شاعر او لیکوال عمردراز مروت ومړ

د انځور حقوق SOCIAL MEDIA

پښتون شاعر عمردراز مروت د ورپېښې ناورغۍ له کبله د پېښور یوه روغتون کې د ۶۲ کلونو په عمر ومړ. عمر دراز مروت له څو ورځو راهیسې په روغتون کې بستري و او نن 'پنجشنبه ۲۹ نومبر ' یې ساه ورکړه.

نوموړی د مروتو تختي خېلو سیمې اوسېدونکی و او هلته یې د یوې ادبي ټولنې مشري هم کوله.

نوموړی له تېرو دوو لسیزو راهیسې د سیمې په ادبي کړیو کې فعال و، نظم او نثر یې لیکه، د نورو لیکوالو او شاعرانو کتابونه یې هم چاپول او د سیمې ادبي غونډو کې یې برخه اخیسته.

عمردراز مروت د 'شیخ بدین ' په نامه ادبي مجله هم چاپوله.

افغان شاعر او سیاستوال بارق شفیعي ومړ

وتلی شاعر رحمت الله درد ومړ

د دانش خپرندویه ټولنې مشر اسدالله دانش وايي، له کلونو راهیسې عمردراز مروت پېژاند او د ادب په برخه کې د هغه د نه ستړي کېدونکو هلو ځلو شاهد دی.

ښاغلی دانش وايي، مرحوم مروت شعر لیکه، تذکرې یې لیکلې او د خپرندوی په حیث یې د سیمې د نورو لیکوالو او شاعرانو اثار چاپول چې شمېر یې تر ۷۰ پورې رسېږي.

د دانش په وینا، که څه هم عمردراز مروت رسمي زده کړې نه وې کړې، خو دا وروستیو کلونو کې یې نه یوازې لیک لوست زده کړ، بلکې په وینا یې عمردراز مروت له هغو کسانو یو دی چې په خپله سیمه کې به د کتابونو پر هر پلورنځي ګرځېده او د پښتو کتابونو پېر او پلور یې هلته دود کړ.

اړونده مطالب