د مډونا رنګین ژوند په انځورونو کې

د پاپ ستورې، هنرمنې، لارښودې او لیکوالې مډونا ۶۰ کلیزه ده.

په دې انځورونو کې د مډونا د ژوند مختلف اړخونه دي.

د مډونا پوره نوم مډونا لویس دی.

تراوسه یې د کنسرټ لپاره نړۍ کې لس سفرونه کړي ډي.

د هغې درې سوه میلیونه یا دېرش کروړه پیتې یا کیسټې پلورل شوې دي.

د ګېنز نړیوالو ریکارډونو د کتاب په خبره، نوموړې د خپل وخت تر ټولو بریالۍ هنرمنه ده.

میڈونا د انځور حقوق Getty Images

موږ دې انځورونو کې مدونا د نیویارک نڅا ښوونځي کې له روزنې نیولې، تر ښکلو سندرو، فلمي دندې او خصوصي ژوند را اخیستې ده.

مډونا د ژوند لومړي وختونه د امریکا په روچیسټر او مشیګن کې تېر کړي دي.

میڈونا د انځور حقوق Shutterstock

پر ۱۹۷۷ کال نیویارک ته لاړه، نڅا یې زده کړه، د ماډلې په توګه یې کار پیل کړ.

لاندې تصویرونو کې د مډونا مختلف انداز

میڈونا د انځور حقوق Getty Images
Presentational white space
میڈونا د انځور حقوق Getty Images
Presentational white space
میڈونا د انځور حقوق Getty Images

مډونا له خپل ملګري سټیفن بري سره موسیقي پیل کړه.

په دغه مهال یې څو سندرې جوړې کړې.

پر ۱۹۸۱ کال د غږ ارزولو یوه پروګرام کې هغه ونه منل شوه، ویلي یې و چې نه پوهېږي چې هغه اوس دې ته تیار ده خو د یوې ښې هنرمنې لومړنۍ ځانګړنې پکې ویني.

مډونا دا لیک پر ۲۰۰۱ کال لیلام کړ.

میڈونا د انځور حقوق Getty Images

خو د مډونا زحمت هسې نه لاړ او د نورو سندرو ریکارډوونکو له خوا ورته هیله پیدا شوه.

داسې هم وشول چې د موسیقي کمپنۍ مشر روغتون کې پروت و، مډونا یې پوښتنې ته لاړه او سندره یې ورته وویله، د هغه سندره خوښه شوه او دلته یې د موسیقۍ اصلي سفر پیل شو.

میڈونا د انځور حقوق Getty Images

پر ۱۹۸۳ کال د مډونا سندره د امریکا جدول کې شامله شوه او د ۱۹۸۴ کال ۱۶ نمبر سندره شوه.

له هغه وروسته یې نورې ډېرې سندرې هم بې اندازې ومنل شوې.

پر ۱۹۸۵ کال ځوانه سندرغاړې مخکښه ثابته شوه.

له بیسټي بوای سره ملګرې او د بسپنې یا مرستې لپاره یې کنسرټونه ور کړل او دا پیسې یې د ایتوپیا ښځو ته واستولې.

میڈونا د انځور حقوق Getty Images

پر ۱۹۸۵ کال د هنر لور ته لاړه، طنزي یا مزاحیه ډرامو کې یې رول ولوباوه او دې سره یې په ځان باور نور هم زیات شو.

میڈونا د انځور حقوق Shutterstock

مډونا پر ۱۹۸۵ کال له هنرمن شان پین سره کلیفورنیا کې واده وکړ.

مډونا پر ۱۹۸۶ کال له خپل مېړه سره شانګهای سرپرایز فلم کې ګډ کار وکړ.

فلم شنگھائی سرپرائز کا ایک منظر د انځور حقوق Shutterstock
Image caption د شانګهای سرپرایز یوه صحنه

مډونا خپل دریم البوم ټروبلو پر ۱۹۸۶ کال خپور کړ او دې سره د پاپ سندرغاړې په توګه وپېژندل شوه.

دا البوم یې د نړۍ ۱۲ هېوادونو کې لومړی نمبر شو.

د مډونا دغه البوم کې په کم عمر د بچي زېږولو پر موضوع هم سندره وه چې ښودله یې پر جنجالي مسلو له خبرو ډارېږي نه.

پر ۱۹۸۹ کال مډونا له خپل مېړه تر بېلېدو وروسته د یوې سندرې جنجالي ویډیو کې ښکاره شوه.

په ویډیو کې صلیب سوځوي او دا ویډیو ډېره غوغا جوړه کړه.

له جنجال سره دا ویډیو ډېره کامیاب وه.

مډونا خپله راتلونکې ویډیو کې د جنس او ښځو د ځواک په هکله لوی پیغام خپور کړ.

