افغان هنرمن سږنۍ امسټرډام جایزه وګټله

Image caption له ښي لوري ابوذر، ور پسې ټډ او بیا هم هاور

د ۲۰۱۹ کال د امسټرډام هنري جایزه یوه انځورګر، یوه فلم ساز او یوه نڅاګر وګټله.

څارونکو له ۹ نوماندانو درې کسان د دې جایزې لپاره غوره کړل.

را کویل ون هاور چې نقاشي کوي او له یو کال راهیسې یې د هنر دې نړۍ ته مخه کړې، افغان فلم ساز ابوذر امیني په "کابل په باد کې ښار" او ټېډ برانډسن باله نڅا کې خپل نوښت سره سږنۍ امسټرډام جایزه وګټله.

ابوذر امنیني هالند مېشت افغان دی او د څارونکو په اند فلم یې له ژوند بل ډول روایت دی: په لرې ښار کې ژوند چې کیسه یې له نورو وېره لرې کوي او انسانان سره نږدې کوي.

د ابوذر امیني دغه فلم دریو کلونو کې جوړ شوی او مرکزي کرکټر یې د خپل ژوند جوړولو هڅه کوي.

نوموړي له بي بي سي سره خبرو کې وویل، د دې فلم په هکله د سینمايي کره کتونکو نیوکې مني:

"د رسنیو لویې کیسې نه څاري او په ډېر صمیمي ډول کابل کې د ژوند واقعیتونه ښيي".

ښاغلي امیني زیاته کړه، دا جایزه خپلې مور ته ډالۍ کوي او مور یې تر ټولو ځواکمنه ښځه ده چې دی یې پېژني.

ابوذر امیني د امسټرډام د ښکلو هنرونو پوهنځی ویلی او هم یې لندن پوهنتون کې د فلم زدکړه کړې ده.

امسټرډام هنري جایزه هر کال داسې دریو هالنډ مېشتو هنرمنانو ته ور کول کېږي چې خپلو اثارو کې یې د عدالت بنسټیزولو او "ژورې ټولنیزې ژمنتیا" لپاره هڅه کړې وي.

ابوذر امیني پر ۱۹۸۵ کال افغانستان کې زېږېدلی او په ۱۴ کلنۍ کې هالنډ ته کډوال شوی او دغه هېواد او برتانیا کې یې د سینما برخه کې زدکړې کړې دي.

اړونده مطالب