سنجې دت: احمد شاه ابدالي ستر پاچا و او له افغانستان سره یې مینه درلوده

احمدشاه ابدالي او سنجې دت د انځور حقوق Getty Images/HISTORYOFPASHTUNS.COM

د هند بالیووډ سینما وتلی ستوری سنجې دت وايي، دا خبره نه مني چې احمدشاه ابدالي یو منفي شخصیت و او یا دې هم د پاني پټ په نامه د ده په فلم کې په منفي انداز وړاندې شوی وي.

د بالیووډ هنګامه نومې خپرونې له فریدون شهریار سره مرکه کې سنجې دت وايي، احمدشاه ابدالي پر هند یرغل کړی و، خو یو داسې پاچا و، چې خپل ارزښتونه یې درلودل او له خپل هېواد افغانستان سره یې مینه درلوده.

سنجې دت وايي، دی په دې باور دی چې احمد شاه ابدالي هند ته د یو بل چا د جګړې لپاره تللی و او غوښتل یې بېرته خپل هېواد ته ستون شي، اوربند یې کړی و او نه یې غوښتل جګړه وشي، خو بالاخره جګړه وشوه.

د نوموړي په وینا ابدالي افغانستان ته له ستنېدو وروسته د خپل مرهَټه مخالف پلار ته لیکلي وو، چې زوی یې تکړه جنګیالی دی، ستاینه یې کړې وه او بېرته هېڅکله (هند) ته ستون نه شو.

د سنجې دت په وینا دی له همدې کبله په دې باور لري چې احمد شاه ابدالي یو ستر پاچا و. د نوموړي په وینا په پخوانیو جګړو کې لوټمار معمول و، که هغه په هند کې و او که د نړۍ په نورو جګړو کې.

په همدې خپرونه کې د خبرو پر مهال د فلم جوړوونکی یا ډایرکټر اشوتوش ګواریکر وویل، فلمونه او بیا په ځانګړې توګه تاریخي فلمونه له لوړې جذبې او د مسولیت او ځان سانسورولو له یو احساس سره جوړوي.

د نوموړي په وینا، دی پر همدې بنسټ فکر نه کوي چې پاني پت فلم به د کوم چا لپاره د احساساتي ځور یا خواشینۍ سبب شي.

پاني پت فلم: د احمدشاه ابدالي د رول په تړاو غبرګونونه

'پدماوت' کې د علاوالدین خلجي انځور

ښاغلي ګوارېکر وایي، په فلم کې پر جګړې نه، بلکې د هغې جګړې پر پایله توجه کړې او همدا یې جالبیت دی.

له دې مخکې خپله د فلم مخکښ ممثل سنجې دت په یوه ټویټر پیغام کې ویلي و، ''پاني پت، هغه جګړه چې تاریخ یې بدل کړ، د دسمبر پر شپږمه دغه فلم نندارې ته وړاندې کېږي. ''