افغانستان: د پښتو ویډیو بلاګنګ لوړې ژورې

د انځور حقوق kabul vines
Image caption د کابل واینز تر ټولو ډېره کتل شوې ویډی د واده د اولې شپې په هکله ده.

یوه لنډه تنګه کوټه کې چې پر بام یې له ټانکۍ د بهېدونکو اوبو ټک ټوک هم ورځي، درې ځوانان ناست دي، ویډیو ایډېټوي او ځانونه پښتو ویډیو بلاګران بولي.

د دوی مشر ۲۰ کلن ذبیح الله همدرد وايي، شپږ کاله مخکې یې یوټیوب کې د اولنۍ ویډیو خپرولو سره ویډیو بلاګري ته مخه کړه.

اوس نوموړی له درې نورو ملګرو سره د خپلو ویډیوګانو له لارې دا کوچنۍ کوټه او د یوټیوب پراخه نړۍ سره نښلوي.

د دغو دریو ملګرو چینل کابل وایز نږدې نوي زره مینوال لري او ډېره لیدل شوې ویډیو یې د واده د اولې شپې په هکله ده.

* ساده کلیوال سړی چې له انټرنېټ پیسې ګټي

* اته کلن ماشوم څنګه یوټیوب چینل سره ۲۲ میلیون ډالر وګټل

ذبیح الله همدرد وايي، په پراخ یوټیوب بازار کې مینوال موندل اسان نه دي او ویډیويي مطلبونه او کلېپونه باید دومره معیاري او په ځای خبرې وي چې منیوال وفادار پاتې او هم ثواب او خورما ترلاسه شي.

د نوموړي په خبره، د دوی ډېری کلېپونه د کتنکو هغه حد ته رسېدلي چې یوټیوب پرې اعلان خپروي او دوی ته یې یو څه مالي ګټه ځکه رسېږي، چې نږدې اته میاشتې مخکې پرې اعلان خپرېدل پیل شول.

دی دا راته وايي چې کوم ډول ویډیو جوړوي او پښتانه یوټیوب کې کوم کلېپونه خوښوي:

"کله هم چي په ټولنه کې یوه موضوع ګرمه وي، همغه زه را اخلم او د ملګرو سره پرې اکټېنګ کوم، د ډرامې په شکل یې جوړوم او اخره کې یې هغه څه واضح کوم، چې پرې همغه موضوع حل شي. یو سیاست ته پکې نه ځم، نور مې ویډیو دوه ډوله دي یو چې تفریح لري اخر کې پیغام نه لري، بل چې هم تفریح وي هم پای کې پیغام لري".

د انځور حقوق Khan
Image caption افضل خان په اردو او انګریزي زدکړې کړې، خو پښتو کې د ټیکنالوجۍ په هکله مالومات خپروي.

یواځې ذبیح الله نه دی بلکې اوس سندرغاړي، ملایان، ډاکټران او نور د کمال خاوندان هم په پښتو ژبه د یوټیوب چینلونه لري لا یې نوي جوړوي، څوک د خپلو ویډیوګانو لپاره صحنې جوړوي او ملګري ور سره یو ځای کوي او څوک یوازې د کمرې مخ ته ناست او خبرې کوي چې مینه وال لري.

ځلمی افضل خان بل پښتو ویبلاګر دی، چې خپل چینل یې د ټینکالوژۍ په هکله مالوماتو ته ځانګړی کړی.

نوموړی د پاکستان پنجاب کې له ښوونځي تر پوهنتون په انګرېزي او اردو زدکړې کړې، خو پښتو کې د مالوماتو خپرولو سره یې لسګونه زره مینوال موندلي.

* نجلۍ پر یوټیوب شهرت لپاره خپل مین وژلی

* هندۍ هنرمنده چې د یوټیوب له لارې یې شهرت موندلی

افضل خان ته شپږ میاشتې مخکې اول ځل له یوټیوب پیسې ورسېدې او د بنډل نوټونو ویډیو یې له خپلو مینوالو سره په دې شریکه کړه چې لا هم ډېر پښتانه د پیسو ګټلو له دې لارې خبر نه دي.

افضل خان وايي، چې اول یې یوټیوب چینل جوړ کړ خلکو یې ویډیو لږ کتله خو تر پنځو میاشتو یې د یوټیوب شرایط پوره کړل:

"د پیسو ګټلو لپاره یوټیوب دا پالیسي لري چې اول به ستا چینل زر سبسرکرایبر لري،بل به ستا ویډیووې څلور زره ګړۍ کتل شوې وي، که داسې نه وي شوي ستا پر چینل اعلان نه راځي".

د انځور حقوق Rahmat dewan
Image caption رحمت دېوان (له انټرنېټ د پیسو ګټلو شپږ سوه لارې) په نوم کتاب هم لیکلی دی.

خو کابل مېښت لیکوال رحمت دېوان وایي، پر یوټیوب دا پیسې ګټل هم خپل اصول لري.

نوموړي (له اینټرنېټ د پیسو ګټلو شپږ سوه لارې) په نوم کتاب دې برخه کې د پیسو ګټلو مختلفو لارو او اصولو ته ځانګړی کړی او وایي، یوټیوب کې له اصولو سره سم مواد باید خپاره شي:

"یوټیوب د دې لپاره باقاعده ساپټویر جوړ کړي، چې کومې ژبې یې نېټ کې منلې دي، دوی ویډيو ګوري، عکس ګوري او غږ ګوري، که ویډیو کې مو وینه، مړی یا ټوپک وي دا ګوري بل چې څوک خبرې کوي دا ګوري چې د چا پرضد خونه دي لکه د ټولنې شخص، قوم یا مذهب خلاف خو نه دي،که داشیان پکې وي اعلان ترې لرې کوي او تاسو ته خبرداری در کوي چې بیا دا کار مه کوئ، که مو بیا وکړ، بیا ویډیو لرې کوي او که دریم ځل دا کار وکړئ، چینل مو بندوي".

د نوموړي په خبره، داسې ډېر چینلونه چې د یوټیوب پالیسۍ خلاف وي له منځه یې وړي: "زه ډېر کسان پېژنم چې د یوټیوب چینلونه یې ډیلېټ شوي دي".

په افغانستان کې اوس مهال د ګوتو په شمېر پښتو تلوېژوني چینلونه دي چې عمومي خپرونې لري او لا هم د ټولنې ټولې غوښتنې نشي ځوابولی او نه هم د هر چا د زړه حال ویلو ته زمینه جوړولی شي، خو یوټیوب اوس هر چا ته د شخصي ویډیويي چوکاټ زمینه برابره کړې.

د یوټیوب چینلونو ځینې مینوال وايي، دوی د خپل ژوند ورځنۍ ستونزې او د خوښې وړ شیانو ځواب اول یوتیوب کې لټوي.

یوټیوبران په دې باور دي که دې برخه کې هر څومره چینلونه زیاتېږي هم د کار زمینه او هم په انټرنېټ کې په پښتو ژبه د پوهې او مالوماتو ډول ډول سرچینې ډېرېږي.