"ما پخپله پوزه یو کتاب ولیکه"

د برتانیا په وایت وچه کې یوه کس چې د معلولیت له امله یې نشو کولی په لاس لیکنه وکړي، د خپل ژوند کيسه په پوزه لیکلې ده.

لیکوال جوش باري د سېلېبرال پالسي ناروغي لري چې د لاسونو پر خوځښت او کنټرول یې اغېز لري او نشي کولی په لاس لیکنه وکړي، نو د ټکنالوژۍ په مرسته یې په پوزه کتاب ولیکه.

تر دې وړاندې به جوش له هغو تڼیو کار اخیست چې له کمپیوټر سره وصلې وې خو دی وایي غوره یې وګڼله چې د خپلې پوزې په کارولو د آیپډ پر پرده لیکنه وکړي. دی وایي په دې کار کې یې خلاقیت نغښتی دی.

جوش وایي "که ستاسې له اړتیا سره سمه مرسته درسره وشي، هر څه کولی شئ."

نهه کاله یې ونیول چې جوش د خپل ژوند په اړه په پوزه کتاب ولیکه.

جوش د وایت په جزیره کې ازاد خبریال دی او یوه تفرېحي وېبپاڼه چلوي چې له ځینو پېژندل شویو کسانو سره یې هم مرکې کړي دي.

جوش لږ ګیله من دی چې کله نا کله د باندې خلک عجیب شانې ورته ګوري چې دا کار یې ځوروي او دی نه غواړي چې ناروغۍ يې له ده سره د خلکو پر چلند اغېز ولري.

Image caption لیکوال جوش باري د سېلېبرال پالسي ناروغي لري چې د لاسونو پر خوځښت او کنټرول یې اغېز لري او نشي کولی په لاس لیکنه وکړي.

دی وايي چې "خلک باید لږ کرار شي او د یوه معلول په لیدو خپل چلند بدل نه کړي."

دی وایي غواړي نور خلک هم له دې خبر شي چې له نورو سره د تفاوت له لرلو سره سره د ده په شان خلک خپلې هیلې او خوبونه رښتیا کولی شي.

جوش له ټولو ستونزه سره سره چې ګاللي یې دي، د خپل کتاب لیکلو ته خوښ دی.

Image caption جوش وايي چې "خلک باید لږ کرار شي او د یوه معلول په لیدو خپل چلند بدل نه کړي."

اړونده مطالب