د هند فلمي نړۍ درې مشهور خانان په یوه فلم کې؟

  • 8 نومبر 2019 - 17 لړم 1398
عامر، شاہ رخ اور سلمان خان

د هند بالیووډ فلمي نړۍ ډېرو مینه والو له ډېره وخته داسې یو ارمان وو، چې سلمان، شاه رخ او عامر، یانې درې مشهور خانان په یوه فلم کې یو ځای ولیدل شي او داسې ښکاري چې اوس دا ارمان پوره کېږي.

دا وروستیو کې داسې خبرونه خپاره شوي، چې لال سینګ چډها نومي فلم کې به دوی د سینما پر پرده یو ځای ولیدل شي، چې ښايي رول یې د مېلمه ممثل په توګه وي.

شاه رخ خان د خپلې لور او زوی په هکله څه وايي؟

سلمان به پریانکا وبخښي؟

عامر خان ولې بښنه غوښتې؟

هغه فلم چې د امیتاب بچن برخلیک یې بدل کړ

دغه درې مخکښ فلمي ستوري تر اوسه په هېڅ یوه فلم کې یو ځای نه دي لیدل شوي، خو اوس شاه رخ خان پر خپله فېسبوکپاڼه تایید کړې، خو زیاتوي:

''په کیسه کې یوه معما شته چې وروسته به یې معلومات درسره شریک کړو. ''

هسې هم دا د نن سبا خبره نه ده، بلکې دا فلم به د ۲۰۲۰ کال د نوي میلادي کال رادبره کېدو پر مهال نندارې ته وړاندې کېږي.

د انځور حقوق Getty Images

د بالیووډ یو بل تازه خبر دا دی چې هندي فلمي صنعت ته د مخکښ فلمي ستوري امیتاب بچن د راتګ ۵۰ کلونه پوره شوي. په ۱۹۶۹ کال کې امیتاب بچن له (سات هندوستاني) نومي فلم سره بالیووډ کې راڅرګند شو او هغه وخت ښايي هېچا ګومان نه کاوه، چې یو وخت به دومره بریالی ثابت شي.

امیتاب په لومړي سر کې د هاغه وخت مشهورو فلمي ستوریو، دهرمیندر، سنیل دت او دیوانند په شتون کې ډېر کامیاب نه و، خو وروسته یې د 'دیوار'، 'شعلې'، 'امر اکبر انتوني'، 'ډان'، 'اګني پت' او 'قلي' غوندي فلمونه خورا کامیاب ثابت شول.

امیتاب اوس هم د تمثیل برخه کې فعال دی او په ۲۰۲۰ کال کې به یې د برهماستر، چهرې او ګلابو ستابو له نومونو سره فلمونه نندارې ته وړاندې شي.

اړونده مطالب

ورته مطالب