کله چې جنرال مشرف له جګجیت سینګ سره طبله غږوله

جګجیت سینګ او چترا د انځور حقوق Chitra Singh

د هند جلندر ښار پوهنتون لیلیې اوسېدونکو محصلینو نه غوښتل د لیلیې یوې خونې خواته نورو خونو کې واوسي. سبب یې دا و چې دغه خونه کې یو محصل اوسېده چې هر سهار به یې دوه ساعته د کلاسیکې هندي موسیقۍ تمرین کاوه. دغه محصل به خپله هم خوب نه کاوه او د شاوخوا محصلین به یې هم خوب ته نه پرېښودل.

دغه محصل مشهور سندرغاړی جګجیت سینګ و، چې هغه مهال د جالندر راډیو مسوولینو د نیمه کلاسیک موسیقۍ په ازموینه کې ناکام بللی و، خو په دویمه درجه کلاسیک سندرغاړې درجه یې ورکړې وه.

د انځور حقوق Kartar Singh
Image caption د جګجیت سینګ محصلۍ مهال تصویر (شاته کیڼ لاس ته پټکی پر سر)

د جګجیت سینګ ژوند لیک لیکواله ستیا هرن د مشهور فلم ډایرکټر سبهاش ګهايي له قوله وايي چې دی او جګجیت سینګ هغه وخت بنګلور ته د موسیقۍ یوه فیسټوال کې د ګډون لپاره تللي وو:

'کله چې له دریځه اعلان وشو چې د پنجاب ایالت پوهنتون یو محصل د کلاسیکې سندرې لپاره راغواړو، نو خلکو وخندل. دوی فکر کاوه، چې د پنجاب خلک یوازې د بنګړې (سیمه ییز اتڼ) لپاره مشهور دي. '

Image caption جګجیت سینګ د کلاسیک موسیقۍ زده کړه کړې وه

سبهاش ګهايي سیتا ته وویل:

''کله چې هغه دریځ ته وخوت، خلکو شپیلکي پیل کړل. ګومان مې کاوه، ډېر سخت به خراب شي. هغه د شور او زوږ منځ کې سترګې پټې کړې. الاپ یې پیل کړ. ۳۰ ثانیې وروسته یې سندره پیل کړه. سوکه - سوکه یې کوډو اثر وکړ. هلته ناست کسان پر کلاسیک موسیقۍ پوهېدل. ژر چکچې شوې، لومړی په کراره او وروسته له جوش او خروش سره. کله چې یې سندره ختمه کړه، تر دومره ډېره چکچکې وې، چې سترګې مې له اوښکو ډکې شوې. هلته جګجیت سینګ ته لومړۍ جایزه ورکړل شوه. ''

۱۹۶۵ کال کې جګجیت سینګ ممبۍ ته لاړ او هلته یې له چترا سینګ سره ولیدل، چې تازه د موسیقۍ میدان ته وتلې وه.

د انځور حقوق Chitra Singh
Image caption جګجیت سینګ او چترا سینګ

چترا سینګ وايي:

''لومړی ځل مې د کور له بلۍ ولید. دومره تنګ پتلون یې اغوستی و، چې ګام اخیستل ورته ګران ښکاریدل. زموږ ګاونډ کې د سندرو لپاره بلل شوی و او ګاونډۍ ښځې یې ډېره ستاینه کوله، چې کمال هنر او غږ لري! ''

د انځور حقوق Chitra Singh

هغه وايي، لومړي سر کې مې هېڅ خوښ نه شو. یوه دقیقه وروسته مې ټیپ بند کړ. خو دوه کاله وروسته جګجیت او چترا په یوه سټوډیو کې تصادفاً سندره ثبتوله.

چترا وايي:

''له ثبت وروسته مې اخلاقاً ورته وویل، چې زما موټروان به مو تر کوره ورسوي. کله چې زموږ کور راورسېد بیا مې اخلاقاً ورته وویل، چای به مو څښلی وای! کله چې زه د چای چمتو کولو لپاره اشپزخانې ته ننوتم، د ناستې له کوټې د هارمونیم غږ راغی، داسې ته وا دوړې یې ترې پورته کولې، له هغې ورځې وروسته مې د هغه موسیقي ومنله. ''

د انځور حقوق Chitra Singh
Image caption پاکستان کې د جګجیت سینګ او چترا سینګ تود هرکلی وشو

له چترا سینګ سره ورو ورو د جګجیت سینګ دوستي پر مخ لاړه او دواړو یو ځای سندرې پیل کړې، جګجیت چترا ته د غږ کښته پورته کېدو او تلفظ هنر ورزده کړل او د 'ان فورګیټبل ' له خپرېدو وروسته جګجیت سنګ مشهور شو.

