېري بهیم سین سکسینا له خولې وايي، کله چې پاچا سوېلي هند کې استوګن و، هلته سېلاب راغی او وېره وه چې د سېلاب له وجې شاهي استوګنځي ته تاوان ورسېږي،

نو پاچا ایاتونه ولیکل سیلاو یا سیند ته یې و رواچول له هغه وروسته اوبه کمې شوې.

دا ډول یوه پېښه د اسلام دویم خلیفه حضرت عمر پورې تړلې، چې ځای ځای یې یادونه کېږي چې څنګه هغه د مصر نیل سیند ته لیک وکاږه.

وايي، کله چې مصر کې اسلام خپور شو، نو هغه وخت یې والي عمرو بن العاص ته پته ولګېده چې هر کال د نیل په نوم یوه ښکلې پېغله قربانېږي، چې سیند ډک وبهېږي او خلک خړوب کړي.

خو اسلامي حکومت د مصریانو پر دغه کار بندیز ولګاوه او له امله یې سیند ناڅاپه وچ شو، خلکو فکر وکړ چې دوی ته سیند په غضب شوی دی.

کله چې دا خبره د اسلام دویم خلیفه حضرت عمر فاروق ته ورسېده، د نیل په نوم یې لیک واستاوه، چې پکې لیکلي وو:

"ای سینده که ته په خپل واک چلېږې، نو مه بهېږه او که د الله په حکم روان ویې، بېرته بهاند شه".

ویل کېږي چې کله دا لیک سیند ته واچول شو، نیل داسې روان شو، چې بیا کله هم وچ نه شو.

اډري ټرسکي دې پېښې ته په اشارې وايي، کېدی شي اورنګزېب هم د عمر په پیروی دا کار کړی وي، چې خلک یې اوس د ده معجزه بولي.

هغه وايي، د نوې تاریخپوهې په توګه په دې خبره باور نه لري، خو د اورنګزېب په دې باور و او د خلکو په مخ کې یې دا کار کړی او د دې ښودلو هڅه یې کړې چې دا طلسم هم کېلی شي.

اورنگزیب د انځور حقوق PENGUIN INDIA

دا وايي، اورنګزېب له هندو او مسلمانو نجومیانو سره سلا مشورې کولې، کله به یې دا مشورې منلې او که هم نه.

اډري ټرشکي وايي، د نورو مغول پاچایانو پرتله اورنګزېب ډېر سپېڅلی و، د قران حافظ و او لمونځ او عبادت ته له هرچا ډېر ډېر ژمن و.

د اورنګزېب په هکله ویل کېږي چې له ټوکو ټکالو په تېره موسیقي یې کرکه کوله او په دې تړاو د موسیقي د جنازې کیسه مشهوره ده.

خو یو بل تاریخپوه کیترین براون د "ډېډ اورنګزېب بن میوزیک" یا ایا اورنګزېب پر موسیقي بندیز لګولی و، په نوم مقاله کې وايي، اورنګزېب برهانپور کې د ترور کره تللی و، هلته یې نڅاګره او سندرغاړې هیرا بايي یزین ابادي ولیده او زړه یې پر وبایلود.

اورنگزیب کا مقبرہ د انځور حقوق Getty Images

اډري هم وايي، چې اورنګزېب څومره سخت دریځ یښودل شوی، هغومره نه و، څو هندوې بېګمې یې وې او مغولو هندوې کولې.

د خپل ژوند وروستیو ورځو شپو کې اورنګزېب له خپل کوچني زوی کام بخش له مور اودې پوري سره اوسېده، چې یوه سندرغاړې وه.

هغه د مرګ په بستره پروت کامبخش ته یوه لیک کې کاږي، چې مور یې اودې ټوله ناروغۍ کې له ده سره ده او تر مرګ به ور سره وي.

د اورنګزېب له مرګ څو میاشتې وروسته د ۱۷۰۷ کال دوبي کې اودې پوري هم مړه شوه.