Presentational white space

پر ۱۹۹۲ کال یې ټولو جنجالي مسلو په هکله ځواب لپاره کتاب ولیکه.

د ځلموټو او ځوانانو لپاره یې څو کتابونه ولیکل.

پر کتابونو یې ډېر غبرګون وښودل شو.

ځینې خلکو وستایله او نورو وغندله.

پر ۱۹۹۶ کال یې یوه فلم کې د ارجنټاین د ولسمشر د مېرمنې رول ولوباوه، چې ور سره یې ډېر پرمختګ وکړ.

لاندې انځور کې مډونا له لارښود یا ډایرېکټر ایلن پارکر سره فلم شوټ کوي.

میڈونا د انځور حقوق Getty Images

د مډونا لومړنۍ لور لوریډ پر ۱۹۹۶ کال وزېږېده.

د هغې له زېږونه وروسته یې پر ۱۹۹۸ کال یوه البوم کې د نڅا مختلف انداز د شهرت او والدینو موضوع جوړه شوه.

د دې البوم د ویډیو څو منظرې

Presentational white space
میڈونا د انځور حقوق Getty Images

پر ۱۹۹۸ کال د مډونا د ژوند فلم کې ډایرېکټر ګايي رایچي راغی.

مډونا یوه مېلمستیا کې له هغه سره مخ شو.

میڈونا د انځور حقوق Getty Images

پر ۲۰۰۰ کال مډونا له رایچي زوی روکو وزېږاوه.

د روکو له زېږون وروسته یې واده سره وکړ.

میڈونا د انځور حقوق Getty Images

د دوی واده کې د روپورټ ایورټ او وتلي سکښتوونکي ډونټیلا ورساچي په ګډون وتلو ډیزاینرانو او هنرمنانو ګډون وکړ.

میڈونا د انځور حقوق Getty Images

رایچي پر ۲۰۰۲ کال په سوپیټ ا وي فلم کې مډونا ومنله

میڈونا د انځور حقوق Shutterstock

پر ۲۰۰۳ کال مډونا د ماشومانو لپاره کتاب ولیکه.

لاندې انځور کې مډونا د خپل کتاب یوه برخه لولي.

میڈونا د انځور حقوق Getty Images

پر ۲۰۰۴ کال مډونا بیا د نړۍ سفر وکړ او د کنسرټ له ټیکټ یې دوه شپېته میلیونه او پنځه لکه پونډه ترلاسه کړل.

Presentational white space
میڈونا د انځور حقوق Getty Images
Presentational white space
میڈونا د انځور حقوق Getty Images

پر ۲۰۰۸ کال مډونا له رایچي طلاق واخیست.

لندن کې مډونا او رایچي د دوی له زوی روکو او لور لوریډ سره د ۲۰۰۷ کال انځور.

میڈونا د انځور حقوق Getty Images
میڈونا د انځور حقوق Inpho

پر ۲۰۱۲ کال مډونا سوپر باول ننداره کړ او دا له ۲۰۰۴ کال له جینټ جیکسن وروسته لومړنۍ هنرمنه وه چې دا کار یې کاوه.

د هغې ننداره تر ټولو ډېر لیدلو له امله ریکارډ جوړ کړ.

میڈونا د انځور حقوق Getty Images

دا سوپر باول ننداره د انډایانا په لوکس ایل سټیډیم کې وه.

میڈونا د انځور حقوق Getty Images
Presentational white space

پر ۲۰۱۴ کال مډونا لاس انجلس کې ګریمي ایوارډ کې له خپل تورپوستي زوی ډیویډ بندډا سره

میڈونا د انځور حقوق Getty Images

پر ۲۰۱۵ کال لندن کې پر دریځ ننداره کې مډونا نڅېږي، رسنیو پرې ډېرې خبرې وکړې.

میڈونا د انځور حقوق Getty Images

پر ۲۰۱۶ کال مډونا د ریبل هارټ په نوم چکر ووتله او دا تصویر یې د چین د هنر ښودلو دی.

میڈونا د انځور حقوق Getty Images

د امریکا د فوربز مجلې له مخې مډونا د ۵۸۰ میلیون یا ۵۸ کروړ ډالرو شتمنۍ لرلو سره امریکا کې تر ټولو شتمنه هنرمنه ده.

له هغې وروسته دویمه شتمنه هنرمنه سیلین ډیوان ده چې د ۳۸ کروړ ډالرو په ارزښت شتمني لري.

اوس مډونا د لږو مینوالو په مجلسونو کې خپل هنر وړاندې کوي.

پر ۲۰۱۷ کال یې بي بي سي ته وویل چې داسې ځانګړي پروګرامونه خوښوي چې له خپلو مینوالو سره نېغې خبرې وکړي.

میڈونا د انځور حقوق Getty Images

.