په کيسو روږدېدا: انسانان ولې کيسو ته اړتيا لري؟

. د انځور حقوق TRUSTEES OF THE BRITISH MUSEUM
Image caption دا د "ګېلګمېش" حماسه ده چې په بابلي ډبرليکونو له ننه څلور زره کاله وړاندې کښل شوې او د لرغوني ادب تر ټولو زړه پايېدلې بېلګه ده

لکه د يوه په زړه پورې او په لوړه بيه د جوړ شوي د ډېرو د خوښې وړ فلم کيسه چې لولو.

یو ښايسته پاچا چې زبرانساني ځواک لري، خو د هغه بې بريده ځان‌غوښتنه د دې لامل شوې وي چې خپله پاچاهي په لوی لاس له ذوال سره مخامخوي.

یو خاورين لاروی را پیدا کېږي او دغه واکمن جګړې ته ور ننګوي.

پاچا له دې جګړې درس اخلي او دواړه اتلان په ملګرو بدلېږي او په ټوله پاچاهۍ کې ګواښناکې سيالۍ پیلوي.

دا کيسه ځکه نن هم لوستونکي لري چې په زړه پورې ده.

دا د "ګېلګمېش" حماسه ده چې په بابلي ډبرليکونو له ننه څلور زره کاله وړاندې کښل شوې او د لرغوني ادب تر ټولو زړه پايېدلې بېلګه ده.

له هغې په وروستۍ زريزه کې په شعرونو کې د هغې له یادېدو او هغو اشارو چې ورته شوې دي اټکل کولی شو چې دا کيسه هغه مهال ډېره مشهوره وه.

دا ډېره حیرانوونکې ده چې دا کيسه نن هم لوستونکي لري، په داسې حال کې چې د نږدې ملګري په ګډون ګڼ عناصر يې تر نن ورځې په ګڼو نورو مشهورو کيسو موندل کېږي.

ورته ځانګړنې اوس په "ادبي داروينېزم" کې د متخصصو څېړونکو د علاقې وړ موضوعات ګرځېدلي او دوی پوښتي چې د يوې ښې کيسې ځانګړنې څه دي؟ او دا چې ولې د هومر له اوديسې رانيولې تر هري پاټر پورې يو شمېر مشخصې کيسې هومره مشهورې شوې دي.

له واقعیتونو تېښته

سره له دې چې له ليک وړاندې مهال کې د کيسو د شتون په تړاو روښانه لاسوندونه نشته خو اټکل کولی شو چې نکلونه له زرګونو کلونو راهیسې په انساني ژوند کې شته وو.

د فرانسې په چاووېت او لاسکوېکس کې د ۳۰۰۰۰ کلونو وړاندې انځورګرۍ د داسې صحنو نندارې ښيي چې ښايي کيسې به يې هم شته وې.

په مېشيګان پوهنتون کې ډانېيل کروګر وايي: " په سمڅو کې په کتو سره د بېلابېلو تصویرونو یو کتار کتلی شئ چې داسې اېسي چې د ښکار د يوه سفر پېښې دي" - داسې معلومات چې ښايي د دې ډلې په تړاو به يې مهم معلومات لرل

. د یخ د پېر یا "ایس اېج" یو شمېر کيسې ښايي تر ننه را رسېدلې وي.

موږ ښايي نن ورځ د اور چاپېر را ټول نشو، خو هر بالغ کس اوس هم د خپلې وېښې ۶ سلنه وخت په بېلابېلو ډولونو له کيسو سره تېروي.

له تکاملي نظره که وګورو نو دا به بې ځايه واېسي چې له واقعیتونو د تېښتې لپاره دومره وخت او انرژي ولګوو، خو ارواپوهانو او ادبي تيورېستانو بیا له کيسو سره د دغه راز لېوالتيا ګټې هم موندلې.

يوه دود شوې فرضيه دا ده چې کيسې کول داسې اروايي تمرين دی چې زموږ ذهن روزي او د دې وړتيا رابښي چې شاوخوا نړۍ په ذهن کې انځور کړو او د بېلابېلو تګلارو په اړه، په تېره بيا ټولنیز حالتونه تخيل کې وپنځوو.

