په 'ریدي ګل' کې د سولې ارمان

د افغانستان په شمال ختیځ کندوز کې د ریدي ګل دودیزې مشاعرې ته د افغانستان له نژدې لسو ولایتونو شاعران، لیکوالان او د ادب د ډګر مینه وال ورغلي وو. پسرلی ادبي کلتوري ټولنه، له ۱۳ کلونو راهیسې هر کال د ریدي ګل په نامه ادبي غونډه کوي، چې د افغانستان د ډېرو ولایتونو دمېلمنو کوربه وي.

ریدي ګل دودیزه مشاعره، چې سږ کال یې ملي نوم غوره کړی، ځکه ډېری شعرونه یې د جګړې پای او سولې ته د رسېدو په هیلې ولوستل شول، دا سې هیلې چې لاهم یې ښکاره څرکونه نه ترسترګو کېږي؛ خو پر سږنۍ مشاعره یې سیوری غوړولی وو.

دلته جګړې غزلونو کې هم د مینې احساس کمزوری کړی او ځانته یې په کې ځای موندلی، لکه د کندوزي شاعر فرمان الله سباوون په یوه شعر کې چې واوریدل شو، چې ترنم یې د مشاعرې فضا له شوره ډکه کړه او په شعر کې یې د جګړه ځپلې چاردرې تت انځور وړاندې کړ.

د هریوا په لمن کې کلنۍ مشاعره

د نارنج گل مشاعره دا ځل له سانسور پرته تر سره شوه

شاعر فرمان الله وايي، ټولنه او شعر دواړه له روانو ترینګلو حالاتو اغیز من دي، خو په خبره یې چې مشاعرې باید تشویقي بڼه ولري. د سندرغاړي جمعه خان کټوازي سندرې هم د غونډې برخه وې، چې ډېره برخه یې د سولې ارمان ته ځانګړې شوې وه.

مشاعره کې د تېر پرتله سږ کال د ښځینه شاعرانو ونډه هم د پام وړ وه، چې په ځینې شعرونو کې یې د ښځینه احساساتو له مخې د ټولنې نا خوالو او نا سمو دودونو سره بیزاري ښوودلې.

ګډونوالو ته د ولسمشر محمد اشرف غني پیغام کې چې د ولسمشرۍ کلتوري سلاکار او د کابل پوهنتون استاد لال پاچا ازمون له لوري ولوستل شو، دا ډول مشاعرې د ملي فکر روزلو کې خورا اغېزمنې بلل شوې.

په کندوز کې د پسرلي ادبي کلتوري ټولنې مشر نور رحیم عاطف وايي، دا ځل یې وغوښتل چې خلکو ته د شعر په ژبه د سولې پیغام ورسوي. پسرلی ادبي کلتوري ټولنه ۱۳ کاله وړاندې کندوز کې جوړه شوه، د ریدي ګل په نامه مشاعره یې هر کال د افغانستان د ډېرو ولایتونو شاعرانو، لیکوالانو او د ادب ډګر کوربه وي.

که څه هم په دې مشاعره کې ځانګړې موضوع نه پالل کېږي؛ خو دا ځل یې ډېر شعرونه، د جګړې پای او د سولې پیل په پار وو.

اړونده مطالب

ورته مطالب