هندۍ سیاستواله وايي، د ګاندي وژونکی 'هېواد پال' و

  • 16 می 2019 - 26 غویی 1398
ګاندي د انځور حقوق Getty Images
Image caption د مېرمن ټاکر څرګندونو ته د یو شمېر هغو ښي اړخه هندوانو د نظر په سترګه کتل کېږي چې د بي جي پي ملاتړي دي او مهاتما ګاندي ته له کچې د زیات معتدل مشر په سترګه ګوري.

د هند واکمن ګوند بهارتیه جنتا ګوند اړوند ناندریزه سیاستواله پراګیا سینګ ټاکر وروستیو څرګندونو په دغه هېواد کې ناندریز بحثونه راپورته کړي دي. نوموړې په تازه څرګندونو کې نتهورام ګوډسي 'په هېواد میین ' سړی بللی چې مهاتما ګاندي یې وژلی و.

مېرمن ټاکر دغه څرګندونې د سویلي هند فلمي ستوري کمل هاسن په ځواب کې کړې چې دا وروستیو کې یې سیاست ته مخه کړې. ښاغلي هاسن نتهورام ګوډسي ته په اشارې سره ویلي و، چې د هند لومړنی سخت دریځی کس 'یو هندو و. '

د ښاغلي هاسن د دوشنبې ورځې پر دغو څرګندونو بي جي پي ګوند سختې نیوکې کړې، پر هغه یې د 'وېش له سیاسته د خوند اخیستو ' تور پورې کړی او د هند ټاکنو کمېسیون ته یې د هغه شکایت کړی.

بي جي پي ګوند د مېرمن ټاکر څرګندونې غندلې او له هغې یې غوښتې چې په عام محضر کې بخښنه وغواړي.

د ګوند ویاند جي وې ایل نرسمهاراو خبریالانو ته وویل: موږ له دې خبرو سره موافق نه یو، موږ یې غندو او ګوند به له هغې وغواړي چې توضیحات ورکړي، هغه باید د دې څرګندونو له کبله له خلکو بخښنه وغواړي.

خو د مېرمن ټاکر څرګندونو ته د یو شمېر هغو ښي اړخه هندوانو د نظر په سترګه کتل کېږي چې د بي جي پي ملاتړي دي او مهاتما ګاندي ته له کچې د زیات معتدل مشر په سترګه ګوري.

ګوډسي چې د ۱۹۴۸ کال د جنوري پر ۳۰ مه یې ګاندي پر ټټر درې مرمۍ وویشت خپله هم د ښي اړه ملتپالو ډلو ملګري وو چې بي جي پي ته خورا نژدې ډلې هم پکې شاملې دي.

دغه سخت دریځي هندوان پر ګاندي تور پورې کوي چې له مسلمانانو ډېر پلویتوب له کبله یې له هندوانو سره خیانت کړی دی. دوی دغه راز له برتانیا نه ۱۹۴۷ کال کې د هند او پاکستان خپلواکۍ تر لاسه کولو پر مهال د متحده هند وېش او بلواوو کې د وینې توېدنې تور هم پر ګاندي پوري کوي.

د مېرمن ټاکر له څرګندونو مخکې د هند مشهور ممثل کمال حسن دا خبره د یکشنبې په ورځ په سوېلي ریاست تامل ناډو کې یوې جلسې ته وکړه چې په دغه هېواد کي یې سیاسي ماحول ګرم کړی.

کمال حسن څو میاشتې وړاندې خپل سیاسي ګوند (مکّل نیدھي مایم) جوړ کړ. هغه په تاملي ژبه وینا کوله او هغه توری چې هغه وکاراوه ژباړه یې 'سخت دریځی' دی خو هندي او انګرېزي ژبو رسنیو د 'ترهګر' کلمه کارولې.

په هر حال، د ښاغلي هاسن وینا د هند په سیاسي چاپېریال کې توفان راپارولی او په خواله رسینو کې د هغه په اړه یو شمېر هشټګونه په روان دي.

د هند واکمن ګوند بي جي پي او نورو ملګرو ګوندونو د کمال حسن دغه خبرې په سختو ټګو غندلې او د ټاکنو له کمېسیونه یې غوښتي چې د ښاغلي هاسن پر ټاکنیز کمپاین نور بندیز ولګوي او د ګوند منظوري یې ختمه کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ښاغلي هاسن وینا د هند په سیاسي چاپېریال کې توفان راپارولی او په خواله رسینو کې د هغه په اړه یو شمېر هشټګونه په روان دي.

د هندي رسنیو په وینا، د بي جي پي ویاند اشوني اباتیا د کمل هاسن په اړه شکایت ثبت کړی او وايي د ښاغلي حسن دغو یادوونو د هندوانو جذبات خوږوي.

کمل هاسن ګوند په پارلماني ټاکنو کې شامل دی، خو دا کمپاین د ریاستي اسمبلۍ ضمني انتخاباتو په لړ کې و چې د پارلماني ټاکنو په اومه او وروستنۍ مرحله کې د مې میاشتې په ۱۹مه به پکې رایې وکارول شي.

کمل هاسنپه خپل بیان کې ویل: "زه دا خبره په دې نه کوم چې زه د مسلمانانو په یوه ګڼ مېشته سیمه کې یم، زه دا خبره ځکه کوم چې دلته د ګاندي مجسمه شته. د خپلواک هند لومړی سخت دریځی هندو او د هغه نوم ناتورام ګودسي وو - سخت دریځي له همدې ځایه پیل شوې. ښه هندوستانیان مساوات غواړي او د هند د بیرغ درې سره رنګونه باید یوځای وساتل شي. زه یو ښه هندوستانی یم او دا خبره په ویاړ کوم."

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption کمل هاسن د هند سوېل کې ډېر مینه وال لري او څو میاشتې وړاندې یې خپل سیاسي ګوند (مکّل نیدھي مایم) جوړ کړ.

د پارلمان یوه غړي سنجي راوت ویلي: "که د هندوانو مذهب له ترهګرۍ سره وتړل شي، نو هندوان دا نه شي زغملای."

د دفاع وزیر مرمیلا سیتا رمن ویلي کمل هاسن د کانګریس او کمونیست ګوندونو منځ کې بند پاتې دی او د لږکیو د هوسا کولو لپاره د هندوانو غلط انځور خپروي. د هغه په وینا،کمل هاسن "د وژونکي او ترهګر ترمنځ توپیر نه شي کولای."

خو د هند یوه مشهور تاریخ پوه هربینس مکهیا بیا بې بې سي ته په خبرو کې وویل: "دا د تاریخ خبره نده، د ښاغلي ګاندي وژونکي د هغه تر وژنې وروسته په ویاړ د خپل هندوتوب اعلان کړی و. نو په دې کې به څه تاریخ پلټنه وکړو. هغه ویلي وو هندو دی ځکه یې ښاغلی ګاندي وواژه."

ورته مطالب