د مېزوري سېنټ لوييس پوهنتون جوزېف کرول وايي: " داستان د نورو خلکو په اړه ښوونه راته کوي او له خپلو هم‌نسلانو سره د تړاو او نظريو او ذهن په پیاوړي کولو کې مو روزي."

د دغې نظريې په ملاتړ د اسنادو په توګه د ذهن مطالعو هم ښودلې چې د کيسو لوستل او اورېدل د مغز د کورټېکس هغه برخه فعالوي چې په ټولنیزو چارو او احساساتو کې ونډه اخلي او څومره چې خلک کيسې ډېرې لولي په هماغه کچه په اسانۍ سره له نورو سره عاطفي تړاو مومي.

د انځور حقوق MOVIESTORE COLLECTION LTD / ALAMY STOCK PHOTO
Image caption يوه دود شوې فرضيه دا ده چې کيسې کول داسې اروايي تمرين دی چې زموږ ذهن روزي او د دې وړتيا رابښي چې شاوخوا نړۍ په ذهن کې انځور کړو

د ډبرې پېر چال ‌چلند

دا ټکی ډېر مهم دی چې د تکاملي ارواپوهنې متخصصين په دې اند دي چې زموږ انسانانو له تاريخ وړاندې علاقمندۍ لا هم له هغو کيسو کې دي چې خوند ترې اخلو.

هغه وخت چې انسانان په سترو ټولنو کې د ژوند لپاره د تکامل په حال کې و، په کار وه چې له يوه او بل سره د همکارۍ ډول زده کړي.

نه دا چې د یوه او بل د اوږو بار شي، او ډېر تر لاسه کړي او په مقابل کې هېڅ له لاسه ورنه کړي او دغه راز دا هم زده کړي چې په هغو فرصت پالو هم لاسبري شي چې واک به يې ډله له ګواښ سره مخامخ کوله.

له همدې امله په کيسه کولو کې زموږ ځواک او دغه راز په هغو داستانونو کې چې لولو يې تر ډېره ډول د ټولنې له شته ارزښتونو سره سم دی. کروګر وايي:

" د دغو کيسو پندونه دا دي چې د ځان‌غوښتنې په مقابل کې ودرېږو او خپله هم ظالمان نشو".

ډېری څېړنې دا تاييدوي چې همکاري په ټوله نړۍ کې د هغو کيسو اصلي منځ‌پانګه جوړوي چې ګڼ پلويان او لوستونکي لري.

د لندن په شاهي کالج کې انسان‌پوه ډنيل سمېت په دې وروستیو کې په فيليپین کې د راټولوونکو ښکاريانو د اتلسو ډلو مطالعه او څېړنه بشپړه کړې.

هغه موندلې چې د هغوی اتیا سلنه کيسې او روايتونه د دې پر ځای چې د بېلګې په توګه د طبعيت په اړه وي، د اخلاقي پرېکړو او ټولنیزو ستونزو په اړه دي.

مهمه دا ده چې دا ښيي یادې منځ‌پانګې په ورځني ژوند او چلند کې هم تکرارېږي.

د هغو ډلو د مشاهدو له مخې ډېر وخت یې کيسو ته ګوښی کړی په خپلو ور سپارل شوو مسووليتونو کې هم ډېر همکار دي؛ دقیقا هغه څه چې يادې تکاملي نظريې يې وړاندوېينه کړې وه.

"ګېلګمېش" حماسه د لرغونو ادبياتو يوه بېلګه ده.

د افسانې په پیل کې ګېلګمېش پادشاه ښايي د زورورتيا او زړورتيا له نظره بې عيبه اتل ښکاره شي، خو هغه په عین حال کې ځان غوښتونکی هم دی چې خپل واک ناوړه کاروي او له هرې ښځې سره چې خوښېږي يې یو ځای کېږي.

ګېلګمېش یوازې هغه مهال چې د انکېدو په نامه یوه ناآشنا کس سره مخامخ کېږي او هغه يې مبارزې ته وربولي په دې پوهېږي چې د دوستۍ او همکارۍ ارزښت څه دی؟

د دې حماسې اصلي معنا د مخاطبانو لپاره ډېره روښانه وه؛ حتی که اتل پادشاه اړ وي چې باید نورو ته درناوی وکړي نو هغوی هم باید داسې وکړي.

