دېوالي: پنځه نیم سوه زره شمو سره نړیوال ریکارډ

نړۍ کې د هندوانو جشن دېوالي په دودیز ډول لمانځل کېږي، خو دا ځل پکې ایودیا سیمه کې د شمو لګولو سره نړیوال ریکارډ جوړولو ته چمتوالی کېږي.

دیوالی
د عکس تشریح،

دېوالي ته د رڼاګانو جشن ویل کېږي او دا د هندوانو له عقیدې سره سم د رام د ۱۴ کاله ځنګلونو کې د دربدره ژوند او د لنکا راجه روان ته له ماتې ور کولو وروسته خپل ښار ایودیا ته واپس راتلو خوشالي کې ولمانځه. ایودیا کې دا مهال د شمو لګولو تیاری روان دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

دا ایودیا کې پر سرجو سیند غاړه د شمو منظره ده. د اترپردېش سر وزیر یا وزیر اعلی ادتیه یوګي نات هم ایودیا کې د دېوالي مراسمو کې د شمو لګولو لپاره ډېر تیاری کړی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

ایودیا کې د بي بي سي خبریال فیصل محمد علي وايي، د پنځه نیم لکه شمعو د روښانولو تیاری شوی، چې په یو وار روښانولو ریکارډ به یې د ګېنیز نړیوالو ریکارډونو کې ثبت شي.

د عکس سرچینه، RUBAIYAT/BBC

د عکس تشریح،

سږکال ایودیا کې د دېوالي لپاره مختلف پروګرامونه په پام کې نیول شوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

دا مهال د فیجي وزیر وینا بټناګر ځانګړی مېلمه دی. له دې مخکې د سوېلي کوریا کېم جونګ سک هم ځانګړی مېلمه و.

د عکس سرچینه، RUBAIYAT/BBC

د عکس تشریح،

د سریو خوړ ترڅنګ ایودیا کې ډېر مندرونه دي او هر ځای کې شمعې دي.

د عکس سرچینه، RUBAIYAT/BBC

د عکس تشریح،

له یو ډول خاورې جوړ پر ځمکه غورځېدونکي دا ستوري د اسمان ننداره وړاندې کوي.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح،

د دیوالي مراسمو نورو سیمو کې هم روان دي. بهوپال کې هم څو ښځې شمعې بلوي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

د ګجرات په ګاندي نګر کې یو مندر هم په شمعو روښان شوی دی.