د انځور حقوق Chitra Singh

ورور یې کرتار سینګ وايي، د کامیابۍ دلیل یې د موسیقۍ او نظمونو انتخاب و. د نوموړي په خبره د موسیقۍ لویدیځو الاتو تر څنګ جګجیت سینګ د سټریو فونک ثبت له لارې غزل هم نوې زمانې ته راوړه.

Image caption خبریال ریحان فضل د جګجیت سینګ له ورور کرتار سینګ سره د بي بي سي سټوډیو کې

له ۱۹۷۹ کال وروسته ثبت او په ژوندۍ بڼه د کنسرتونو بهیر پیل شو، دې کې د غزل منځ کې له ګډونوالو سره د خبرو دود هم جګجیت سینګ پیل کړ او هدف یې دا و، چې له خپلو مخاطبانو سره اړیکه کې واوسي. ده به د سندرې منځ کې له مینه والو سره ټوکې ټکالې هم کولې.

د انځور حقوق Chitra Singh
Image caption جګجیت او چترا سینګ له مهدي حسن سره

چترا سینګ وايي د سندرو منځ کې د هغه د ټوکو ټکالو لامل موسیقي غږونکو ته د ارام ورکولو وسیله وه.

جګجیت سینګ وروسته له شاعر او فلمساز ګلزار سره په شریکه د مشهور شاعر مرزا غالب پر ژوند سیریال چمتو کړ، چې د ماهرینو په وینا دا په نوې بڼه د غالب د شعر وړاندې کولو وسیله شوه.

Image caption جګجیت سینګ او چترا سینګ

ستیا هرن وايي، د دوی دواړو تر منځ یو ډول سیالي هم وه، خو مشترک کار یې کاوه، ګلزار غوښتل د غالب له شعر سره داسې هېڅ موسیقي اله استعمال نه شي، چې د غالب زمانه کې نه وه، خو جګجیت له دې پرېکړې خوښ نه و، البته وروسته د ګلزار خبره زوروره او ومنل شوه.

۱۹۹۹ کې جګجیت سینګ پاکستان ته سفر وکړ او د پاکستان هغه مهال ولسمشر جنرال پرویز مشرف کور ته ورغی.

هلته دواړو پنجابي سندرې وویلې او مشرف له جګجیت سینګ سره د سندرو پر مهال طبله هم وغږوله.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ۱۹۹۹ کې جګجیت سینګ د پروېز مشرف کور ته ورغی

کرتار سینګ وايي:

''یو ځل جګجیت سینګ له اسلام اباده ډیلي ته پر لاره و، چې د الوتکې عملې د دې لپاره تر دوو ساعتونو پورې الوتکه په هوا کې وساتله چې له هغه سره تر ډېره خواله وکړي. ''

جګجیت سینګ له دوو کلونو مخکې نوی البم یا سندریزه ټولګه نه خپروله، ځکه فکر یې کاوه، چې اوریدونکي یې باید یو څه انتظار وکړي.

دمن سود چې د جګجیت سینګ سندرې یې ثبتولې وايي:

''د سګریټ څکولو له کبله به مې هغه سره تکرار کېده او هغه به د ګلزار او طلعت محمود مثالونه ځکه راکول، چې ګواکې د سګریټو له کبله یې په غږونو کې یو ځانګړی پوخوالی راغلی. ''

د انځور حقوق Chitra Singh
Image caption جګجیت سینګ له خپلو ماشومانو سره

کله چې لومړی ځل پرې د زړه دوره راغله، له ناچارۍ یې سګریټ پرېښودل او د مرۍ تودولو لپاره یې په اوسپنیز ګلاس کې د رم څښاک هم ورسره پرېښود.

شاعر او سیناریو لیکوال جاوید اختر د جګجیت سینګ په هکله ویلي، 'د هغه په غږ کې یو ډول کرار و. '

جاوید اختر لومړی ځل د جګجیت سینګ سندره د امیتاب بچن کره اورېدلې وه او هلته د لومړۍ سندرې شعر مفهوم داسې دی، 'چې خبره پیل شي، تر لرې به ورسېږي.. '

خبره هم وشوه او رښتیا هم تر ډېره ځایه ورسېده.

اړونده مطالب