بروچا له عالیه بټ بښنه وغوښته

د انځور حقوق Getty Images
Image caption نُشرت بروچا

هنرمنې نوشرت بروچا په هکله لا د مخه مشهوره ده چې د رنبیر کپور ستايي او څو ځله یې رسنیو کې هم دا خبره کړې ده.

اوس ممبيي کې یوه ایوارډ شو کې په ډریم ګرل فلم کې د خپل ملګري هنرمن ایوشمان کرانه سره پر سټېج وه، خبرو خبرو کې یې وویل، چې رنبیر کپور یې تولیه یا رومال کې خوښېږي.

خو سملاسي یې ور سره مخامخ ناستې عالیه بټ نه بښنه وغوښته.

دا مالومه نه ده، چې عالیه څه احساس وکړ، خو رنبیر د نوشرت دې هیلې سره پوره خوشاله وه.

د عالیه بټ نوی فلم

د انځور حقوق Getty Images

د سنجي لیلي بانسلي او سلمان خان ترمنځ له اختلاف وروسته، د انشاالله فلم جوړېدو پسې عالیه بټ چې په څه مایوسه وه اوس ورته په زېري بدلېږي.

هغه اوس د سنجې په ګنګوبايي کاټهیاواړي کې مرکزي رول جوړېږي.

پر فلم کار پیلېږي او د خپرېدو نېټه یې د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر ۱۱ ده.

دا یو تاریخي کرکټر دی. ګنګو بايي ته د کماتي پوره مېډم یا مېرمن ویل کېږي، چې کم عمر کې د تن پلورنې کار کې ښکېلېږي او وروسته خپل کاروبار کې خورا ځواکمنه او اغېزناکه کېږي.

دې کې شک نشته چې عالیه وړ هنرمنه ده، خو اوس به لیدل کېږي چې دا ډول ستونزمن او پېچلي رول کې به څنګه ځان جوړوي.

ته بلکل کترینه یې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د انینا پانډي، کارتک ارین او ساره عالي خان ترمنځ څه روان دي؟

بالیووډ کې څو جوړې مشهورې دي، لکه راج کپور او نرګس، امیتابچن او ریکا، دلیپ کمار او سایره بانو اوس مهال سلمان او کترینه

نویو هنرمنانو کې هم داسې جوړې شته چې د رنویر او دپیکا، عالیه او رنبیر کپور او د کارتک ارین او ساره علي خان د داسې مشهورتیا هیله لري.

په اصل کې د ارین او ساره علي خان د نږدې کېدو ډېرې خبرې دي او ور سره د کارتک او اننیا دوستي هم شهرت لري، چې اوس یوه فلم کې هم کار سره کوي.

تېره اونۍ اننیا په انسټاګرام کې خپل تصویر خپور کړ او ارین ورته ولیکل ته بلکل کترینه کیف ښکاري.

ځواب کې اننیا ولیکل، ته هم سلمان خان ښکارې.

خو مالومه نه ده چې دا د دوی فلم 'پتي پتني اور وه' ته پروموشن و یا حقیقت