عامر خان ولې په فلم کې له رول لوبولو ډډه کړې؟

  • 11 اکتوبر 2018 - 19 تله 1397
عامرخان د انځور حقوق SPICE
Image caption عامر خان او مېرمن یې په یوه اعلامیه کې ویلي، غوښتل یې له یوه سړي سره د نوي فلم پروژه پیل کړي، خو د جنسي ځورونې له رسوایۍ وروسته دغه پروژه پرېږدي.

د هند مشهور فلمي ستوری عامر خان او مېرمن یې کیرن راو وايي، پر یوه فلمي شخصیت د جنسي ځورونې تورونو له کبله د یوه نوي فلم پروژه پرېږدي.

عامر خان او مېرمن یې د 'عامرخان پرډکشنز ' په نامه یوه کمپنۍ لري، چې فلمونه جوړوي او دوی ویلي، د فلم جوړونکو له هغې ډلې سره نوره همکاري نه کوي، چې پر(یوه کس) یې د جنسي ځورونې تور پورې شوی.

عامر خان او مېرمن یې په یوه اعلامیه کې ویلي، غوښتل یې له یوه سړي سره د نوي فلم پروژه پیل کړي، خو په وینا یې بالیوډ کې د جنسي ځورونې خلاف د هشټګ کمپاین 'مې ټو ' لړ کې ورته وویل شول، چې دغه سړی هم په جنسي ځورونه تورن دی.

د انځور حقوق Twitter
Image caption عامرخان او مېرمن یې د چا نوم نه دی یاد کړی

اعلامیه کې ویل شوي، له معلوماتو وروسته څرګنده شوه، چې خبره تر محکمې رسېدلې ده:

''موږ نه خو کومه څېړنیزه اداره یو، نه هم د یوه کس په اړه نظر څرګندولای شو، ځکه دا د پولیسو او محکمې دنده ده، ځکه موږ په پروژه کې پر شامل یوه سړي له هر ډول تور لګولو پرته له هغوی د لارې جلا کولو پرېکړه وکړه.

که څه هم عامرخان او کرن راو د چا نوم نه و یاد کړی، خو د دوی د اعلامیې له خپرېدو سملاسي وروسته فلم لیکوال او ډایرکټر سبهاش کپور پر ټویټر پاڼه ولیکل، چې د عامرخان او کرن راو د پرېکړې هرکلی کوي.

د یادونې ده، چې له پلان سره سم د عامرخان پروډکشنز د راتلونکي فلم جوړولو چارې باید سبهاش کپور ته سپارل شوی وای. د دغه فلم کیسه د هندي موسیقۍ مشهور شخصیت ګلشن کومار پر ژوند راڅرخي.

د انځور حقوق Twitter
Image caption سبهاش کپور په ټویټر پیغام کې پوښتنه راپورته کړې

په یوه ټویټر پیغام کې سبهاش کپور ویلي:

''دغه قضیه اوس محکمه کې ده او زه غواړم محکمه کې خپله بې ګناهي ثابته کړم، خو یوه پوښتنه به وکړم، چې په پټه د یوې داسې ښځې ویډيويي کلیپ ثبتول او پر خواله رسنیو یې خپرول، چې ژاړي، له ځورونې سره برابر نه دی؟

(یا فکر کوئ) چې دغه ښځه د یوه داسې سړي اړوند ده، چې د جنسي ځورونې تور پرې پورې شوی، ځکه داسې کول سم کار دی، که ځواب مو هو وي، نو زه فکر کوم دا خبره د سارايي محکمې له فکري اندازه لرې نه ده. ''

د انځور حقوق AFP
Image caption نانا پاټېکر د جنسي ځورونې تورونه رد کړي دي

بل لور ته د جنسي ځورونې خلاف بالیوډ دغه کمپاین کې د ممثلې تنوشري دته په غوښتنه ځايي پولیسو د مشهور هندي ممثل نانا پاټېکر خلاف دوسیه ثبت کړې ده.

دوسیه کې د نانا تر څنګ د دریو نورو بالیوډ شخصیتونو نومونه هم شته، چې فلم پروډیو سر سمیع صدیقي، ډایرکټر راکېش سارنګ او ډانس ډایرکټر ګنېش اچاریا پکې شامل دي.

د انځور حقوق HINDUSTAN TIMES
Image caption تنوشري دته وايي، یوه فلم کې یې له خوښې پرته صحنې شاملې شوې

مېرمن دته ادعا کوي، چې ۲۰۰۸ کال کې د (هارن اوکې) نومي فلم یوې سندرې ځینې صحنې د هغې خوشې خلاف ثبت شوې دي. تنو شري مخکې ویلي و، فلم کې ځینې صحنې چې د دې خوښه نه وه، د نانا پاټېکر په غوښتنه شاملې شوې دي او دې هغه مهال هم احتجاج کړی و، چې په خبره یې غږ یې نه و اورېدل شوی، خو ښاغلي پاټېکر دغه تورونه رد کړي دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب