احمدظاهر
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د احمدظاهر پر ژوند او مړينې ځانګړی رپوټ

د غبرګولي ۲۴ د اوڅار افغان سندرغاړي احمدظاهر څلوېښتم تلین دی. دهّ په خپل ۳۳ کلن ژوندانه کې د موسیقۍ په ځانګړي سبک بېشمېره مینه وال، آن له افغانستانه بهر وموندل، خو ۴۰ کاله وروسته هم دغه شمېر د لږېدو پرځای، لا ډېرېږي.

دی په لغمان ولایت کې زېږېدلی و او له غریبانو سره په مرسته کې یې شهرت درلود.

احمد ظاهر په یوه شتمنه کورنۍ کې ستر شو، وځلېد او په سالنګ کې په یوه ټرافیکي پېښه کې چې ځینو ته د لوی لاس قتل برېښي، مړ شو.

پاینده څرګند یې پر ژوندانه، هنر او میراث ځانګړی رپوټ چمتو کړی.