د پاکستان امنیتي ماموران افغان فرهنګپال 'ځوروي'

په وروستیو کې پاکستان مېشتي شاعران کابل کې د خوشال خان په اړه سیمینار کې د ګډون لپاره کابل ته تللي وو د انځور حقوق Arg
Image caption په وروستیو کې پاکستان مېشتي شاعران کابل کې د خوشال خان په اړه سیمینار کې د ګډون لپاره کابل ته تللي وو

د لرې او برې پښتونخوا فرهنګیان وايي، د کابل او اسلام اباد ترمنځ کړکېچنو سیاسي اړیکو د دواړو غاړو فرهنګپالو پر تګ راتګ هم پام وړ منفي اغېز کړی.

د برې پښتونخوا لیکوال او شاعران وايي، کله چې دوی د کرښې هغه غاړې په فرهنګي غونډو کې د ګډون په موخه تللي نو کله نا کله د پاکستان استخباراتي ادارو ځورولي.

خو دا فرهنګ‌پال وايي هوډ يې کړی، د حکومتونو خلاف به دوی په شخصي توګه هڅه کوي چې تګ راتګ یې ډېر او اړیکې تودې وساتل شي.

د کرښې هغه غاړې نامتو شاعران په کابل کې د نابغه خوشال په سیمینار کې، دوی د کرښې دې غاړي اوسېدونکو د خپل زړه خبره د شعر په ژبه کوي.

د لرې پښتونخوا لیکوال، شاعر او د پښتو ژبې تاثیرکوونکې څېره اباسین یوسفزی وايي، له غیر حکومتي لارو هڅه کوي، د کرښې دواړو شاعرانو او لیکوالو تر منځ تګ راتګ ډېر کړي:

اغیار چې را ته جوړ کړي، په کورونو کې دیوال.

بورا ته څه مزل دی، په ګلونو کې دیوال.

نفرات په یوه کاله کې، دیوالونه کې راجوړ.

الفت له منځه لیري کړي، په ملکونو کې دیوال.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د کابل کلتوري غونډې حال

د لرې او برې پښتونخوا اوسیدونکو په یووالي کې د لیکوالو او شاعرانو رول مهم دی. لیکوال، د ژبې، قام سترګې او د هغوی دماغ وي، کله چې دغه سترګې، دماغ څه سوچونه او څه عمل کوي نو د دوی ټولو شریک سوچ وي.

د لرې پښتونخوا فرهنګیان، په برې پښتونخوا کې په حکومتي او ولسي کچه له تاوده هرکلي سره مخامخ کيږي.

د نابغه خوشال سیمینار په څلورمه ورځ په ارګ کې ولسمشر محمد اشرف غني وویل، د لرې پښتونخوا شاعرانو په شعرونو کې د زړه غم غلطوي:

"د پښتونخوا او کوټې څخه راغلو میلمانو څخه مننه کوم، چې د نابغه خوشال په سیمینار کې یې برخه واخیسته. هر واري چې پر ما باندې غم راشي، د دروېش صاحب اثار لولم."

په نژدې دوو لسیزو کې د افغان حکومت سره تر څنګ افغان فرهنګي ټولنې او یو شمېر موسسې هم په لسګونه ځله د لرې پښتونخوا د شاعرانو او لیکوالو کوربتوب کړی دی.

ښه مثال یې په ناریج ګل، انارګل، هلمند سیند او ځینو نورو پسرلنیو مشاعرو کې د لرې پښتونخوا شاعرانو ګډون یادولای شو.

د برې پښتونخوا یو شمېر فرهنګیان په دې نظر دي، چې د افغان حکومت بر خلاف پاکستان حکومت د فرهنګي اړیکو ډېرېدا چندان پلوی نه دی.

د انځور حقوق Arg
Image caption د کابل دې کلتوري غونډه کې د پاکستاني لیکوالو ګډون رنګارنګ ښودل شوی

خوشال روهي، چې له لسیزې راهیسې د کرښه دواړو غاړو لیکوالو او شاعرانو تر منځ ګډې غونډې جوړوي، لرې پښتونخوا ته د یوه فرهنګي سفر تریخه خاطره وايي.

"دوه ځلي چې موږ لرې غاړې ته د غونډې لپاره ولاړو، دواړه واره د پاکستانیو مېلشو، پوځیانو او حتی د استخباراتو له خوا خنډونه راته جوړ شول. په لار کې موږ ټول ودرولو، پاسپورټونه، د موبایلونه شمېرې او تلاشۍ یې رانه واخیستې. ډېر وخت ته یې هلته ایسار کړو او زموږ او د دوی تر منځ ټکر هم راغی، حتی اجازه نه راکوي چې بلل شوې غونډې ته ولاړ شو."

خو ښاغلي روهي دا هم وايي چې په دواړو غاړو کې په ولسي کچه د پلاوو هر کلی په ډېر احساساتي او مينه ناک ډول کېږي.

له دې سره ترڅنګ یو شمېر موسسې، د لرې او بري پښتونخوا هنرمندانو، فیشن شوو مډالان، مدني فعالانو او ژورنالستانو ترمنځ ګډې فرهنګي غونډي جوړوي.

په افغانستان کې د میدیوتیک یو چارواکي عاطف فقیرزاده وايي، د دواړو حکومتونو تر منځ سړو سیاسي اړیکو مخامخ پر فرهنګي ناستو، پاستو منفي اغېز کړی دی:

"کله چې د حکومتونو تر منځ اړیکې خرابيږي. نو دا په ټیټه کچه، د خلکو، فرهنګیانو او د ښوونیزو مرکزونو تر منځ پر اړیکو هم منفي اغیز کوي."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په افغانستان کې د میدیوتیک یو چارواکي عاطف فقیرزاده وايي، د دواړو حکومتونو تر منځ سړو سیاسي اړیکو مخامخ پر فرهنګي ناستو، پاستو منفي اغېز کړی

د افغانستان قومونو او قبایلو چارو وزارت هر کال د وږي ۹ مه د لر او بر پښتنو او بلوڅانو پیوستون ورځ په کابل کې لمانځي. د پغمان مېله هم د دواړو غاړو فرهنګیانو په ګډه هڅه، همهاله په کابل او پېښور کې نمانځل کېږي.

خو له دومره هڅو سره سره بیا هم د لر او بر ژورې تاریخي او فرهنګي اړیکې د کابل او اسلام اباد د خړو، پړو سیاسي اړیکو تر سیوري لاندې دي.

ورته مطالب