امیتاب بچن: 'په تور زیړي اخته ښځې له کورونو مه شړئ'

امیتاب بچن د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption امیتاب بچن چې له تور زېړي سره د مبارزې په برخه کې د روغتیا نړیوال سازمان له خوا د ښه نیت سفیر ټاکل شوی، "ویلي ښځې د هېواد نیمايي ځواک دی، دوی د هېواد قوت ګڼل کېږي."

د بالیووډ سینما نامتو لوبغاړی امیتاب بچن ویلي، دی به د هغو کرکو او تبعیضونو پر وړاندې جدي مبارزه وکړي چې په هند کې ښځې ور سره مخامخې دي.

هغه چې له تور زېړي سره د مبارزې په برخه کې د روغتیا نړیوال سازمان له خوا د ښه نیت سفیر ټاکل شوی، پخپله وینا کې ویلي، په هند کې هغه ښځې چې تور زېړی ولري، تبعیضي چلند ور سره کېږي.

نوموړي په هند کې له زیړي سره د مبارزې د عمل ملي پلان پرانیستلو پرمهال وویل، تبعیض په هر حلت د غندلو دی.

د هغه له خولې داسې کیسې یې هم اورېدلي چې په تور زېړي اخته میندوارې ښځې له کورونو شړل شوې دي:

"داسې بوږنوونکې کیسې مې اورېدلې دي، چې مېړوښې ښځې له خپلو کورونو له دې کبله شړل شوې، چې دوی تور زیړی درلود."

امیتاب بچن د یکشنبې په ورځ وویل، په تور زیړي اخته ښځې باید په درناوي او ابرو سره ودرمللې شي:

"له ښځو سره تبعیض مې ډېر ځوروي. دا کار باید ونه شي. ښځې د هېواد نیمايي ځواک دی، دوی د هېواد قوت ګڼل کېږي. د دوی باید هغسې درناوی وشي، لکه څرنګه چې مستحقې دي."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption امیتاب بچن: "له ښځو سره تبعیض مې سخت ډېر ځوروي".

د بالیووډ دغه وتلي ۷۶ کلن ستوري ویلي، تبعیض د "غندنې وړ" دی او دی حیران دی چې ولې خلک له تور زیړي لرونکو ښځو سره ناوړه چلند کوي:

"له دوی سره یوازې په دې تبعیض کېږي، چې په تور زیړي یا هیپیټایټیس بي ویروس اخته شوې دي، چې دا کار د منلو نه دی. څومره چې ژوندی یم زه به له دې کار سره مبارزه وکړم."

نوموړی وايي، که "زما غږ او چیغه له دوی سره په پوهاوي کې همکاري کولی شي، خوښ به شم او دا کار به وکړم."

ورته مطالب