د شپږو روپیو پر پنسل نړیوال ریکارډ جوړول

پنسل

د پاکستان د پنجاب احسن قیوم د بې وزلۍ له امله له ګوجرانوالې کډه او لاهور کې د څپړکو کارخونه کې په اوه زره روپیو نوکر شو.

احسن ماشومتوب کې د لکړو او لښتو له تراشلو سره مینه وه.

له نوکرۍ سره یې ګرافیک ډیزاین زدکړې ته مخه کړه.

خو د هنر تخلیقولو مینه کې لا هم تر نیمې شپې ویښ وي.

دی وايي، خلک ورته د هنر لېوانی وايي.

پنسل

مینه یې هغه وخت زیاته شوه چې یوه ملګري یې د روسي هنرمن له اثارو سره اشنا کړ او ورته ویې ویل ته هم دا کار کولی شې:

"زه ډېر اغېزمن شوم او سملاسي مې چاکو سره پنسل تراشلو ته مخه کړه".

د ۲۰۱۹ کال لومړیو کې احسن خپل هنر سره پنسل کې ۷۵ کړۍ جوړې کړې او د هندي هنرمن ۵۰ کړیو نړیوال ریکارډ یې مات کړ.

ګینز ریکارډ ګټونکی هنر

پنسل

احسن وايي، د ګېنز ریکارډ کټونکي پنسل پر جوړولو یې میاشت وخت ولګاوه او دا یې یو ځل جوړ کړ، د ۷۵ کړیو ځنځیر په یوه کړۍ یوه نیمه ګړۍ وخت لګېدلی او پر ټولو هم ۱۲۰ ګړۍ.

"ځکه ور سره مینه لرم چې ډېر صبر مې پکې وکړ او زه یې لا ډېر مشهور کړم".

د نړیوال ریکارډ جوړولو لپاره څه پکار دي؟

پنسل

احسن وايي، هغه وخت یوه برخه کې ریکارډ جوړولی شې، چې ته خپل کار کې ډوب شې او خپل ژوند یې جوړ کړې او ور سره مینه ولرې.

"ما د شپږو روپیو پنسل سره ریکارډ مات کړ، یوه ساده شپږ روپیو پنسل سره، ته خپله وړتیا یوې نه یوې وسیلې سره ښودلی شې، دا پروا نه کوي چې دا شی ګران یا ارځان دی".

دی وايي، انسان ته پکار دي تل لوی خوب او خیال ولري.

څنګه د ګېز ریکارډ جوړ کړو؟

پنسل د انځور حقوق Ahsan Qayyum

احسن وايي، که فکر کوې یوه وړتیا لرې او ریکارډ جوړولی شې، نو د ګېنزر نړیوالو ریکارډونو وېبپاڼې ته لاړ شي، هلته خپل ځان ته حساب یا ایکاونټ جوړ کړه:

بیا دوه وړاندیزونه کېږي، ریکارډ جوړول یا ریکارډ ماتول.

نوموړی وايي، دا هم ډېر وخت نیسي چې تر شپږ میاشتو رسېږي، ځکه ستا غوښتنه ارزول کېږي، که ومنل شوه بیا دې اسناد غوښتل لکېږي.

دی وايي، د ریکارډ جوړولو یا ماتولو لپاره شاهدانو ته هم اړتیا وي، چې له تا سره به اړیکه نه لري:

دا اسناد باید دومره پیاوړي وي چې کمېټه یې ومني، که نه بیا دې غوښتنه بهر کېږي.

له پنسل څنګه نقاشي جوړېږي؟

پنسل

احسن وايي، د یوې نقاشي یا هنري اثر جوړلو لپاره د خواله رسنیو اینسټاګران اېپ او پنټرېسټ کاروي.

دی د پنسل سکې سره په یوه بلېډ یا پاکي په مرسته نقش جوړوي ‎

وايي، نورو هېوادونو کې د دې کار لپاره هنرمنان مایکروسکوپ کاروي، خو دی دا کار نه کوي.

د پنسل نوکې سره اثر جوړول لږ تر لږه شپږ ګړۍ وخت غواړي ځینې هم اونۍ یا میاشت وخت غواړي.

تراوسه یې له ۳۰ تر ۴۰ اثار جوړ کړي، چې څلور یا پنځه ځله پکې له ماتې سره هم مخ شوی، خو زیاتوي چې ناکام شوې، حوصله وکړه او بیا کار وکړه.

پاکستان کې د مني اېچر ارټ حال

پنسل د انځور حقوق Ahsan Qayyum

احسن د دې خبرې اورېدو سره وايي، چې دا مهال یې هر کلی نه کېږي.

دی وايي، کله چې خلکو ته ووايي، دې برخه کې کار کوي، نو هغوی نه پوهېږي.

پنسل د انځور حقوق Ahsan Qayyum

ځینې ملګري را پسې خاندي وايي، ته په داسې شي یو څو ګړۍ تېروې چې هیڅ ګټه درته نه لري.

هرې جمعې په څېر احسن د خپل مور پلار مزار ته ځي او دوعا ور ته کوي، خو ارمان لري که هغوی ژوندي وی، نو پر ده به یې ویاړل.