له ویکتوري پېر وروسته مشهور مسلمان شوي برتانویان

  • 22 می 2019 - 01 غبرګولی 1398
ویلیم هینري کویلیام (کیڼ)، لیډي ایویلین کوبولډ او رابرټ سټېنلي په نولسمه پېړۍ کې مسلمانان شول د انځور حقوق Liverpool Records/Cobbold family/Tameside Archives
Image caption ویلیم هینري کویلیام (کیڼ)، لیډي ایویلین کوبولډ او رابرټ سټېنلي په نولسمه پېړۍ کې مسلمانان شول

د امپراتورۍ د پېر په اوج کې، برتانویانو د مسیحیت پرېښودو او مسلمانېدو هوډ وکړ. لاندې د هغو درېیو مخکښو مشهورو کسانو کیسې دي، چې په ویکتوري عصر کې یې -چې مسیحیت په کې د برتانوي هویت اساس ګڼل کېده - دغه پېر وننګاوه.

عبد الله كويليام

وکیل ویلیم ینري کویلیام وروسته تر هه اسلام ته ډېر پام واړاوه، چې په ۱۸۸۷ کال یې د مدیترانې سمندر په اوبو کې د بېړۍ د ننه د دمې پرمهال مراکشیان د لمانځه پرمهال ولیدل.

ده وویل: "تېز باد او د بېړۍ ښورېدو دوی ته هېڅ مزاحمت ونه کړ. زه ډېر ترې اغېزمن شوم او ما د دوی په مخونو او تې راوتلونکو ماناوو کې کتل، ځکه دوی په بشپړ ډول پر ځان باوري او ریښتیني وو."

کویلیام وروسته تر هغه مسلمان شو چې په "طنجه" کې یې د استوګنې پرمهال د دین په اړه ډېر معلومات راغونډ کړل، دی هغه وخت ۳۱ کلن و، او د خپل نوي ایمان په اړه یې وویل چې "دا یوه معقوله او منطقي عقیده ده او په شخصي ډول دی داسې انګېري چې له عقیدې سره یې په ټکر کې نه ده".

که څه هم نا مسلمان وګړي تر مسلمانېدو وروسته د نوم بدلولو ته نه اړایستل کېږي، خو کویلیام ځان ته عبدالله نوم غوره کړ.

د انځور حقوق Abdullah Quilliam Society
Image caption ویلیم هینري کویلیام تر مسلمانېدو وروسته ځن ته عبدالله نوم غوره کړ

کله چې په ۱۸۸۷ کال انګلستان ته ستون شو، یو دیني مبلغ شو، او ویل کېدل چې د هغه په هڅو د برتانیا په لروبر کې شاوخوا ۶۰۰ کسانو اسلام راوړ.

کویلیام په لیورپول کې په هماغه کال یو جومات هم جوړ کړ، چې هغه مهال ډېرو دا ښار د "برتانوي امپراتورۍ دویم ښار" بللی و.

د ملکې ویکتوریا د واکمنۍ تر سیوري لاندې مسلمانان هم وو. یو پکې کویلیام و چې د "اسلام دین" په نامه په یوه کتیبه یې اسلامي دین معرفي کړی و چې دا کتیبه بیا ۱۳ ژبو ته وژباړل شوه.

ویل کېږي چې ویکتوریا د دغې کتیبې شپږ نورې کاپۍ خپلې کورنۍ ته وروغوښتې.

په ۱۸۹۴ کال، عثماني سلطان علي کویلیام ته د ملکې ویکتوریا په موافقه "په برتانوي ټاپوګانو کې د اسلام د شیخ" لقب ورکړ، چې دا لقب په مسلمانه ټولنه کې د مشرۍ په مانا دی.

د انځور حقوق Abdullah Quilliam Society
Image caption ویل کېږي چې د کویلیام د هڅو په ثمره کې د برتانیا ۶۰۰ وګړو اسلام راوړ

د لیورپول ډېری وګړي چې مسلمان شوي وو، د نا مسلمانو له ناسم چلند سره مخامخ شول، چې خښتې، کثافات او خوشایه پرې وویشتل شول.

کویلیام په دې باور و چې د بریدګرو ماغزه وینځل شوي او داسې ذهنیت لري چې ګني موږ (مسلمانان) شریر خلک یو.

د کویلیام په اړه دا هم مشهوره ده چې له سیمه ییزو محرومو خلکو سره یې په ګډه کار کاوه، د کارګرو له ټولنو سره یې مرسته کوله او د طلاق د قانون اصلاح یې غوښت.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د هغه وخت عثماني خلیفه، کویلیام ته په ۱۸۸۴ کال د ملک ویکتوریا په موافقه "په برتانوي ټاپوګانو کې د اسلام د شیخ" لقب ورکړ.

