امریکايي نڅاګره چې افغان نڅا یې زړه وړی

رقصنده د انځور حقوق Spinning Huang
Image caption تارا پښتونخوا کې له پښتني جامو سره.

د امریکايي نڅا طراحه، هنرمنه او څېړونکې تارا کترین پانډیا د افغانستان، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران فولکلوري او دودیزې نڅاوې هم کوي.

نوموړې له ۱۸ کلونو راهیسې د منځنۍ اسیا هېوادونو د نڅا د ودې، پراختیا او ساتلو هڅې او همدرانګه د ورېښمو لار په تړاو څېړنې کوي.

تارا د بي بي سي افغان څانګې له خبریالې محجوبه نوروزي سره خبرو کې ویلي، چې د پنځو وچو ۱۹۰ ښارونو کې په پنځلس سوو نڅاوو کې ګډون کړی دی.

د انځور حقوق RJ Muna

نوموړې د منځنۍ اسیا له نڅاوو او د پاکستان نڅا ترمنځ د تړاو په هکله هم څېړنه کړې ده.

تارا د مېرمنو د ملاتړ او د منځنۍ اسیا کلتورونو ته د مثبت نظر د پیاوړي کولو لپاره له خصوصي ادارو سره هم کار کوي.

د افغانانو سره تارا

د انځور حقوق RJ Muna

تارا له ۱۲ ډېر کلونه کېږي چې د افغانانو کلتوري پروګرامونو کې ګډون کوي.

نوموړې چې د چاپېریال ساتنې برخه کې هم فعاله ده د نوبل جایزې د ورکړې مراسمو کې یې د افغانانو دودیز کالي اغوستي و.

هغه د مهوش، حبیب قادري، همایون سخي او نورو افغان سندرغاړو سره همکاري هم لري.

تارا د افغان مېرمنو او یتیمانو ملاتړو بنسټونو لپاره مختلف کنسرټونه کړي دي.

د انځور حقوق Nasiba Karimova

تارا له جرمن مور او هندي پلار د امریکا کلیفورنیا کې زېږېدلې ده.

هغه وايي، د پلار کورنۍ یې مسلمانه ده او د هغې کار او هنر یې نه خوښېږي.

خو پلار یې مجبور دی چې خپلې کورنۍ ته د نوموړې د کار په هکله درواغ ووايي.

د انځور حقوق dancein body
د انځور حقوق Daniel Bahmani
Image caption تارا د بدخشان پامیر کې
د انځور حقوق Timothy Hastings
د انځور حقوق Sophia Chytry
د انځور حقوق Sirojiddin Juraev
Image caption امریکايي نڅاګره تارا