''دوتار یوازې ایرانی ساز نه دی''

دوتار
Image caption دوتار ساز د یوه هېواد اړوند نه دی

د افغانستان په هرات ولایت کې یو شمېر کلتوري فعالانو د ملګرو ملتونو ادارې یونسکو د هغه پرېکړې پر وړاندې توند غبرګون ښوولی چې په دغه سازمان کې یې دوتار د ایراني ساز په نوم ثبت کړی دی.

دا غبرګون دوې اوونۍ وروسته له هغه ښودل کېږي چې د ملګرو ملتونو سازمان کلتوري او ښوونیزې څانګې یا یونسکو دوتار د ایرانۍ موسیقي په نوم پېژندلی.

دغو کلتور پالو ټینګار کړی چې دوتار ساز د ایران په ګډون د افغانستان او تاجکستان ګډ کلتوري مېراث دی او له یونسکو یې غوښتي چې په خپله پرېکړه له سره غور وکړي.

هرات کې د ستراتېژیکو مطالعاتو انسټیټوپ په یوه غونډه کې دې کسانو وویل، دوتار د افغانستان ایران او تاجکستان ګډ کلتوري میراث او ساز دی.

نژدې دوې اونۍ مخکې د ایراني رسنیو رپوټونو کې ویل شوي وو چې د ایران د کلتوری میراثونو او ګرځندوی چارو وزیر په کولمبیا کې د بشري میراثونو غونډې ته د دوتار د جوړولو او غږولو د مهارت ثتبولو په مناسبت د مبارکی پيغام لېږلی.

دې پيغام په هرات کې د کلتوري او مدني فعالانو غبرګون راپارولی. شاعر او لیکوال روح الامین امینی وایی:

''د یونسکو په نړیواله ټولنه کی یوازی د ایران په نوم د دوتار ثبتول د دې لویې سیمې د خلکو پر حال لویه جفا ده. بی شمېره ښځو او نارینه وو له ډېر پخوا راهیسې له دې ساز سره ژوند کړی. ''

Image caption د کلتوري میراثونو د مالکیت پر سر په ځینو تاریخي او ادبي ډګرونو کې هم تر دې مخکې هم د افغانستان تاجکستان او ایران ترمنځ ناندرۍ رامنځته شوې دي.

په هرات کې د سیمه ییزې موسیقۍ یوه ځوان سندرغاړي مهدی افشار په غونډه کې له دوتار سره سیمه ییزه سندره وویله. دی هم ګیله من و او ویل یې:

"دا ساز د یوه هېواد اړوند نه دی، بلکې په کلتور او تمدن پورې اړه لري. زه خواشینی یم چې ایراني وروڼو داسې کار کړی. موږ کولای شو، ثابته کړو، چې دا یو مشترک ساز دی. ''

دو تار داسې یو ساز دی چې دوه تاره او نهه پردې لري او یو متر یې اوږدوالی دی. په هرات کې د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ چارواکي وايي، دغه ساز په ټوله سیمه پورې تړاو لري، خو اصلاً په هرات کې جوړ شوی دی.

د کلتوري میراثونو د مالکیت پر سر په ځینو تاریخي او ادبي ډګرونو کې هم تر دې مخکې هم د افغانستان تاجکستان او ایران ترمنځ ناندرۍ رامنځته شوې دي.