شاه رخ خان د ملالې غوښتنه منلې؛ اکسفورډ پوهنتون کې به وینا کوي

  • 8 اکتوبر 2018 - 16 تله 1397
ملاله او شاه رخ خان د انځور حقوق .
Image caption ښکاري چې دغه هندی سینمايي فلمي ستوری د ملالې یوسفزۍ له خوا هڅول شوی دی.

دوه کلونه یې ونیول چې شاه رخ خان په اکسفورډ پوهنتون کې د یوې وینا بلنې ته "هو "وکړل. له زرګونو ټویټونو وروسته یوه ټویټ وکړای شول په درناوي او لېوالتیا یې ځواب ترلاسه کړي.

پر ټویټر د هندوستان بالیووډ مشهور لوبغاړي شاه رخ خان او د نړۍ تر ټولو کم عمره د سولې نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ ترمنځ تبادله شوي پیغامونه پر خواله رسنیو ډېر لاس په لاس شوي او ډېر غبرګونونه پرې ښودل شوي.

پر خواله رسنیو د پیغام استولو دا لړۍ وروسته تر هغه پیل شوه، چې د ۲۰۱۶ کال نومبر میاشت کې برتانوي خبریال او د اکسفورډ پوهنتون د یوې څانګې مشر الن روزبریجر له شاه رخ خان نه اکسفورډ پوهنتون کې د وینا د غوښتنې یو ټویټ کړی و:

"موږ خوشالېږو چې اکسفورډ پوهنتون کې محصلینو ته وینا وکړې. دوی له تا سره مینه لري."

شاه رخ خان په انګلیسي یو ټویټر کړی چې وايي: "هرومرو، ډېر به خوشحاله شم، ستا [ملالې] سره ملاقات به راته ویاړ وي. زه به خپلې ډلې ته ووایم چې ژر تر ژره یې تنظیم کړي."

په ځواب کې یې ملالې یوسفزۍ ویلي "موږ به په تمه یو".

'مودي واخلئ، شاه رخ واخلئ، راشد خان راکړئ'

ملاله: د پښتون ژغورنې غورځنګ غږ دې واورېدل شي

ښکاري چې دغه هندی سینمايي فلمي ستوری د ملالې یوسفزۍ له خوا هڅول شوی دی.

وړاندې شاه رخ خان ایډنبرګ، یېل پوهنتونونو او نړیوال اقتصادي فوروم ۲۰۱۸ کې ویناوې کړې دي.

شاه رخ خان دامهال د "زیرو" په نامه فلم لپاره شوټېنګ کوي.

نوموړي ته په ۲۰۱۲ کال، یېل پوهنتون کې افتخاري ډیګري ورکړل شوه. نوموړي هغه مهال په یوه وینا کې ویلي وو، ''زه پر دې باور یم چې د بریا ریښتینې لار له ماتې خوړلو په وېره کې نغښتې ده''.

شاه رخ خان ته په ۲۰۱۵ کال رویل پوهنتون کې افتخاري دوکتورا هم ورکړل شوه.

د ۲۰۱۶ ډیسمبر کې بیا شاه رخ خان ته د هند حیدراباد مولانا ازاد ملي اردو پوهنتون کې د هغه وخت ولسمشر پراناب موکرجي افتخاري دوکتورا ورکړه.

نوموړي په دې پوهنتون کې د افتخاري دوکتورا ترلاسه کولو پرمهال ویلي وو: "نه پوهېږم ددې ډیګرۍ لپاره وړ یم او که نه، خو ډېر خوشاله یم. زما خوشالي به هلته دوه برابره وای، چې مور او پلار مې هم دلته وای."

ورته مطالب