"هغه نجلۍ نه یم چې کال کې ۳۰ ماډلېنګ نندارو ته ځي"

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

فوربز مجلې کېنډل د ۲۰۱۷ کال تر ټولو ګرانبیه ماډله وبلله.

امریکایۍ ماډله کېنډل جینر وايي، له لو یا مینه مجلې سره خبرو ته یې لکۍ ور کړل شوې ده.

دا څرګندونې یې له هغه وروسته دي چې نورو ماډلو ته په سپکاوي تورنه شوه او بنښنه یې وغوښته.

هغې له لو مجلې سره خبرو کې ویلي و چې له ډېر غور او سوچ وروسته یوه فېشن شو کې د ګډون پرېکړه کوي.

اوس هغه یوه ټوېټ کې وايي، چې له دې خبرې یې موخه د نورو ماډلو سپکول و.

زیاتوي چې له نورو ماډلو هم اغېزمنه ده او د هر چا بریالیتوب غواړي.

لو مجلې سره خبرو کې ۲۲ کلنه ماډلې ویلي و:

"زه د هغو نجونو په څېر نه یم چې کال کې ۳۰ شو یا نندارو کې ګډون کوي".

هغوی ته دې مبارک وي، خو زه یوازې کېټ واک نه کووم، بلکې نور کارونه هم لرم.

هغې دا هم ویلي، چې رواني انډول یا ذهني توازن له لاسه ور کولو ته نږدې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

کېنډل پر ۲۰۱۷ کال د نیویارک یوه ماډلېنګ نندارتون کې

له دې خبرو وروسته هغه د فېشن صنعت د نیوکو له توپان سره مخ شوه.

برتانوۍ ماډلې لیومي اېنډرسن ویلي: زه دې سره خپه شوه، خو په دې چلن حیرانه نه شوم.

هر چا ته دا چانس نه ده ور کول شوی چې کار کم وکړي، خو له نورو ډېرې پیسې ترلاسه کړي.

د هغې دې ټوېټ ته له څلوېښت زرو ډېر لایکونه ور کړل شوي دي.

امریکايي ماډلې ټیډي کونلیون په انسټاګرام کې کېنډل ته ځواب ویلی:

ماډلې یوازې د کیلابیساس نه دي ، هغه سومالیا، د سایبریا له واورو، د چین له کلیو یا هم د ټونېس له ټرېلر پارک هم راځي.

خپلو همسلکو ته سپکاوي سره پرمختګ یا یووالی نه راځي چې زموږ صنعت ورته ډېره اړتیا لري.

د عکس سرچینه، .

سره له دې چې له دې نیوکو وروسته کېنډل بښنه غوښتې، خو لا هم له سختو نیوکو سره مخ ده.

ځینې خلکو ان رسنۍ تورنه کړې چې د دې خبرې

کېنډل جینر له ۱۴ کلنۍ راهیسې ماډلېنګ ګږي؟

فوربز مجلې پر ۲۰۱۷ تر ټولو ګرانبیه ماډله وبلله.