د "اوکلنډ" پوهنتون "برایان بويډ" د کيسې سرچينه کتاب کې تشريح کوي چې څرنګه دغه منځ‌پانګې د هومز په اوديسه کې هم د ليدو وړ وې.

هلته چې پېنه لاپې انتظار باسي چې اوديسه را ستون شي په داسې حال کې چې خواستګاران يې ټوله ورځ په کور کې په خوراک او څښاک تېروي.

کله چې بالاخره اوديسه د يوه سوالګر په څېره کې بېرته راستنېږي هغه کسان حتی نه مني چې په خپل کور کې نوموړي ته ځای ورکړي. دا چې اودیسه نقاب پورته کوي او له هغوی خونړی غچ اخلي، هغه څه چې دوی يې وړ دي ورته رسېږي.

ښايي تصور وکړئ چې له صنعتي انقلاب او د فردپالنې له پراخېدو سره له همکارۍ سره د خلکو لېوالتیا کمه شوې، خو د کروګر او کرول موندنې ښيي چې دغه منځ‌پانګې لا هم د برېتانيا د ۱۹ پېړۍ او د شلمې پېړۍ د سر په محبوبو ناولونو کې ډېرې مشهورې وې.

د لوستونکو له یوې ډلې وغوښتل شول چې د څه باندې ۲۰۰ ناولونو شخصيتونه ډلبندي کړي ( دغه نوملړ په جېن اسټین پیلېږي او اې ام فاسټر ختمېږي).

د دغې څېړنې موندنې ښيي چې د اصلي شخصيتونو یا کرکټرونو ستره نيمګړتيا د نورو په بیه د ټولنیز لاسبري او یا هم له واکه د ناسمې استفادې نيت و. په داسې حال کې چې لږ اصلي شخصيتونه ځان غوښتونکي او فرد پالي وو.

د جين اسټين غرور او تعصب په پام کې ونيسئ. مکاره او بدچاره مېرمن بېنګلي چې تر خپل لاس لاندې کس ته په سپکه ګوري غواړي خپله ټولنیزه مرتبه هر ډول چې کېږي لوړه کړي.

هغه هڅه کوي چې ځان شتمن او مغرور ښاغلي دارسي ته ورسوي او د هغه خور خپل ورور ته وکړي تر څو له دې لارې خپلې غوښتنې ته ورسېږي. له بلې خوا د کيسې د اتلې الیزابت بنت شخصیت کامله له بېنګلي سره په ټکر کې دی.

هغه په دې ډول ټولنیز لوړاوي ته رسېدل نه غواړي او حتی د ښاغلي دارسي لومړنۍ خواستګاري هم ردوي.

د "وېليم تاکري" په اثر د ځان‌پلورنې بازار کې ليکوال له اصلي شخصيت څخه زموږ په تمو ملنډې وهي او بکي شارپ چې ځان غوښتنه يې بريد او اندازه نه لري د ناول مرکزيت ته راولي.

له بلې خوا امليا چې د بکي آرام او د ښه شخصیت لرونکې ملګرې ده د کيسې دویم شخصیت دی. د ځان‌پلورنې بازار هماغه ډول چې باکري خپله وايي: له قهرمان پرته داستان دی.

که له تکاملي نظره د بکي برخليک ته وکتل شي په پای کې د هغو شاوخوا ټولنې هغه نه مني چې بیا هم هغو کسانو ته توند خبرداری دی چې ښايي په دې فکر کې وي چې یوازې ځان ته اهمیت ورکوي او نور له یاده باسي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د هاليووډ ټول منفي شخصيتونه خارجي لهجه لري. له بدو موجوداتو سره لږ تماس هم بالاخره د ټولنې او ډلې لپاره د قربانۍ حس پیاوړی کوي.

انسانان او بیزوګانې

تکاملي نظريه دغه راز کولی شي چې د مينې د کيسو ډېره برخه روښانه کړي؛ په دې کې دا هم راتلی شي چې ولې یو شمېر ښځینه قهرمانانې پلار ته ورته نارينه لکه په غرور او تعصب کې ښاغلی دارسي او په حس او حساسیت کې اډوارډ فېرر خوښوي او ځینې هم بې باکه او هوسباز نارينه لکه ښاغلی ويکام یا ويلوبي غواړي.

پلار ته ورته نارينه ښايي د اوږدمهال لپاره له امنیت او له اولادونو د ملاتړ لپاره ښه انتخاب وي.

