سعودیان بلې امریکایۍ سندرغاړې ته شېبې شمېري

نیک‍ي میناج د انځور حقوق Getty Images
Image caption نیک‍ي میناج کانسرټونو کې په "بې شرمه" کالیو او سکسي سندرو ویلو شهرت لري

د سعودي عربستان جده ښار کې د امریکایي رپ موسیقۍ سندرغاړې نیکي میناج د سندرو اعلان پر خواله رسنیو تاوده بحثونه او حیرانتیا رامنځ ته کړې ده.

دغه سندرغاړې به د جولای پر ۱۸مه د جدې په نړیوال نندارتون کې د موسیقۍ کانسرټونه وړاندې کړي.

ځینې وايي، دا مېله په دې هېواد کې د سختګیرانه بندیزونو پر ستوني پښه اېښودل او د هنرونو د ودې لپاره د هڅونې یوه پیلامه ده.‌

میناج پر ټویټر ډېره مشهوره ده.

یوه ټویټر کارن لیکلي: "له درې کلنې ناسوبتیا وروسه تاسو اورئ چې نیکي میناج په سعودي کې د موسیقۍ یو کانسرټ جوړوي".

ځینو نورو بیا ویلي، ددغې سندرغاړې د سندرو له مېلې مخکې به ډېرو سعودیانو د هغې نوم په ګوګل کې لټولی وي: "په سعودي کې هېچا د نیکي میناج په اړه لټون نه دی کړی، ایا کړی یې دی؟".

یوشمېر خواله رسنیو کارنو ویلي، دا مېله مناسبه نه ده،‌ ځکه چې جده کې د کانسرټ ځای د مسلمانانو تر ټولو سپېڅلي ښار (مکې مکرمې) ته نژدې دی.‌

پر ټویټر یوه وېډیو کې یوې محجبې ښځې په سعودي کې د رپ موسیقۍ د سندرغاړې د هرکلي په اړه پوښتلي، او له سعودي ښځو یې غوښتي چې په عامه ځایونو کې د خپل بدن بشپړ پټولو عربي جامې واغوندي.

دغې ښځې ویلي: "دا سندرغاړ به ولاړه شي او خپل کوناټي به وښوروي، نامناسبې سندرې به ووايي او وروسته به له ما څخه دوی وغواړي چې ولې اوږد ښځینه کمیس نه اغوندې. دا نو څه دوزخي کار دی؟".

په سعودي عربستان ظاهراً کې د هنري فعالیتونو په پلمه د ساتېرۍ او کانسرټونو لړۍ پیلېدل د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د هغه پلان برخه ده چې غواړي د هېواد اقتصاد او هلته د نورې نړۍ د وګړو او سیلانیانو ورتلو ته لار هواره کړي.

یوه بل بیا لیکلي: "د سعودي حکومت جده ښار کې د سندرو د مېلې جوړولو ته د نیکي میناج د ورتګ اعلان کړی، حال دا چې همدا حکومت د سیاسي اختلافونو له کبله ګڼ مسلمانان د حج او عمرې له ادا کولو منع کړي دي".

ورته مطالب