سري لنکا: د امنیتي ځواکونو او 'مشکوکو' کسانو نښته، ۱۵ مړي موندل شوي

د انځور حقوق Getty Images

سري لنکا کې پولیس وايي شپږ ماشومان هم په هغو کسانو کې شامل وو، چې د چاپې پر مهال د سخت دریځو وسله والو ځانمرګي چاودنې له کبله ووژل شول. پولیس سینتهاماروتهو سیمه کې د مشکوکو کسانو نیولو ته ورغلي وو چې دې کسانو په ځان پورې تړلي باروت وچوول.

دغه سیمه سري لنکا کې د ظهران هاشم پلرني کور ته څېرمه ده چې ګومان کېږي پر کلیسا او هوټلونو د یکشنبې ورځې بریدونو مشري یې کوله چې نژدې ۲۵۰ کسان پکې ووژل شول.

د سري لنکا امنيتي ځواکونه وايي د دغه هېواد په ختیځ کې يې د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې له مشکوکو کسانو سره نښته کړې ده. پوليسو ویلي له دغې نښتې وروسته يې د ۱۵ کسانو مړي يې موندلي چې مشکوک وسله وال او ملکيان هم پکې شامل دي.

* ''د سري لنکا بریدونو کې بهرنۍ شبکې لاس لري''

* سري لنکا: له مخالفینو غواړو چې هېواد ته ستانه شي

په ورته مهال د سري لنکا لومړی وزیر انیل ویکر ماسینګه له بي بي سي سره خبرو کې وايي، دی دې بریدونو کې د امنیتي ادارې د ملامتۍ مسوول نه دی:

د انځور حقوق Getty Images

زه د هغو کسانو له ډلې اېسنل شوی و چې د دې بریدونو په هکله یې پټ امنیتي رپوټ ترلاسه کاوه.

دا بریدونه تېره یکشنبه په یو وخت او د عیسایانو د پاک اختر مراسمو کې پر دریو کیساوو او څو هوټلونو وشول.

د سري لنکا پولیس او امنیتی ادارې تورنېږي چې د ورته بریدونو د احتمال په هکله یې امنیتی تدابیر ونه نیول.

د سري لنکا د دفاع وزیر او د پولیسو مشر د همدې له امله تېرو ورځو کې له دندې استعفا وکړه.

د واک او ځواک جګړه

Image caption د سري لنکا لومړي وزیر امنیتي ادارو کې د سمون ژمنه کړې وه.

لومړي وزیر رانیل ویکر ماسینګه ژمنه کړې وه چې د سري لنکا امنیتي ادارو کې بنسټیز بدلون راولي، خو اوس خپله هم له ستخو نیوکو سره مخ دی.

خو نوموړي د جمعې په ورځ( د اپرېل ۲۶) بي بي سي سره خبرو کې وویل، دا چې د لومړي وزارت دفتر د هغو کسانو له ډلې اېستل شوی و چې د بریدونو په هکله یې پټ رپوټ ته لاسرسی درلود، نو د استعفا ور کولو اړتیا یې نشته.

"که موږ مالومات ترلاسولی او ګام مو نه پورته کولی، ما سملاسي استعفا ور کوله... خو که له دې کړۍ وتلی یاست نو بیا څه کولی شئ؟"

داسې ښکاري چې په دې امنیتي رپوټ د رانیل ویکر ماسینګه نه خبرول په سري لنکا کې د واک او ځواک جګړه ښيي چې د لومړي وزارت او ولسمشر ترمنځ روانه ده.

په دې ډول د ښاغلي ویکر ماسینګه له اوسنیو څرګندونو داسې ښکاري چې په دې برخه کې د دغه هېواد ولسمشر مایتریپالا سیریسنا ملامت وګڼي.

ورته مطالب