ایا بالیووډ سیاسي غږ موندلی؟

پوډوکون د انځور حقوق AFP
Image caption اغلې پوډوکون د جواهر لال نهرو پوهنتون له محصلینو سره له لیدو لپاره پوهنتون ته تللې وه

د بالیووډ یوه مشهوره ممثله د سې شنبې پر شپه د هند په یوه مشهور پوهنتون کې ناڅاپه راڅرګنده شوه. دیپیکا پوډوکون د جواهر لال نهرو نومي پوهنتون (جې این یو) د هغو محصلینو تر څنګ ولیدل شوه، چې ادعا کوي د لومړي وزیر نرېندرا مودي واکمن ګوند (بي جي پي) اړوند محصلینو یوې ډلې یې د اونۍ پای کې پر لیلیه برید کړی و.

اغلې پوډوکون هلته ماښام نژدې اووه نیمې بجې ورسېده او له ځینې محصلینو سره له لیدو وروسته یې کومه وینا و نه کړه او پټه خوله بېرته ستنه شوه، خو څو دقیقو کې پر خواله رسنیو په دې اړه د غبرګونونو یوه غوغا جوړه شوه.

د دیپیکا پوډوکون او رنویر سینګ د واده مراسم

سترګک وهونکې ممثله په یوه بل جنجال کې

د پوډوکون د هنر مینه والو او د محصلینو ټولنو د نوموړې د هغو محصلینو تر څنګ دریدل چې ادعا کوي د ښاغلي مودي د حکومت ښي اړخه پلویانو ځورولي، ستایلي دی او ځینو بیا پرې نیوکه کړې چې ګواکې نوموړې د خپل فلم لپاره تبلیغات کوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption اغلې پوډوکون د لکشمي اګروال نومې نجلۍ د ژوند پر کیسه فلم چمتو کړی، چې تېزاب پرې ښېندل شوي و

په هند او پاکستان کې ګڼ شمېر کسانو جواهر لال نهرو پوهنتون ته د دیپیکا پوډوکون ورتګ په تړاو غبرګون څرګند کړی دی.

په دې کسانو کې د پاکستاني پوځ رسنیز دفتر مشر جنرال اصف غفور هم شامل دی، چې له خپله شخصي ټویټر حسابه یې په دې اړه ټویټ وکړ، خو وروسته لېرې کړل شوی.

د انځور حقوق TWITTER/@PEACEFORCHANGE
Image caption د پاکستاني پوځ رسنیز دفتر مشر ډګر جنرال اصف غفور د پوهنتون محصلینو تر څنګ د دیپیکا پوډکون درېدل ستایلي

ان هغو کسانو چې د بالیووډ په فلمونو پورې خاندي هم ویلي، د نوموړې نوی راتلونکی فلم(چهپاک) به وګوري چې د یوې داسې نجلۍ د ژوند پر کیسه چمتو شوی چې تېزاب پرې شېندل شوي دي.

بل لور ته د ښاغلي مودي د حکومت پلویانو نوموړې سخته ترټلې. دوی وايي، دې سره اغلې پوډوکون د خپل فلم لپاره د بازار موندنې هڅه کوي.

۳۴ کلنې دیپیکا پوډوکون د بالیووډ په لسګونو کامیابو فلمونو کې رول لوبولی او دغه راز پر خواله رسنیو هم ډېره فعاله ده چې پر ټویټر یې د فالوورز شمېر ۲۶ میلیونه او ۴۲ میلیونه کسان یې د انسټاګرام حساب تعقیبوي یا یې خوښ کړی دی.

ډاکټر مونیکا نومې ټویټر کارنې لیکلي، ''د پوډوکون فلم لیدو پلان مې ځکه لغو کړ، چې په وینا یې دغه ډول د ملتپالنې ضد کسان د خلکو د مینې وړتیا نه لري. ''

د انځور حقوق TWITTER/@DRMONIKA_LANGEH

د یادونې ده چې د نرېندرا مودي حکومت پالیسیو خلاف د اغلې پوډوکون غږ له بالیووډه لومړنی هغه نه دی، بلکې له دې مخکې هم د هندي تابعیت یوه ناندریز قانون او د جې این یو پوهنتون برید خلاف یو شمېر فلمي شخصیتونو د احتجاجیانو تر څنګ غږ پورته کړی دی.

په پوهنتون کې د محصلینو له لیدو مخکې اغلې پوډوکون یوې خبرې شبکې ته وویل، روان حالت (ځورولې) ده.

بل لور ته ښاغلی مودي هم د بالیووډ له نړۍ سره نژدې اړیکي ساتي او څو ځله له پلوي فلمي شخصیتونو سره د سیلفي تصویرونو اخیستو په حال کې لیدل شوی دی.

اړونده مطالب