"غره کې رباب وهلی شم خو ښار کې نه"

  • فرحت جاوید
  • بي بي سي، پاړہ چنار
موسیقی، پاڑہ چنار
د عکس تشریح،

نعیم عاجز وايي، رواني ناروغي یې په رباب سره علاج شوه.

د سپین غر لوړې څوکې په وورو او ورېځو پټې، خو په لمنو کې یې د کورمې ایجنسۍ لور ته ځوانان ټول شوي او له نعیم عاجز رباب ته غوږ دي.

نعیم عاجز په کورمه کې د څو مشهورو ربابیانو له ډلې دی او ان دلته ناستو ځوانانو کې یې شاګردان هم دي.

د غره لمن کې د دنګو ځینارونو په منځ کې په پستو وښو څاروي خولې لګوي، غځونې کوي، خو د ځړوب او چینو اوبه سکوت ماتوي.

نعیم عاجز هم لګیا دی، ځینې ځوانانو ته رباب ور ښيي.

نعیم عاجز وايي، تر ۲۰۰۵ کال وروسته سیمه کې حالات خراب شول:

‎"د پاړه چینار هر وګړی د ژور خپګان ښکار و، هر چاته د ډاګټر ضرورت و، خو ماته د رباب غږ کې درمل او سکون پیدا شو".

نعیم د همدې ناروغۍ د درملنې لپاره رباب غږول پیل کړل او اوس هم دا کار کوي.

پښتو ادب او هنر کې مخکښه کورمه

قبایلي سیمې تېرو دوو لسیزو کې د ترهګرۍ ښکار شوې، خو کورمه ایجنسۍ په تېره پاړه چینار داسې سیمه ده چې پر ترهګرۍ سربېره د مذهبي تاوتریخوالي په منګولو کې وه.

خو هنرمنانو بیا هم خپل همت له لاسه ور نه کړ او لاس یې له رباب لرې نه کړ.

په دغه سیمه کې دودیزه یا ولسي موسیقي هم ډېره منلې ده.

پاړه چینار کې ان مذهبي مراسمو کې هم رباب غږول کېږي.

نعیم عاجز په دې باور دی چې تر نورو قبایلي سیمو کورمه د پښتو ادب، شعر او موسیقۍ له مخې له سلګونو کلونو راهیسې مهم ځای لري.

"دلته تصوف کې د رباب ځانګړی ځای دی، دلته چې کوم خلک له تصوف سره مینه لري، رباب هم خوښوي".

دی وايي، رباب یې زده کړ او اوس یې نورو ته ور زده کوي.

"دلته خلک رباب خوښوي، خو رباب غږوونکي نه خوښوي".

دا د نورې موسیقۍ حال هم دی.

د سپین غر له څوکو د ښار تر څنډو

د عکس تشریح،

نعیم عاجز خپلو شاګردانو او ملګرو ته رباب غږوي.

د سپین غر له لمنو چې پاړه چینار ښار ته راغلو، د یوې ودانۍ پر دویم پوړ کوچنۍ کمره کې لسګونو ځوانان ټول دي.

دا یوه بې نومه موسیقي اکېډمي ده. دلته ټول ځوانان موسیقي زدکوي.

کله چې ځینې زدکوونکو کمره ولیدله، نو ووتل، وېرېدل هسې نه کورنۍ یې وپوهېږي چې دوی ساز زده کوي.

خو ټول داسې نه دي، په دوی کې ۱۹ کلن جواز علي د موسیقۍ ډلې غړی دی.

دی سندرغاړی دی، ور سره تبله نواز، هارمونیه نواز، رباب نواز، سورڼی او شپېلۍ غږوونکي ځوانان هم شته.

رباب، تبله، سورڼی د دې سیمې پېژندګلوي ده، خو اوس دې بنده کمره کې یوازې د موسیقۍ تمرین کېږي.

د عکس تشریح،

پاړه چینار ښار کې د موسیقي زده کولو یو مرکز

جواز علي وايي، اوس ډېر ځوانان دې ډګر ته تلل غواړي، خو د ځینې خلکو له وجې پښه نیسي.

"څوک پوهېږي نه، یايي د زدکولو لپاره څوک نه لري او چا ته خپل راتلونکی روښان نه ښکاري".

خو جواز علي خپل راتلونکي ته هیله من او له خپل کار راضي دی.

دی وايي، له موسیقي سره مخه ښنه نه کوي:

"ما چې څومره زیار اېستلی، په دې کوچنۍ کمره کې مې هرڅه کړي اوس یې هم کووم بیا به یې هم وکړم".

خو د ده په خبره،له دې کمرې بهر ځینې خلک موسیقي خوښوي، نور یې نه خوښوي، ځکه بې باوري خوره ده.

د چانسونو کمی

د عکس تشریح،

ښار تیاره شوی، خلک د کاروبار په ځای رباب ته غوږ دي.

د چانسونو د کمي له امله ځوان ربابي عدنان حیدر اسلام اباد ته تللی، خو اوس پاړه چینار کې له خپل استاد نعیم عاجز سره دی.

عدنان حیدر وایي، پاړه چینار کې ځوانان د موسیقي اکېډمۍ په داوطلب ډول جوړوي، د موسیقۍ ډلې جوړوي.

"خو دا کار ځکه وده نه کوي چې هنرمنانو ته په سپکه کتل کېږي بل دا دا چې د چانس یا موقع د نشتوالي له امله یې راتلونکي تیاره وي، میوزیک ګروپ جوړېږي او همداسې پاتې کېږي".

عدنان حیدر وايي، ما غره کې رباب غږولی شو، خو ښار کې مې دا کار نشو کولی، ځکه اسلام اباد ته لاړم.

د شپې رباب ته زنګېدل

د عکس تشریح،

ګلاب خېل اپریدی پېښور ښار کې د رباب زدکړې پرلیکه یا انلاین اکېډمي لري.

د توندلارۍ، بې باورۍ او چانس نشتوالي خبرو خبرو کې ورځ تېره شوه، د سپین غر هغې خوا ته لمر پنا شوه، بازار تړل کېږي او د یوې کمرې د موسیقۍ اکېډمۍ ته هم تالې یا کولپونه اچول کېږي، خو سور لا هم ژوندی دی.

تیاره خوره ده، خو د ښار له یوې کچه ابادۍ د رباب غږ راځي.

انګړ کې اور بل دی، ۶۰ کلن ربابي حیات عالي د رباب په تارونو ګوتې ښوروي، شاوخوا یې ځلموټي او لویان تاو راتاو دی.

تر نیمې شپې د رباب تارونه نڅېږي او دا کوچنیان او مشران خوبولي کېږي.