کویلیام په ۱۹۰۸ کال له لیورپول ووت چې هدف یې هلته پر مسلمانانو د فشار کمول وو. په جنوب کې د "هینري ده لیون" په نامه بېرته راڅرګند شو. د کویلیام د ژوندلیک د کتاب لیکوال ران ګیفیز په وینا، هلته هم ډېرو کویلیام پېژانده.

هلته یې اغېز کم شو، په هېواد کې یې د دویم لرغوني جومات جوړولو ته مټې رابډوهلې، په ووکینګ کې یې جومات جوړ کړ، نوموړی په ۱۹۳۲ کال په "سري" کې خاورو ته وسپارل شو.

تر اوسه د لیورپول جومات د ده په نامه یادېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کویلیام په ووکینګ کې د دویم لروني جومات جوړولو کې هم برخه لرله

لیډي ایویلین کوبولډ

دا ناشنا نه وه چې د لوړې طبقې یو کس دې مسلمان شي او د مسلمانانو خاورې ته یې د سفر لېوالتیا پکې پیدا شي.

لیډي ایویلین مورای په اډنبره کې په یوه ارستقراطي کورنۍ کې زیږېدلې وه چې خپل ډېر ماشومتوب یې په سکاټلنډ او د افریقا په شمال کې تېر کړی.

هغې لیکلي: "هلته مې عربي ژبه زدکړه، له خپلې روزونکې به په تېښته خوشالېدم، جومات ته به له خپلو الجزایري ملګرو سره تلم، په زړه کې لا ارادي مسلمانه وم."

د انځور حقوق Philip Hope-Cobbold
Image caption د لیډي ایویلین او د هغې د مېړه جان کوبولډ او د دواړو د ماشوم ګډ انځور

ایویلین د خپلې کورنۍ په اډانه کې (ډانمور پارک) کې غزالې پسې اخیستې او سالمون کبان به یې ښکار کول.

پلار یې اوم ایرل ډانمور مخترع و، چې تر ډېره به د چین او کاناډا په سفر وتلی و، مور یې چې د ویکتوریا خادمه وه، هم سفر خوښېده.

لیډي ایویلین ته له خپل پلاره د سفر او چکر میراث ورپاتې شو، له خپل سوداګر مېړه جان کوبولډ سره یې د مصر قاهره کې ولیدل.

مالومه نه ده چې لیډي ایویلین کله اسلام راوړ، ښايي په زړه کې به یې ماشومتوب کې د سفر پرمهال له اسلام سره مینه پیدا شوې وه، خو ایمان یې هغه وخت قوي شو چې روم ته په رخصتۍ تللې وه او له پاپ سره یې هم ولیدل.

د انځور حقوق Angus Sladen
Image caption لیډي ایویلین او لمسی یې (منځ کې) د مصر الاقصر ښار ته د سفر پرمهال

وروسته یې ولیکل: "کله مې چې پاپ ولید، ناحاپه یې رانه وپوښتل کاتولیکه یم، یوه شېبه حیرانه شوم بیا مې ځواب ورکړ چې زه مسلمانه یم."

دا زیاتوي: "نه پوهېږم څه راباندې وشول، له ډېرو کلونو مې د اسلام په اړه فکر نه کاوه، وروسته مې د دین په اړه د لوستلو او معلوماتو زیاتولو هوډ وکړ."

تاریخپوه ویلیم فاسي، چې د لیډي ایویلین د یادښتونو په اړه یې کتاب هم لیکلی، وايي، د دیني روحي اړخ ډېر کسان د دغه دین منلو ته ورمات کړي دي.

دی زیاتوي، دوی په دې باور دي چې ټول لوی دینونه په وحدانیت کې یو شان دي...

په منځني ختيځ کې د لیډي ایویلین عرب ملګري د دې په اړه وايي چې هغه "لیډي زینب" نومېده، مسلمانو ښځو ته یې ډېر لاسرسی درلود او پر ښځه یې د اسلامي کلتور په اړه ډېر څه لیکلي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption لیډي ایویلین لومړنۍ برتانوۍ ښځه ګنل شوې چې حج یې کړی

په ۶۵ کلنۍ کې، لیډي ایویلین حج وکړ، او په دې سره لومړنۍ هغه برتانوۍ ښځه ګڼل کېږي چې کامل حج یې کړی.

