د پاکستانۍ سندرغاړې ویډیو لیک کېدو پوښتنې را پورته کړې

  • 8 نومبر 2019 - 17 لړم 1398
ربي د انځور حقوق FACEBOOK/RABIPIRZADAMUSIC

خواله رسنیو کې د هنرمنې رابي پیرزاده لوڅې ویډیو او انځورونو شریکېدو پسې له کارنو سره دا پوښتنه ده چې د هغې مالومات خوندي دي که د بل چا لاس ته ورغلي؟

دا پوښتنه ځکه مهمه ده چې که ستاسو مالومات ناسمو لاسونو ته ور شي، نو څه کېږي؟ ستاسو ملفون یا موبایل ټلېفون خوندي دی؟ د مالوماتو خوندیتوب لپاره پاکستان قانون شته او که وي نو هغه څه وايي؟

دا تصور څنګه دی چې ستاسو تصویر تر هغه خوندی دی چې ستاسو لاس کې دی او که ستاسو انځورونه څوک شریک کړي په تېره هغه چې فکر کوئ که بل کس یې وویني، نو دا ستاسو لپاره بد خبر دی.

* د قندیل بلوچ ورور په عمري بند محکوم شو

* "پاکستانۍ ناوې ۱۵ کسانو ته شېدو کې زهر ورکړي"

خو موږ دلته پر دې خبرې کوو چې د انټرنېټ پېر کې له دا ډول نویو او پېچلو مسلو څنګه بچ کېدلی او خپل ځان او خپل مالومات خوندي ساتلی شئ.

تخنیکپوهان وايي که تاسو نوی ملفون اخلئ، نو پخوانی مات یا خوندي کړئ، ځکه دا ډول ټلیفونونو کې ړنګ شوي مالومات بیا پیدا کېدل ششي او تر پخوا دا کار اسان دی.

پر ۲۰۱۴ کال د ډیجیټل امنیت کمپنۍ اواسټ د پېر له پلور اې بي وېبپاڼې شل اینډروویډ ملفون واخیستل او له دوی یې پاک یا ړنګ شوي مالومات بېرته ژوندي کړل چې پکې د یوه کس ډېر لوڅ انځورونه هم و چې ښايي د دې ملفون پخوانی څېښتن وي.

دې کمپنۍ هم شک ونه کړ او ویې ویل له ري سټور فېکټري سټېنګز مالومات نه پاکېږي او ځانګړي سافټویر سره بېرته ترلاسه کېږي.

د بې قانونه موادو شریکولو سزا

د انځور حقوق Getty Images

که تاسو داسې انځورونه ترلاسوئ یا ستاسو سره شریکېږي نو څومره مسوولیت لرئ؟

که ستاسو له خوښې پرته دا مواد درلېږل کېږي، مشکل درته نه پېښېږي، خو که تاسو یې بیا له بل چا سره شریکوئ، دا بیا بېله خبره ده.

د پاکستان د ۲۰۱۶ کال سایبر جرمونو قانون وايي، که په یو چا د بل کس د بدو انځورونو د خپرولو جرم ثابت شي، د پنځه کاله بند یا پنځوس لکه روپیو جرمانې یا دواړو سره مخ کېدلی شي.

که څوک بدنیت سره ستا له اجازې پرته ستا مالوماتو ته رسېدل غواړي یا دې هېک کول غواړي نو سزا یې تر دریو میاشتو بند یا پنځوس لکه جرمانه یا دواړه کېدلی شي.

که څوک له چا د غچ اخیستو، کرکې خپرولو یا بلاک مېل کولو لپاره کوم سافټویر یا اله جوړوي تر پنځو کلونو یا پنځوس لکه کلدارې جرمانې یا دواړو سره مخ کېدلی شي.

د چا برېښلیک هېک کول یا ملفون ته ننوتل یا وېرول تر دریو کلونو بند یا لس لکه روپۍ جرمانه یا دواړه سزا لرلی شي.

که د چا له فلش، سیمکارډ، موبایل یا کمپیټور مالومات کاپي او خپاره کړئ نو شپږ میاشتې بند یا یو لک روپیو جرمانې یا دواړو سره مخ کېدلی شئ.

د قانون ستونزې

د انځور حقوق TWITTER/@RABIPIRZADA

قانونپوهه ریما عمر وايي، پاکستان کې د سایبر جرمونو قانون نوی دی او لا ډېرې روڼتیا ته ضرورت لري.

خو زیاتوي چې دې قانون سره هم ډېرې ستونزې اورېږي.

که څه هم نوموړې وايي چې دې قانون کې د مېرمنو د عزت ډېر خیال ساتل شوی، خو د ښځو اړوند دوسیو څارونکي وکیلان وايي، دا دوسیې سمې نه څارل کېږي.

بل دا هم وايي چې دا ډول دوسیې په محکمه کې ډېرې ځنډېږي او تر پرېکړې ډېر وخت لګېږي.

قانونپوهان او څېړونکي هم دې برخه کې د عدلیې چارواکو ته د روزنې ور کولو او د اړوند امنیتي چارواکو د وړتیا زیاتولو غوښتنه کوي.