خو د "په زړه پورې هلک" د تکاملي نظرېې له مخې په بې باکه او خيانت‌کار نارينه مينېدل هم مثبت اړخونه لري، ځکه چې د هغه جذابیت او ځیرکي د هغه نورو نسلونو ته لېږدي چې په دې ځانګړنو سره ښايي د ډېرو جنسي برياوو لرونکی وګڼل شي.

د کروګر په اند د اسټین په څېر ليکوال د تکاملي روان پوهنې داسې پوهان دي چې د انسان د جنسي غوړېدنې په اړه د ډېر دقیق درک لري. هغه وايي:

" زه فکر کوم چې دا د يادو داستانونو يو پټ راز دی. همدا لامل دی چې د دغو اثارو په ليکل کېدو د دوه سوه کلونو په تېرېدو سره بیا هم په سينمايي آثارو کې يو شمېر آثار د جین اسټین د اثر له مخې جوړېږي".

دغه ډول شننې د هغو تحلیلونو په ګډون چې په دې وروستیو کې د هري پاتر د مشهور دښمن لرد ولدمورت او په تګزاس کې په برېښنايي اره وژنو کې چرمي مخ په څېر په فانتزي او وېروونکو اثارو کې هم شوی چې لا زیات او متفاوت ليدلوری رامنځته کېږي.

د دغو شخصیتونو له ځانګړنو یوه هم د دوی عجیب او غریب ظاهر دی چې ښکاري له ناروغيو زموږ تکامل موندلي ډار ته لمنه وهي.

د انسان توکمپال طبعيت ته په کتو سره شروران معمولا د هغه څه نښه لري چې د یوې داسې ډلې غړی وګڼل شي چې په ټولنه پورې تړاو ونه لري.

له همدې امله د هاليووډ ټول منفي شخصيتونه خارجي لهجه لري. له بدو موجوداتو سره لږ تماس هم بالاخره د ټولنې او ډلې لپاره د قربانۍ حس پیاوړی کوي.

ناول ليکوال ایان مک‌يوون یو له هغو ستایل شوو کيسه بیانوونکو دی چې په ادبیاتو کې يې دغه تکاملي نظريه کارولې. هغه استدلال کوي چې په طرحو کې ډېری ګڼ عناصر حتی زموږ په خپلويو او قومي اړيکو کې هم لیدل کېږي.

هغه د ادبي حيوان تر عنوان لاندې په خپلو مقالو کې ليکي:

" که د منظمو څېړنو شرح - د څېړونکي له مداخلې پرته - د بونوبو شامپانزيانو په تړاو ولولئ نو ګورئ چې د انګلستان د ۱۹ پېړۍ د ناولونو عمده منځ‌پانګه به مو سترګو ته ودرېږي.هغه تړاوونه چې رامنځته کېږي او شلېږي، د نورو عروج او زوال، طرح کېدونکې نخچې، غچ، درناوی، مجروح غرور، ناکامې مينې، قربانۍ او ویرونه".

مک‌ ايوون استدلال کوي چې موږ باید د دغو تکامل موندلو لېوالتياوو په قدر پوه شو، ځکه چې منشاء يې ډېره مهمه ده او د دې لامل کېږي چې کیسې د مکان او زمان له پولو واوړي.

هغه زیاتوي: " که موږ له پخوانیو ليکوالانو سره ګډ تصورونه او عاطفي بنسټونه نه لرلی نه مو شو کولی چې د خپل وخت له کيسو پخوانۍ کيسې یا هم له خپل کلتوره بهر کيسې راته په زړه پورې وي.

د همدې پراخې او ژورې زېرمې له برکته دی چې د ګېلګمېش د حماسې په څېر کيسه هم هومره تازه ده چې ته به وايې پرون لیکل شوې او له څلور زره کلونو را وروسته چې په ډبرليک کښل شوې لا هم په دوستۍ کې د وفادارۍ پر ځای پاتېدونکی او د ټولو لپاره په کار درس او پند له ځان سره لري.

دا هم د لوستلو دي

* زرنجي او د چلوونکو ادبیات

* کمې خبرې؛ د لیتویا د کلتور برخه

* د پښتو ادبياتو تاريخ څرنگوالى

ورته مطالب