حج ته د هغې تګ ددې لامل شو چې د "د مکې حج" په نامه یوه کتاب کې د خپل حج کیسه وکړي.

کینیا ته له لنډ سفر وروسته د هغې د ژوند په اړه ډېر لږ معلومات ترلاسه شوي. هغه په ۱۹۶۳ کال په ۹۵ کلنۍ په "انفیرنس" پالنځي کې ومړه، هغې د خپلې جنازې پرمهال د موسیقۍ غږولو او د خپل قبر پر شناخته یې د "نور" ایت لیکلو وصیت کړی و.

هغې پخپلو یادښتونو کې لیکلي: "تر اوسه له ځانه پوښتم چې کله او وې مې اسلام راوړ".

د انځور حقوق Philip Hope-Cobbold
Image caption لیډي ایویلین

دا زیاتوي: "زما ځواب دا دی په مشخص ډول هغه شېبه راته مالومه نه ده چې د اسلام حقیقت راته روښانه شو."

"ښکاري چې زه تل مسلمانه وم".

رابرټ سټېنلي

په ویکتوري پېر کې د مسلمانانو د تاریخ داسې کیسې هم شته، چې په ټولنه کې د لوړې پوړۍ غړي وو، چې کیسې یې دقیقې ساتل شوې دي.

خو کریسټینا لانګډین، چې وروسته په ډاګه شوه نیکه یې مسلمان و، لیکل شوې وثیقې او ورځني یادښتونه ساتلي چې وايي: "عموماً، داسې نغوتې شته چې د منځنۍ کچې په خلکو کې هم مسلمانېدل وو".

د انځور حقوق Robert Stanley family
Image caption رابرټ سټېنلي په ۷۰ کلنۍ کې مسلمان شو

رابرټ سټېلي د کارګرې طبقې سبزي فروش و، چې د محافظه کاره ګوند له خوا د نولسمې پېړۍ په ۷۰مو کلونو کې د سټالیبرېج ښاروال ته یې ترقي وکړه، دا ښار مانچسټر ته څېرمه پروت دی.

لانګډین چې د هغه په اړه یې کتاب لیکلی، وايي سټېنلي قاضي هم و، چې له کاره د ایستل شویو کارګرو لپاره یې یو صندوق هم جوړ کړ.

دا وايي، هغه به لیورپول کې د کویلیام جومات خبري ورځپاڼه کې د برتانوي ښکېلاک په اړه منظمې لیکنې هم کولې.

د نولسمې پېړۍ ۹۰مو کلونو وروستیو کې سټېنلي له کویلیام سره ل سیاسي فعالیت نه لاس پر سر کېدو وروسته ولیدل او دواړه ډېر صمیمي ملګري شول.

لانګډین وايي: "رابرټ له کویلیام ۲۸ کاله مشر و، نو باوري یم چې د دواړو ترمنځ اړیکي لکه د پلار او زوی ترمنځ د اړیکو بڼه لرله."

د انځور حقوق KAD DESIGN
Image caption رابرټ سټېنلي (منځ کې) له عبدالله کویلیام (ښۍ خوا ته) سره لیورپول جومات کې

خو هغه ایله په اویا کلنۍ کې اسلام راوړ او ځان ته یې "رشید" نوم غوره کړ.

لانګډین په دې باور ده چې هغه مهال په سټایبریج کې "هېڅ مسلمان" نه و او سټېنلي بیا وروسته مانچسټر ته ولېږدېد او په ۱۹۱۱ کال همالته ومړ.

د هغه اسلام تر هغه پټ پاتې و، چې په ۱۹۹۸ کال د لانګډین کورنۍ یې له مسلمانېدو پرده پورته کړه.

ورسره جوخت، په ۱۹۹۱ کال د لانګډین ورور سټیفن هم په مصر کې د پوهنتوني زدکړو د یوې برخې په توګه تر درس ویلو وروسته مسلمان شو، هغه هم د سټېنلي نیکه د اسلام له اعلانېدو اوه کاله وړاندې.

کله چې هغه د خپل نیکه له اسلامه خبر شو، دا یې یوه "حیرانوونکې پېښه" وبلله:

"د هغه سړي د موجودیت حقیقت چې مسلمان شوی، په داسې وخت کې بربنډ شو چې هېچا یې تصور نه شو کولی، کله چې تاسو کېنئ او په یوه موضوع سوچ وکړئ، هو، مانچسټر!".

دی زیاتوي: "خلک چې پر څه ایمان او باور لري، بیا د تمېدو وېره نه لري، هغه که سیاسي وي یا ديني".

ورته مطالب