د جرمني له ښاره د اردغان طلایي مجسمه لېرې شوه

د انځور حقوق EPA
Image caption د اردوغان پر دغه بوت د هغه ځينې مخالفانو د ترکیې هېټلر نوم ولیکه.

د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردغان ۴ متره د سرو زرو مجسمه چې د جرمني په وایزبادن ښار کې کېښودل شوې وه چارواکو لېرې کړه.

دا کار وروسته له هغه وشو چې اعتراض کوونکو ده ته د ترکیې هېټلر خطاب وکړ او پر مجسمه یې "د ترکیې هېټلر" ولیکل.

دغه مجسمه د وایزبادن ښار د هنرونو دوه کلن فیستیوال د یوې برخې په توګه د دغه ښار په یوه چوک کې لګول شوې وه.

د دې فیسیتوال جوړونکي وايي، هیله یې درلوده چې د دې مجسمې کېښودل د سږني فیستیوال موضوع چې" بد خبر دی" لا وسپړي.

خو د اردغان مجسمې لګول ډېر ژر د هغه د پلویانو او مخالفانو ترمنځ د تاوتریخوالی لامل شو او امنیتي ځواکونه اړ شي چې دا مجسمه لرې کړي.

د وایزبادن د ښار شورا غړي الیور فرنتز یوې سیمه ییزې ورځپاڼې ته ویلي، د ښاغلي اردغان د پلویانو او مخالفانو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شو او " لفظي شخړې او فزیکي غبرګونونه یې ترمنځ ولیدل شول او ان امنیتي ځواکونو د ځینو کسانو په لاس کې چړې لیدلې دي"

سیمه ییز حکومت تویټ کړی چې د وایزبادن ښاروال له پولیسو سره په همغږۍ پریکړه کړې چې د اردغان مجسمه د امنیتي اندېښنو له کبله لېرې کړي.

سلګونه زره ترکان په جرمني کې ژوند کوي او دغه هېواد په اروپا کې د ترکیې د کډوالو اصلي مرکز ګڼل کېږي.

له همدې کبله جرمني کې د ښاغلي اردغان پلویان او مخالفان ډیری وخت د خپل هېواد پر اړوند مسلو خپل غبرګون په سخت ډول څرګندوي.

د ترکیې او جرمني ترمنځ اړیکي په ورستیو څو کلونو کې په تېره بیا دوه کاله مخکې د اردغان تر ناکامې کودتا وروسته ساړه شوي دي.

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption جرمن چارواکي وايي، د تاوتریخوالی د مخنیوي لپاره یې دا مجسمه لرې کړه.

د تېر کال پسرلي کې د ښاغلي اردغان پلویانو ته د جرمني څو ښارونو کې د ټاکنیزو هلو ځلو اجازه ورنکړل شوه.

له همدې کبله نوموړي پر جرمني تور ولګاوه چې د نازیانو په څېر حکومت کوي.

اردغان جرمني کې د تېر سپتمبر ټاکنو پرمهال د دغه هېواد دولت د "ترکیې ضد" وباله او له هلته مېشتو ترکانو نه یې غوښتنه وکړه چې په ټاکنو کې برخه وانخلي.

جرمني چارواکو بیا د ښاغلي اردغان دې خبرو ته په ترخو ټکو ځواب ور کړ او هغه یې د مخالفانو په ټکولو او د واک په ولکه کولو تورن کړ.

د ښاغلي اردغان ۴ متره سروزو مجسمې جوړونکي ویلي، له دې کار یې یوازې هدف دا و چې دې فیسټیوال کې بحث را پورته کړي

د وایزبادن ښار د تیاتر مشر اریک لافن برګ هم ويلي:" د دیموکراسۍ په نظام کې موږ باید هر د ډول عقیدې څرګندولو ته اجازه ورکړو."

ټاکل شوې چې راتلونکو څو اونیو کې به ښاغلی اردغان برلین ته لاړ شي او دا سفر ممکن د دې دوه هېوادونو ترمنځ اوسني بې خونده اړیکي یو څه را ژوندي کړي.