د بلخ زرګونه کلن لرغوني اثار په نمجنه خونه کې

انجیل
Image caption سیمه ییز چارواکي وايي په دې برونزي پوښ کې ساتل شوی انجیل د خرابېدو په حال کې دی

یوې معمولي، خو نمجنبې خونې ته یووړل شوو، چې هلته د مجسمو توکیو، فلزي او ډبرینو څیزونو امبار ووینم، هلته لرغوني کتابونه هم لیدل کېدل. د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس صالح محمد خلیق چې دغه امبارونه راښودل، وویل هلته "درې زره لرغوني" کتابونه شته چې پر بودايي، یوناني او باختري او هخامنشیانو پورې تړاو لري.

ښاغلی خلیق وايي، په دې امبار ک ۳۵۰ تاریخي اثار ساتل کېدل چې ددغو اثارو لپاره دا هېڅ ښه کار نه دی او همدا یې د خرابېدو لامل شوی. په دې اثارو کې یو لرغونی انجیل دی چې د ښاغلي خلیق به ویناو ښايي قدامت یې شاوخوا دوو زرو کلونو ته ورسېږي.

ځینې دا لرغونې ټوټې نقشونه هم لري، چې ویل کېږي د لرغونو ځایونو او ماڼیو پاتې شوې برخې دي. دا د بلخ ولایت په دولت اباد، او بلخ ولسوالیو کې ترلاسه شوې دي.

د جام څلي ژغورلو هڅې

لرغوني اثار په دغه نمجنه خونه کې ساتل کېږي
Image caption لرغوني اثار په دغه نمجنه خونه کې ساتل کېږي

په بلخ کې د دغو لرغونو اثارو د ساتنې لپاره سم موزیم نه شته، همدا ده چې سیمه ییز چارواکي یې د له منځه تللو وېره لري.

په دې خونه کې بېلابېلې مجسمې، لوښي، او نور لرغوني اثار په کارتنو او تاخچو کې امبار شوي.

دا انجیل څنګه بلخ کې پیدا شوی؟

صالح محمد خلیق وايي، افغان څارګرو مامورینو بلخ کې پنځه کاله وړاندې یوه برونزي ټوټه پیدا کړه چې یو لرغونی انجیل پکې ساتل شوی و، قاچاق وړونکو هڅه کوله له افغانستانه یې بهر ته قاچاق کړي، خو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته وسپارل شوه.

دی وايي، د دغه مذهبي کتاب دا ټوک د انجیل له ډېرو لرغونو نسخو څخه دی، چې ګمان کېږي د هوسۍ له پوسته جوړ شوی.

اټکل دی چې ددغه انجیل لیکدود په عبري ژبه وي
Image caption اټکل دی چې ددغه انجیل لیکدود په عبري ژبه وي
انجیل
Image caption دا انجیل د خرابېدو په حال کې دی
لرغونې ټوټې
Image caption هغه اثار چې په نامعیاري ډول ساتل کېدل
په بلخ ولایت کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي د پلار بهاءالدین ولید خانقا
Image caption په بلخ ولایت کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي د پلار بهاءالدین ولید خانقا

د بودا د یوې لرغونې مجسمې ټوټې هم د افغان او فرانسوي لرغونپوهانو له خوا په ۱۳۸۰ کال د بلخ ولسوالۍ په زرګران او چهلستون کې کشف شوې چې ویل کېږي قدامت یې دوه زره کاله اټکل شوی.

په بلخ ولایت کې له ډبرین پېر نیولې تر اسلامي پېر پور شاوخوا ۱۲۰ لرغونې سیمې او تاریخي ودانۍ شته، چې ډېری یې په ناوړه وضعیت کې دي او په سمه توګه نه ساتل کېږي.

دغه تاریخي اثار د امکاناتو د نشتوالي له کبله په امبارونو کې ساتل کېږي
Image caption دغه تاریخي اثار د امکاناتو د نشتوالي له کبله په امبارونو کې ساتل کېږي
د بودا یوه مجسمه چې له غوا سره ویده ده
Image caption د بودا یوه مجسمه چې له غوا سره ویده ده
ښکاري چې د انجیل پر پوښتۍ دا لیکنې په طلايي اوبو لیکل شوې دي
Image caption ښکاري چې د انجیل پر پوښتۍ دا لیکنې په طلايي اوبو لیکل شوې دي

.

ورته مطالب