کلیوال ځوان مشهوره موسیقۍ سیالي وګټله

سندرغاړی د انځور حقوق TWITTER

هند کې د موسیقۍ یوه ډېره مشهوره سیالۍ 'انډین ایډل ' یوه بې وزله کلیوال زلمي سلمان علي وګټله. د جایزې په توګه سلمان علي ته دوه نیم میلیونه روپۍ نغدې او یو ډاټسن ډوله ګاډی ورکړل شوي دي.

سلمان علي د هریانه ایالت یوه کوچني کلي بیوزله کورنۍ کې زېږېدلی، چې ودونو کې سندرې وايي.

دغې سیالۍ کې د بریا پرېکړه مشهور هندي سندرغاړي کوي، چې یوه یې انو ملک د دود خلاف د یوې لوړ پوړې ودانۍ له چته د سلمان علي د بریا لپاره له خلکو د رایو غوښتنه وکړه.

د انځور حقوق TWITTER
Image caption سلمان علي وايي، د سیالیو بهیر کې خلکو وپيژاند او په درنه سترګه ورته ګوري

انو ملک سلمان علي تر ټولو غوره سندرغاړی وباله. سلمان علي له کوچنیوالي هره ورځ نژدې نهه کیلومتره سفر کاوه او د مزد بدل کې یې نورو ماشومانو ته د موسیقۍ زده کړه ورکوله.

د نوموړي یوه پېښه معلوله ده او په وینا یې پلي تګ راتګ کې یې ډېر تکلیف ګاللی دی. هغه وايي:

'کور ته له ستنېدو وروسته به مې هره ورځ پېښې پړسېدلې وې. '

سلمان علي وايي، د کور حالت یې خراب دی او د جایزې پر پېسو به یې بیا رغاونه کوي.

د انځور حقوق INSTAGRAM
Image caption سلمان علي وايي، د مزد بدل کې یې ماشومانو ته موسیقي ورزده کوله

هغه وايي د انډین ایډل شو په لسم سیزن کې تر اوږدې مودې د بوختیا له کبله نه توانیده د کورنۍ لپاره مزدوري وکړي، خو سلمان علي د خپرونې یوې کوربنې نیها ککړ مننه وکړه، چې دغه موده کې یې د ده کورنۍ ته د خوړو لګښت لېږلی دی.

سلمان علي وايي، د خپرونې له کبله خلکو پېژندلی او هر چېرې چې ځي خلک په درنه سترګه ورته ګوري.

نوموړی غواړي له دې وروسته ممبۍ کې واوسي او هیله من دی چې د بالیووډ فلمونو کې به د سندرو لپاره وغوښتل شي.

د انځور حقوق INSTAGRAM
Image caption سلمان علي د یوې بې وزله کورنۍ زوی دی

د سیالیو پای کې مشهور فلمي ستوری شاه رخ خان هم موجود و، چې په اړه یې سلمان علي خوښي وښوده.

سلمان علي وايي، باور یې نه راته چې د شاه رخ لپاره به سندره وايي او په خبره یې دا هر څه ورته د خوب لیده دي.

د انځور حقوق SUJIT JAISWAL/GETTY IMAGES
Image caption د سیالیو په وروستۍ ورځ شاه رخ خان هم له نورو فلمي ستورو سره یو ځای د سلمان علي سندره واوریده

د هندوستان ټایمز ورځپاڼې په رپوټ کې ویل شوي سلمان علي دا ورستیو کې د ورن دهون او انوشکا شرما فلم 'سوني دهاګه ' لپاره سندره ویلې ده.

اړونده مطالب